یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ۵۰۰ نورو شړل، ترکېې سږ کال ۲۰ زره ناقانونه افغان کډوال...

د ۵۰۰ نورو شړل، ترکېې سږ کال ۲۰ زره ناقانونه افغان کډوال شړلي

تاند(يکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) د ترکېې اناتولي خبري اژانس کابل ته د ۴۹۹ تازه دمه هغو افغان کډوالو د ستنولو خبر ورکړی، چې په وینا یې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلي وو.

ويل شوي، چې دغه کسان په درېيو چارتر شویو الوتکو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

 ‏‏‏‏

سرچينه د ترکېې د کډوالو ادارې په حواله وايي، چې د روان ميلادي کال د جنورۍ له ۲۷ مې څخه ېې تر اوسه ۱۹ زره او ۲۹۰ افغانان چې په ناقانونه توګه ترکېې ته تللي وو، بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د افغانستان يوه لويه برخه خلک، چې اروپا ته په ناقانونه توګه د تګ پلان جوړوي، د ترکېې لاره د تګ لپاره انتخابوي.

ترکيه وايي، چې د ۲۰۲۲ له پیله یې ټولټال تر اوسه نیږدې ۳۵ زره او پینځه سوه بهرني اتباع، چې په ناقانونه توګه ترکېې ته تللي وو او له دې لارې ېې غوښتل اروپا ته قاچاقي لاړ شي، خپلو هېوادونو ته ېې ستانه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په ترکیه کې ډېر ځله په ناقانونه توګه ورغلو افغان کډوالو سره د ډېر ناوړه چلند ويډيوګانې هم لاس په لاس شوي، خو د افغانستان حکومتونو پرې اعتراض نه دی کړی.

1 COMMENT

  1. د ترکیې هېواد چې قاطع اکثریت وګړي ئې مسلمانان دی او اوس د یوه اسلامي رهبر او ګوند له خوا رهبري کېږي ، په تېرو سلو کلونو کې ئې له افغانستان سره نسبتا ښې او دوستانه اړیکې درلودلې . افغانانو به ورته بې پولې ګاونډی ویلې ، پدې وروستیو کلونو کې هغه ټول تاریخي ، کلتوري ، اقتصادي ، مذهبي او دوستانه اړيکې هېرې کړیدي .
    له افغانستانه د تښتېدلو او بګېل تش په نوم قومي سیاسي سوداګرو مشرانو شورا جوړولو ته زمینه برابروي چې یوځل بیا په ګران افغانستان کې د جګړې او ورور وژنې تنور تود وساتي اوله بلې خوا
    مظلوم او واقعا مجبور افغانان چې غواړي د دوی له خاورې نورو اروپایي هېوادونو ته مهاجرت وکړي ، نیسي . له هغوي سره د اسلامي او انسالي همدردۍ خلاف ناوړه چلند کوي او بیا یې بېرته هغه ځای ته ستنوي چې ژوند ئې په خطر کې دی.
    هغوی ته چې له افغانستانه زرګونه او میلیونونه دالر غلاکړیدي او که وغواړي په ترکیه کې کور او کار ولري بیا د ترکيې تر تابعیته پورې د اوسېدو او ژوند ټول شرایط برابر کړیدي . داهم د ترکانو ورونو عدالت او انساني همدردي شوه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب