جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کانګریس سره د افغانستان په...

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کانګریس سره د افغانستان په اړه پټ معلومات شریکوي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) د امریکا کانګریس ته نژدې ورځپاڼې (دي هیل) راپور ورکړ، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به د بایډن د حکومت له غړیو سره په یوه غونډه کې له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په اړه پټه غونډه جوړه کړي.

په امریکا کې لا هم په دې انتقادونه کېږي چې له افغانستانه یې ځواکونه په ګډوډ او وارخطا حالت کې وایستل او په عین حال کې یې خپل لسګونه زره متحدان د طالبانو خطر ته پرېښودل.

دا غونډه به د روان جون په ۱۵ مه، یعني د راتلونکې چهارشنبې په ورځ جوړه شي. په دې غونډه کې به، چې ټاکل شوې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي، د افغانستان د پالیسۍ په اړه هم خبرې وشي.

هیل ورځپاڼه زیاتوي، یوې سرچینې، چې د دې غونډې په اړه یې معلومات لرل؛ وویل، د بهرنیو چارو وزارت حاضر دی چې د غونډې یوه برخه علني وي څو له ځینو معلوماتو عام خلک خبر شي، خو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه، چې اکثره غړي یې په دیموکرات ګوند پورې تړاو لري، ټینګار کوي چې غونډه دې د بندو دروازو شا ته دایره شي.

د دې کمېټې مشري د جمهوریپال ګریګوري میکس په غاړه ده.

د کمېټې ویندوی هیل ورځپاڼې ته ویلي چې په غوڼده کې به پر هغو مسلو بحث وشي چې د افغانستان د پالیسۍ په تړاو دوی ته اهمیت لري او اکثره داسې خبرې دي چې باید علني نه وي.

ویندوی همداراز وویل، کمېټه په پام کې لري چې د هغې پرېکړې په شمول چې په نتیجه کې له افغانستانه ځواکونه وایستل شول، د افغانستان پر پالیسۍ د پوهېدو لپاره ښکاره او پټې غونډې ولري.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوه مخکښ جمهوریپال غړي مایکل مکال له هیل ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې نهیلي ښوولې چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه تراوسه پورې یې د افغانستان په اړه یوازې یوه غونډه د کمېټې د ټولو غړیو په ګډون جوړه کړې ده. دی وايي چې دا د امریکا د خلکو حق دی چې په دې اړه شفاف او کره څېړنې وشي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په باب د استازو جرګې د کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړ. بلینکن او نورو چارواکو څو ځلې نور هم د استازو او سنا جرګو د استازو په غونډو کې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ټاکل شوې ده چې په پټه غونډه کې له ۲۰۱۷ څخه د ۲۰۲۱ تر اګست پورې د امریکا د حکومت پر افغان پالیسۍ رڼا واچول شي.

په دې ناسته کې به د بهرنیو چارو وزارت ۵ جګپوړي چارواکي د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب