Homeخبرونهکانګریس افغان ترجمانانو ته د وېزې د ورکولو پرېکړه وکړه خو کورونا...

کانګریس افغان ترجمانانو ته د وېزې د ورکولو پرېکړه وکړه خو کورونا خنډ پېښ کړ

تاند(شنبه، د جوزا ۲۲) کانګریس افغان ترجمانانو او نورو هغو افغانانو ته د امریکا د وېزو د ورکړې پرېکړه وکړه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی خو په افغانستان کې دننه د کورونا وبا د چټکې خپرېدا له کبله د امریکا د سفارت کونسلي څانګه، چې وېزې صادروي، بنده شوه.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا په سنا جرګه کې د دواړو ګوندونو د سناتورانو یوې ډلې د هغه پروګرام د ښه کېدو غوښتنه وکړه چې پر اساس یې هغه کسان امریکا ته بلل کېږي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې ده.

د دوی له لوري د وړاندې شوې لایحې په مسوده کې ویل شوي چې تر ۲۰ زره پورې هغو افغانانو ته دې د امریکا وېزې ورکړل شي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکایانو سره د ترجمانانو په توګه یا په نورو برخو کې همکاري کړې ده.

خو د کانګریس د سنا جرګې د غړیو له دې پرېکړې وروسته په کابل کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کورونا وبا د پېښو د زیاتېدو له کبله په دې هیواد کې د وېزې د ورکولو ټول خدمات دروي.

د امریکا د سفارت له اعلان سره سم، سر له سبا (یکشنبې/ د جوزا ۲۳) د امریکا د سفارت او کونسلګریو کونسلي برخې بندېږي.

دې ته ورته پرېکړه په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...