تاند(يکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د غبرګولي له ۱۳مې تر ۱۹مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ٦٥ زره ٤٠٧ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دغې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ٣٥ زره ٩٢٦، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ٥ زره ٦٩٢ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ١٢ زره ٢٠٧ ټنه واردات چې ټولټال ٥٣ زره ٨٢٥ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ١١ زره ٥٨٢ ټنه صادرات شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز ژمنه کړې ده چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د ټاکل شوي عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پرون یو جګپوړی درې کسیز پلاوی په درې ورځني رسمي سفر ایران ته تللى دى.
یاد پلاوى به په ایران کې د دغه هېواد د لارو او ښار جوړونې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له چارواکو سره د خواف ـ هرات درېیمې ټوټې د ترمیم د پاتې چارو او د انتقالاتو د بیا پیل او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي او تخنیکي زده کړو پروګرامونو د برابرولو په اړه تفصیلي بحثونه وکړي
د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان صادرات تر پخوا خورا کم شوي او د هېواد اقتصاد ته ېې تاوان اړولی دی.