یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هابیل ټیلسکوپ د بلک هول ځای څرګند کړ

هابیل ټیلسکوپ د بلک هول ځای څرګند کړ

تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې اعلان وکړ چې چې په لومړي ځل یې د هابیل ټیلسکوپ په مرسته له نورو جرمونو جلا د یوې تورې سوړې (بلک هول) ځای معلوم کړ. دا لومړی ځل دی چې ناسا په خپل تاریخ کې د یوې تورې سوړې ځای په ګوته کوي او دومره واضح تصویر ورڅخه اخلي.

زموږ په کهکشان کې دا ډول ۱۰۰ میلیلونه تورې سوړې شته.

تر دې وړاندې د تورو سوړو په اړه ویل کېدل چې یوه تیوري یا نظریه ده. که څه هم ناسا تر دې پخوا هم ویل چې تورې سوړې شته او هغه ستوري چې دغو سوړو ته ننوځي، نه پوهیږي چې کومې خوا ته ځي.

د هابیل ټیلسکوپ د تېرو شپږو کلونو موندنې ښيي چې دا توره سوړه زموږ له مځکې ۵۰۰۰ نوري کاله لېرې د حرکت په حال کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب