جمعه, مې 17, 2024
Home+د لرغونپوهنې بې جوړې مسلکي پوهاند مو له لاسه ورکړ

د لرغونپوهنې بې جوړې مسلکي پوهاند مو له لاسه ورکړ

پوهندوی آصف بهاند

د پوهاند رسول باوري مړینه

په ډېر ویر او خواشینۍ سره باید ووایم چې په افغانستان او سیمه کې د لرغونپوهنې د برخې ستره هستي نامتو پوهاند استاد محمد رسول باوري نور زموږ په منځ کې نه شته. د لرغونپېژندنې لویه علمي سټه مو له لاسه ورکړه.

بیا ویر، بیا خواشیني او بیا پر سر باندې خاورې بادول. هېڅ سړی نه پوهېـږي چې مرگی زموږ د فرهنگ او پوهې د بڼ داسې گلان په نښه کوي چې د هر یوه په رژېدو، ماتېدو او رالوېدو سره په زرگونه او لکونه او میلیونونه زړونه مړاوې کېـږي او د ویر په څپو کې ډوبېـږي.

په همدې نږدې څو ورځو کې یې لومړی ملنگ تاج محمد یاري را نه یوړ، بیا یې زړور او داسې نه ډارېدونکی ځوان راڅملاوه چې د خپل وطن، تاریخ او فرهنگ د ارزښتونو د ساتلو له پاره به د هر فرهنگي یرغلگر په مخ کې له خپل قلم او پوهې سره ولاړ و او په یکه تنه به یې ځوابونه ورکول، مصطفی عمرزی یې په ارامه او پټه خوله رانه په مخه کړ او دا دی اوس یې زموږ د زمانې د لرغونپوهنې یوازینی پوهاند رسول باوري راڅملاوه. داسې یې را نه وژني لکه چې چا یې لست ورکړی وي، ټولو ته د استاد باوري د لوی ویرد زغملو له پاره د لویې حوصلې هیله کوم.

له پوهاند محمد رسول باوري سره زه بېشمېره خاطرې لرم.

ــ له دولسم نه تر فراغت وروسته په یوه وخت د پوهنتون عمومي ازموینې ته کېناستو،

ــ دواړه د ۱۳۵۵ ام کال په پسرلي کې د ادبیاتو پوهنځي محصلن شوو،

ــ لیلیه مو یو ځای وه، یو ځل لا د یوې لنډې مودې له پاره د یوې کوټې ملگري هم وو،

ــ دی هم د مطالعې سخت شوقي و او زه هم، کله ـ کله به مو یو بل ته کتابونه په پور ورکول،

ــ په یوه وخت مو د لیسانس دوره پایته ورسوله او په یوه کال او په عین میاشت په علمي کدر کې ومنل شوو،

ــ او گڼشمېر نورې خاطرې نورې

پوهاند محمد رسول باوري په پوهنتونونو کې د خپل تدرس په موده کې په زرګونه شاگردان روزلي دي، د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د پېژندنې، رغونې او خوندي ساتلو په برخه کې یې گڼې علمي مقالې او په لسګونه کتابونه لیکلي دي. د ده دا کارونه، د دې گواهي ورکوي چې ده د خپل هېواد له تاریخ، لرغونو ابداتو او په ټول کې له فرهنگ سره څومره مینه درلوده او د خپلو مقالو او کتابونو په لیکلو سره یې نړیوالو ته د خپل هېواد څېره او فرهنگ څه ډول معرفي کاوه.

پوهاند رسول باوري د افغانستان او سیمې په کچه یو مطرح فرهنگي شخصیت او قلموال و، د سلگونو  علمي مقالو او تر دېرش عنوانه زیاتو کتابونو لیکوال و . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معین په توگه یې د خپل څلور کلن کار په موده کې، د افغانستان د هنر، فرهنګ او تاریخي ابداتو د رغونې په برخه کې دومره کار او خدمت وکړ چې هيڅ چا به نه وي کړی . ده د یو مطرح مسلکي او د لوړو زدکړو

او علمي رتبې د لرلو شخصیت په توگه د افغانستان د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب له پاره هم د قدر وړ څه کړي دي چې په علمي ډول حساب ورباندې کېدای شي.

پوهاند رسول باوري داسې علمي فرهنگي شخصیت و چې په یوې کورنۍ، سیمې او وطن پورې یې اړه نه درلوده، بلکې د ده فرهنگي هڅې او فرهنگي تولیدات دا ښيي چې دی په ټول وطن پورې اړه لري او د هېواد په فرهنگي بهیر کې یوه مطرح څېره وه. د اطلاعاتو او فرهنگ د مرستیال په توگه یې د خپل ماموریت په دوره کې داسې عملي کارونه وکړل چې د حساب وړ دي، د فرهنگ په برخه کې، په تېره د لرغونو سیمو او اثارو د پېژندلو، معرفي کولو او ساتلو په برخه کې یې د یوې لویې مؤسسې په کچه عملي کارونه وکړل.

خو اوس زموږ خلک او وطن له دې لویې علمي سټې نه بې برخې کړل او د مړینې خبر یې لکه بریښنا په رسنیو کې خپور شو. د پوهاند رسول باوري د مړینې خبر بي بي سي داسې خپور کړ:

«د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري مړ شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی باوري د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی، خو د ناروغۍ ډول یې نه دی مشخص کړی.

پر خواله رسنیو ښاغلي باوري ته نژدې سرچینو ویلي، چې نوموړی د کورونا وبا له کبله مړ شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د رسول باوري مړینه لویه ضایعه ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپله فېسبوکپاڼه د ښاغلي باوري د مړینې پر تأیید سربېره هغه د هېواد یو پېژندل شوی لرغونپوه او کلتوري څېره بللې ده.

رسول باوري چې د کابل پوهنتون استاد و، د هېواد د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره لسګونه مقالې لیکلې دي.

رسول باوري کلونه د افغانستان لرغونپوهنې په برخه کې کار کړی.»

دغه راز د تاند ویبپاڼې په خبر کې د پوهاند محمد رسول باوري د مړینې خبر داسې راوړل شوی دی:

«د افغانستان مشهور لرغونپوه او د پوهنتون استاد محمد رسول باوري ومړ

تاند (شنبه د جوزا ۲۲) د افغانستان مشهور لرغونپوه، د پوهنتون استاد او د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکینی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلنی په عمر ومړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوموړي مړینه تاییدوي او وايي چې ښاغلی باوري په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته و.

د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند وايي چې استاد باوري په تېرو څلورو کلونو کې د اطلاعات او کلتور وزارت د فرهنګي معین په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د هنر، فرهنګ او تاریخي ابداتو د رغونې په برخه کې یې بې شمېره خدمتونه کړي دي.

خو ښاغلي مومند په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل چې نوموړي کله او چېرې وروستۍ ساه ورکړه.

پوهاند محمد رسول باوري د افغانستان له مطرحو فرهنګي څېرو څخه و، مخکې یې د پوهنې وزارت په نصاب برخه کې کار کړی او ګڼ تدریسي کتابونه یې تالیف کړي دي.

نوموړی د لرغون پوهنې په برخه کې هم ګڼ اثار لري.

افغان فرهنګیان د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره علمي او فرهنګي ضایعه بولي.

تر ښاغلي باوري درې ورځې مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د کانکور ازموینو ته د چمتووالي مشهور استاد نظر زلمي او له ده مخکې د جوزا میاشتې په ۱۵مه نېټه د دري ژبې تکړه لیکوال او نظر خاوند مصطفی عمرزي هم د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.

دا په تېرو څو ورځو کې درېیمه علمي سټه ده چې د کورونا ویروس له امله نړېږي.»

د پوهاند باوري د علمي دریځ او لیکوالۍ په باب ډېر څه باید ولیکل شي او وویل شي، د ده د علمي شخصیت، قلم او چارچلن په باب پوهاند ډوکتور محمد اسماعیل یون داسې لیکلي دي:

«د سړیتوب یو بل تاریخي منار هم و نړېده:

داسې یو لیکوال و چې د هېواد دتاریخ هره ډبره او هره تړه ورته معلومه وه، تر ځمکې لاندې او د ځمکې پر سر یې د خپل وطن د تاریخ هر ه زړه پاڼه او هره زړه ودانۍ وپلټله ، پوره پنځوس کاله یې په دې کار کې ځان ستړی کړ، خو راتلونکي پښت ته یې د پنځه زره کلونو تاریخي اثار را برسېرن کړل. هم د لیک سړی و ، هم د مجلس ، هم د جرګې سړی و، هم د مرکې ، خبرې یې لکه د ګوړې په شان خوږې وې ، نثر یې خوږې شکرې وې، ډېر زغم یې درلود، هره خبره به یې په ټوکو اړوله ، د مقابل لوري ترخه خبره به یې د خواږه ځواب په پرده کې تاوه کړه، د ځینو نورو په شان یې د ورځیني سیاست او مقام په خاطر له ملګرو مخ نه اړوه، تر فکري پوخوالي او د پوهنتون تر استادۍ وروسته یې هر کال لږ تر لږه یو علمي او تاریخي اثر ټولنې ته وړاندې کړی، د ټولو اثارو شمېر یې تر (۳۰) عنوانو زیاتېږي. هېڅ باور نه کوم چې نور دې نو زموږ استاد ؛ پوهاند رسول باوري زموږ په منځ کې نه وي، د انځور صیب ، غریب صیب ، احمدزي صیب ، ډاکټر طارق رشاد ، امین جان باوري صیب او نورو ملګرو هغه مجلس به اوس څومره پیکه او بې خونده وي چې مشر باوري صیب په کې نه وي، استاده پر مخه دې ګلونه ! لوی رب ته دې د خپل ولس سلامونه وایه…»

اکادمسین کاندید استاد اعظم سیستاني د باوري د علمي شخصیت او لیکلو اثارو په باب داسې لیکلي دي:

«درگذشت یک شخصیت علمی،

با تاثر عمیق خبر درگذشت المناک پوهاند رسول باوری استاد باستان شناسی پوهنتون کابل را از طریق فیسبوک امروز شنیدم که تکاندهنده بود.

پوهاند باوری درعرصه باستان شناسی افغانستان شخصیت متخصص ومسلکی بود وخدمات ارزشمندی در راه معرفی فرهنگ باستانی کشور به جهانیان نموده است. او به مسلک خود عشق وعلاقه مفرطی داشت و دراین راه خستگی را نمی شناخت. پوهاندباوری در زمینه باستان شناسی تالیفات متعددی دارد که برای شاگردان ومحصلان باستان سناسی پوهنتونها میتوانند مِاخذ مفید وسودمند باشند.

مرگ پوهاندباوری برای جامعه اکادمیک کشور یک ضایعه بزرگ علمی بشمار میرود .

بدینوسیله مراتب غمرشریکی خود را به جامعه فرهنگی کشور و خانواده ودوستان و وابستگان پوهاند باوری عرض نموده روان او را شاد ویادش را گرامی میخواهم.»

په کابل کې د «هشت صبح» ورځپاڼې هم د پوهاند باوري د مړینې خبر خپور کړ، دا یې متن دی:

«وتلی لرغونپوه، پوهاند محمد رسول باوري د کرونا ناروغۍ له امله ومړ

د افغانستان نوموتی لرغونپوه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستيال او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باورې د کرونا ناروغۍ له امله ومړ.

نوموړی له تېرو څو ورځو راهيسې ناروغ ؤ چې تېره شپه يې روغتون کې ساه ورکړه.

پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغونپوه، ليکوال او څېړونکی ؤ، چې د کابل پوهنتون د استادۍ دندې تر څنګ په لسګونو علمي، څېړنيز اثار  او په سلهاوو څېړنيزې مقالې د لرغوني پېژندنې په برخه کې ليکلې وې.

پوهاند باوري د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لره.

د نوموړي د مړينې له امله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په ګډون د هېواد مختلفو دولتي چارواکو، سياستوالو، فرهنګيانو او اديبانو د خپلې خواشينۍ مراتب وړاندې کړي او دا يې د هېواد لپاره ستره ضايعه بللې ده.»

پوهاند باوري د افغانستان په پوهنتوني او علمي کړیو کې ځانته ځانگړی دریځ درلود، له هر استاد، همکار او شاگرد سره یې داسې اړیکې ساتلې او داسې چلند یې کاوه لکه چې خپل ورور یا د کورنۍ غړی چې یې وي. د پوهاند باوري د علمي فرهنگي شخصیت په باب د یو تن

فرهنگي خاطره داسې ده:

«استاد باوري خپل روستی کتاب ونه لید.

کابل د تنظیمي جهالت په لمبو کې سوزېده. ننګرهار پوهنتون لا د اختناق تر سیوري لاندې ساه کاږله، چې موږ هلته تورې دړې ته کېناستلو.

د تاریخ استاد مو استاد باوري و.

زما ملګري او ما، چې ګډ سیاسي – ملي فکر مو درلوده، د پېژندنې په لومړیو ورځو کې له استاد سره خپل فکر شریک کړ، لنډه یې راته وویل:

د وطن لپاره ستاسو په شان د ویښو ځوانانو ژوندي پاتېدل مهم دي، اول هڅه وکړئ، چې ژوندي پاتې شئ، تر هغه روسته خپلې روښانتیايي مبارزې ته لاره ګودر موندلی شئ…

تر هغه روسته مو دغه پیاوړی استاد ملګری شو او دا دی، د ده د ویاړلي ژوند تر پایه مو هم استاد او هم ملګری و.

له استاد باوري سره مو بیخي زیاته د خوږو خاطرو ملګرتیا وکړه؛ ګډ سفرونه، غورې، خنداوې، پر ملي مسایلو خبرې، شعر، ادبیات، تاریخ، لرغونپوهنه، اسطورې…

هرڅه.

پر ما مهربان استاد خپل روستي چاپ شوي کتابونه تهران ته راولېږل او د نوروز د سرود رسمیت لپاره یې ځانګړی اهتمام وکړ.

د ده روستنی کتاب (باستانشناسی عصر فلزات؛ مدنیت های اولیه افغانستان) مې اوس هم د میز ترڅنګ ایښی دی. دا مو ورته دلته، په ایران کې، د ایکو فرهنګي موسسې له خوا چاپ کړ.»

د کتاب د چاپ زیری مې ورولېږه، خو لومړی ځل و، چې استاد ځواب رانه کړ. اندېښنه مې شوه، قدرمن انځور صاحب ته مې زنګ وواهه، انځور صاحب یې د ناروغۍ بد خبر راکړ. اندېښنه مې زیاته شوه. انځور صاحب ته مې د هغه د نوي کتاب عکس ورولېږه، ومې ویل: د کتاب د چاپ زیری پرې وکړئ، ښايي یوڅه ورته خوښ شي، په دې ناروغي کې رواني پیاوړتیا مهمه ده.

تر دې هاخوا مو څه کړلای شو؟

په منډه مې خپل یو همکار ته لس ټوکه د استاد باوري نوی چاپ شوی کتاب وروسپارل، چې کابل ته یې ورسوي.

زما همکار لا په کابل کې د استاد د کتابونو د وررسولو هڅه کوله، چې نن سهار زما د استاد، زما د ملګري، زما د همراز، زما د لارښود او بالاخره زما د مشر خو همزولي غوندې خوږ انډیوال د بېلتانه خبرونه خپاره شول… او زما استاد لکه چې خپل روستی کتاب ونه لید.

آخ مرګیه څه اسان شوې،

څه ارزان شولې مرګیه…

د استاد باوري سترې کورنۍ، کابل پوهنتون، د هغه شاګردانو، د لرغونپوهنې او تاریخ مینه والو او د افغاني فرهنګ کهول ته یې د تللو د غم زغم غواړم او خپلې اوښکې ورسره شریکوم.»

د پوهاند محمد رسول باوري بیوگرافي:

د پوهاند محمد رسول باوري بیوگرافي پخوا هم په بېلابېلو پتو کې خپره سوې ده. له ټولو هغو فرهنگیانو نه چې د ده بیوگرافي او فرهنگي هڅې یې ثبت کړې او خپرې کړې دي، مننه کوم، خو د دې خبرې یادول اړین دي چې د ده ورستیو فرهنگي فعالیتونو ته په کتو سره هغه پخوانۍ خپرې شوې بیوگرافیانې نیمگړې بریښي چې یو بېلگه یې په ویکیـپـیـدیا کې اېښودل شوې ده. هلته له یوې خوا ډېره نیمگړې او لنډه ده او له بلې خوا په ایرانۍ فارسي خپره شوې ده.

د پوهاند وحمد رسول باوري بیوگرافي په بېنوا ویبپاڼه کې د دوه زره شپـږم کال په فبرورۍ کې خپره شوې ده چې همافه وخت ما د معلواتو په زېرمتون کې خوندي کړې وه، دا یې متن دی:«

د خپریدو نیټه: 2006-02-17 مخپرونکئ : عبدالله احسان

پوهنوال محمد رسول باوري

ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧ زېږديز کال ) د روزګان ولايت د دهراوت په ولسوالۍ کي زيږيدلی،

۱۷ فبروري ۲۰۰۶

ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧زېږديز کال) د روزګان ولايت په  دهراوت ولسوالي کي زيږيدلی، په ١٣٥٢ لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤لمريزکال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانګي ته شامل شو ، په ١٣٥٨ لمريز کال يې د کابل پوهنتون د ليسانس دپلوم تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کي يې  د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستل خو لا نتيجه څرګنده نه وه چي په ١٣٥٩ لمريز کال د غوايي په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپـږ مياشتنۍ دورې ته وليږل شو، د ښاغلي باوري په وينا د چوپړ دا دوره هر شپـږ مياشتي وروسته جبراً شپـږ مياشتي نوره اوږدېدله او د اتلسو مياشتو وروسته په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي  يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړه  . د همدې کال د مرغومي په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني ډيپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل کړه .

ښاغلي باوري د خپلي دندي تر څنګ  د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کال د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ يا  .ام . اې . دپلوم تر لاسه کړ.

ښاغلي  رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧٧ لمريز کاله پوري يې بېله ځنډه د کابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني په ډيپارټمنت کي د استاد په توګه دنده تر سره کړېده .

استاد رسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايح ) سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالۍ  پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چي له هغو څخه پنځلس عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون ، علومو اکاډمۍ او يوشمير بهرنيو علمي موسيسوله خوا  چاپ او خپاره شويدي .

چاپ شوي اثار:

١ _ د روښانيانو غورځنګ  (مونوګراف  چي وروسته خپور شو) ١٣٥٨ .

۲ _  اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦١  .

۳ _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٤ .

۵ _  باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٥  .

۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

۷ _  افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه  ١٣٦٧.

۸ _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

۹ _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم  ١٣٦٩  .

۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون  ١٣٧١  .

۱۱ _  موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه   ١٣٧٤ .

۱۲_  لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان  فرهنګي ودي  ټولنه ١٣٨١

۱۳ _ په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.( د ساپي پښتو خپرونو مرکز له خوا تر چاپ لاندي )

۱۴ – په انګريزي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)

۱۵ – په هالنډي ژبه ( Samenwerken in Drenthe. 2003 .( Assen: Nederland

 Rasol Bawary Rasol Bawari

 خپريدو ته چمتو اثار:

١ _ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي  .

٢ _ لرغونې نړۍ  .  ( د ژباړل شويو مقالو ټولګه  )

٣ _ لرغونی افغانستان او ګاونډي هيوادونه  .

٤ _ د مټن او لنډيانې بابوزي  ( اتنوګرافيکي څيړنه )

٥ _ نيوکي او ګيلې، (په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني)

 تر دوه سوه زياتي مقالې يې دهيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ  شويدي . تر پنځوس زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې ګډون کړيدﺉ . په ١٣٦٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون  د ادارې له لوري  د زيار کښ استاد ستاينليک تر لاسه کړﺉ او په ١٣٧٤ لمريز کال يې  د محمود طرزي د ليکوالۍ دولتي نښان ګټلی دی .

له بده مرغه دکابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي دغه استاد ( باوري)  د ١٣٧٧ لمريز کال راوروسته د هيواده ليري او د يوشميرنورو افغان روڼ اندو په څېر په هالنډ هيواد کي کډوال دی ،اودا مهال دهالنډ د خروننګين (Groningen) په ښار کي د لرغونپوهني انستيوت د لرغونپوهانو سره يوځای د هالنډ هيواد دبېلا بېلولرغونو سيمو په سپړنو تر څنګ دسلام فرهنګي ټولني د ويبپاڼي چاري هم پر مخ بيايي. عمر يې ډېر او پر قلم يې برکت!»

یو څه لنډه، خو د اعتبار وړ بیو گرافي یې بي بي سي پښتو د ده د مړینې په مناسبت خپره کړې ده، د هغې بیگرافۍ متن دا دی:

«استاد محمد رسول باوري په ۱۳۳۶هـ ل کال د روزګان په دهراوت ولسوالۍ کي زېږېدلی، لومړنۍ زدکړې یې هلته کړې، بیا د کابل پوهنتون د تاریخ څانګې ته کامیاب شوی، تر هغه وروسته یې په هالنډ کې لرغونپوهنه کي ماسټري کړې ده او دکابل پوهنتون د لرغونپېژندنې ډیپارټمینټ استاد و.

رسول باوري د هالنډ په Rijksuniversiteit Groningen پوهنتون کې هم استادي کړې ده، وروسته د افغانستان د پوهنې وزارت کې د نصاب مسؤل، بیا د خوست د شیخ زاید پوهنتون مسؤلیت، وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپېژندنې د ډیپارټمینټ مسؤل او په وروستیو کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال پاتې شوی.

استاد باوري تر ۳۰ ډېر علمي اثار او تر سلګونه علمي او څېړنیزې مقالې لیکلې دي، چې ځینې یې دا دي:

_ د روښانيانو غورځنگ ١٣٥٨ .

_ اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون ١٣٦١ .

_ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

_ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤ .

_ باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥ .

_ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

_ افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧.

_ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

_ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩ .

_ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٧١ .

_ موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه ١٣٧٤ .

_ لرغونپوهنه ، عملي لارې چارې؛ په جرمني کې دافغانستان فرهنگي ودې ټولنه ١٣٨١

_ په افغانستان او گاونډيو هېوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.

_ لرغونې نړۍ ( د ژباړل شويو مقالو ټولگه)

_ لرغونی افغانستان او گاونډي هېوادونه

_ د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوگرافيکي څېړنه)

د پوهاند باوري د مړینې په مناسبت د دې مقالې د لیکلو په لړ کې را په یاد شول چې خورایکښ فرهنگي احمد ولي اڅکزي سره یې کېدای شي بشپـړه بیوگرافي وي، نو مې داسې د مرستې غوښتنه ځینې وکړه:

آصف بهاند:

سلامونه!

د باوري صاحب د مړینې په پار تاسو ته او د افغانستان ټولو خلکو او فرهنگیانو ته تسلیت وړاندې کوم.

د باوري صاحب بشپـړه بیوگرافي مې په کار ده او بله دا چې ده خدایبښلي یوه ویبپاڼه درلوده چې د هغې نوم څه و، که یې لینک راولېـږې، ښه به شي.

احمد ولي اڅکزی:

وعليکم سلام محترم استاده،

هو د باوري صاحب سره دي الله ښه وکړي. له بده مرغه چي زما سره د هغه بيوګرافي نسته. له بده مرغه د پاڼي نوم مي يې هم ندی په ياد. که مي کوم نوي معلومات پيدا کړل، نو ان شالله خامخا به يې درسره شريک کړم.

په ډېر احترام

آصف بهاند:

سمه ده، مننه،

له ما سره یې څو ډوله بیوگرافیانې سته، ما ویل چې له ټولو نه یوه بشپـړه بیوگرافي را وباسم.

احمد ولي اڅکزی:

آباد اوسئ

له کندهار پوهنتونه همدا اوس يو استاد پيغام وليږئ چي د مرحوم استاد بيوګرافي يې رالېـږلې ده او دا چي پر قاموسونه يې خپره کړم. له هغه مخکي به يې ستاسو سره شريکه کړم.

څو لنډې شیبې وروسته یې د پوهاند باوري دا بیوگرافي راولېږله، له احمد ولي اڅکزی او په کندهار پوهنتون کې له لیکونکي او رالېـږونکي په مننې سره یې دلته خپروم:«

د پوهاند محمد رسول باوري لنډ ژوند ليک:

نوم: محمد رسول

تخلص: باوري

د زېږېدو کال: ١٣٣٦ش.

د زېږېدو ځای: دهراوت اولسوالي- روزګان

د کورنۍ غړي: (مېرمن، دوه زامن، یوه لور)

لوړي زده‌کړي:

  • ١٣٦٢-١٣٦٤ش. _ په تاریخ کي ماسټري- کابل پوهنتون
  • ١٣٥٤-١٣٥٨ش. _ په تاریخ کي لیسانس– کابل پوهنتون
  • ١٣٤٢-١٣٥٤ش. _ بکلوريا – سیدال خان لېسه – روزګان

دندې:

  • ١٣٩٥ش. _ له ٢٨ جدي څخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین او سرپرست
  • ١٣٩٤ش. _ د کابل پوهنتون د لرغونيپوهني د څانګي استاد
  • ١٣٩١-١٣٩٤ش. _ د شیخ زاهد پوهنتون رئیس- خوست ولایت
  • ١٣٨٩-١٣٩١ش. _ د کابل پوهنتون د لرغونپوهني په څانګه کي بیا تقرر
  • ١٣٨٨-١٣٨٩ش. _ د وزارت معارف د نصاب ادارې د تاریخ د برخي رئیس
  • ١٣٨٣-١٣٨٧ش. _ د هالنډ د ګروننګین دولتي پوهنتون استاد
  • ١٣٧٧ش. _ هند ته مهاجرت
  • ١٣٦٠-١٣٧٦ش. _ د کابل پوهنتون، د اجتماعي علومو پوهنځي، د لرغون پوهني د څانګي استاد.

پوهاند محمد رسول باوري د لوړو زده‌کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره سم له پوهیالی علمي رتبې څخه تر پوهاند علمي رتبې پوري رسېدلی دئ.

چاپي آثار:

۱ ــ  د روښانيانو غورځنګ (د ليسانس دورې مونوګراف) ١٣٥٨ش.

۲ ــ  اُصول و تحقيقات باستانشناسى، کابل پوهنتون، ١٣٦١ش.

۳ ــ  باستانشناسى کشورهاى همجوار، کابل پوهنتون، ١٣٦٤ش.

۴ ــ  باستانشناسى شرق ميانه، کابل پوهنتون، ١٣٦٥ش.

۵ ــ  اُصول ترميم و بازسازى اثار باستانى، کابل پوهنتون، ١٣٦٦ش.

۶ ــ  افغانستان در عهد باستان، مطبعه دولتى، ١٣٦٧ش.

۷ ــ  باستانشناسى ساحوى (اُصول حفريات)، کابل پوهنتون، ١٣٦٨ش.

۸ ــ  لرغونپوهنه، پرنسيپونه او مېتودونه، ملى موزيم ، ١٣٦٩ش.

۹ ــ  باستانشناسى مدنيتهاى اوليه افغانستان،

۱۰ ــ  موزيم شناسى و سير موزيم ها در افغانستان، دسپک خپرندويه ټولنه، ١٣٧٤ش.

۱۱ ــ لرغنپوهنه، عملي لاري چاري، د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، ١٣٨١ش.

  1. Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999. Assen: Nederland
  2. Samenwerken in Drenthe.2003. Assen: Nederland Archaeologie

۱۴ ــ  موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو لوړي ژوري، د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه، ١٣٨٦ش.

۱۵ ــ  لرغونى افغانستان، د ميدان وردګ ولايت د ليکوالو په نوښت، د مڼې ګل مشاعرې په وياړ، ١٣٨٨ش.

۱۶ ــ  لرغونې نړۍ(د مقالو ټولګه)، د پکتیا پېژندني سیمینار په مناسبت، ١٣٨٩ش.

۱۷ ــ  په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کي نړيوال کلتوري ميراثونه، د افغانستان د علومو اکاډمی.

۱۸ ــ  د لرغپوهني بنسټونه، د نشراتو ریاست، لوړو‌ زده‌کړو وزارت، ١٣٩٢ش.

۱۹ ــ  د افغانستان د تاريخ پنځوس پاڼي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ١٣٩٢ش.

  • تر ٣٠٠ ډېري مقالې چي په هیواد کي او تر هیواد دباندي نشریو او ویبپاڼو کي خپرې سوي دي.
  • در بيش از ١٠٠ سيمنارهاى علمى اشتراک کرده. تر ۱۰۰ په ډېرو سیمینارونو کي ګډون
  • په ۱۳۶۵ش. کال د محمود طرزي مډال کي ئې تر لاسه کړی.»

د پوهاند محمد رسول باوري د مړینې په پار د خواشینۍ او ډاډگېرنې ځینې پیامونه:

عبدالباري جهاني:

«انّا لله و انّا الیه راجعون.

په ډېره ژوره خواشیني مي خبر ترلاسه کړ چي د افغانستان مشهور او زحمتکښ لرغونپوه پوهاند محمدرسول باوري وفات سو. له باوري صاحب سره مي له نیژدې لږ خو له لیري ډېر او ژور پېژندل. د هغه هر د افغانستان په لرغون پېژندنه کي په خپل ځای کي یوه اضافه ده. د شخصیت په باره کي تر خبرو به یې ځکه راتېر سو چي تر فرشتې په کمه نه وو. پاک سپېڅلی او ملنګ سړی وو. زیات و کم څلور کاله یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د فرهنګي مرستیال په حیث، په پوره ایمانداري او پاکي کار وکړ. د دې تر څنګ یې د هیواد لپاره په زرهاوو شاګردان وروزل او د لرغون پېژندني په برخه کي یې داسي آثار ولیکل او ټولني ته یې وړاندي کړل چي سړی په پوره جرأت سره ویلای سي چي که د افغانستان منورین د کتابونو او بِکرو آثارو په لیکلو پوروړی کېدلای سي نو باوري صاحب پر هیواد باندي ډېر دروند پور لري. زه د باوري صاحب ټولي محترمي کورنۍ او دوستانو ته د زړه صبر او اجر غواړم. حق متعال دي له پوهاند صاحب سره، چي په ریشتیا هم بې وخته راڅخه ولاړ، ښه وکړي. آمین.»

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر پیام:

پیام تاثر وهمدردی محمدطاهر زهیر، سرپرست وزارت اطلاعات وفرهنگ در پیوند به درگذشت پوهاند محمد رسول باوری، معین پیشین وزارت اطلاعات وفرهنگ و استاد پوهنتون کابل

کابل/ 22 جوزا/ باختر

با تاسف و تالم فراوان دریافتم که پوهاند محمد رسول باوری، معین پیشین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ، استاد پوهنتون کابل، باستان شناس و شخصیت فرهنگی شناخته شدۀ کشور بنابر مریضی یی که عاید حالش بود، چشم از جهان بست.

شادروان پوهاند باوری، سال های زیاد عمرش را وقف کارهای علمی – پژوهشی در عرصۀ تاریخ به ویژه باستان شناسی و همچنان فرهنگی کرد. در پوهنتون کابل به عنوان استاد ایفای وظیفه کرد و محصلان زیاد را آموزش داد و کادرهای ورزیده تربیه کرد.

خدمات وی در عرصۀ باستان شناسی قابل تقدیر وتحسین است. او آثار متعددی نوشت و به دانشمندان، محققان و به ویژه نسل جوان به عنوان سرمایۀ گران بهای علمی به میراث گذاشت. همچنان پوهاند باوری به عنوان معین فرهنگ وهنر وزارت اطلاعات و فرهنگ نیز موفقانه ایفای وظیفه کرد. در این سمت او ابتکارات موثر به خاطر رشد وتوسعۀ فرهنگ و هنر روی دست گرفت، به ولایت های افغانستان سفر کرد و هفته های فرهنگی برگزار کرد. او به خاطر توسعه و شکوفایی فرهنگ وهنر افغانستان خواب ها و آرمان های زیادی داشت که متاسفانه مرگ نا به هنگام برایش مجال و فرصت تحقق این آرمان ها را نداد.

درگذشت استاد پوهاند محمد رسول باوری، یک ضایعۀ بزرگ در عرصۀ علم، فرهنگ و هنر کشور است. من با ابراز عمیقترین مراتب تاثر و همدردی، از بارگاه خداوند متعال برای استاد باوری جنت برین و به خانواده، نزدیکانش و همچنان وزارت اطلاعات وفرهنگ و پوهنتون کابل و همۀ جامعۀ علمی و فرهنگی کشور صبر وشکیبایی آرزو می کنم.

روح استاد پوهاند باوری شاد و یادش گرامی باد!

د نهرو پوهنتون پیام:

«د نهرو پوهنتون د پښتو څانګې د غمرازۍ پیغام!

په ډیرې خواشینۍ خبر شوو چې د کابل پوهنتون پياوړي استاد او څیړنې د نوي ټکنالوژۍ او نوې تیورۍ سره آشنا، دلرغونپوهنې متخصص استاد محمدرسول باوري دخپلې خوشاله څیرې او ښه سلوک اوبرخرد سره حق را پل اوپه ابدي سفر ولاړ.

ارواښاد پوهاند باوري دکابل پوهنتون دلرغونپوهنې دبرخې له نومیالیو استادانوڅخه و چې دخپل ژوند ډیره برخه یې د هیواد د بچیانو په زده کړه او روزنه کې تیره کړه، دی یوفعال اوخوځنده استاد اود هیواد ملي ګټو، ترقۍ اوبسیاینې ته وفادار و او په دغه لاره کې یې د پاملرنې وړ ملي هلې ځلې د هیریدو نه دي.

دنهرو پوهنتون استادان او زده کونکي چې له ده سره یې له نژدې پژندګلوي درلوده، ځکه استاد دوه کاله مخکي د (هند افغان اونۍ) په جوړشوي پروګرام کي هند ته راغلی و اوزموږ د محصلینو سره یې دنژدې وکتل .

د دغه نومیالي استاد مړینه یوه لویه ضایعه ګڼي او د ناڅاپي مړینې له امله خپل تسلیت او خوا خوږي دکابل پوهنتون مشرتابه، درنو استادانو او د استاد درنې کورنۍ ته په خواشینۍ سره وړاندې کوي او له پاک خدایه ورته دفردوس جنت هیله لري .

یاد یې تلپاته.

په درناوي

نوی ډیلی

نهرو پوهنتون

د جون دولسمه

د افغان لرغونپوه پوهاند رسول باوري مړینه لویه فرهنگي ضایعه ده او نه شتون یې د افغانستان او سیمې په علمي ـ پوهنتوني کړیو او د فرهنگ په دایره کې په تيره لرغونپـوهنه کې یوه ستره علمي فرهنگي تشه گڼل کېـږي، گوره چې دا تشه به بیا کله ډکه شي.

د پوهاند رسول باوري ارواح دې ښاده او یاد یې تلپاتې وي!

1 COMMENT

  1. DE LOYEE KHUDAYEE PA NAMAH;
    DE MARKHOOM BAWAREEY SAHIB DE PAK ROOKH TAH DE AL LAH NAH DE JANATOONO
    GHOKHTENAH KAWOOM/ROKH DEE KHAAD WEE.
    AW DE KORANY DE PARAH YY DE SABER GHOKHTOONKI YEEM

    PA DERNAWEE
    razmohammed kamawal newyorker

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب