سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکايي سناتور: ممکن د ځواکونو بیا لېږلو ته مجبوره شو

امریکايي سناتور: ممکن د ځواکونو بیا لېږلو ته مجبوره شو

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۳) د امریکا د کانګریس د سنا جرګې یو غړی مایک والټز وايي، دا احتمال شته چې امریکايي پوځیان د مجبوریت له مخې بیا افغانستان ته لاړ شي.

ښاغلي والټز، چې له فلوریډا ایالت څخه د جمهوریپال ګوند استازیتوب کوي، د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، که په افغانستان کې امنیتي ګواښونه زیات شي، امریکايي پوځیان مجبوره دي چې بېرته دغه هیواد ته لاړ شي.

والټز وویل، ډېر احتمال شته چې د طالبانو له لوري د سیمو له لاندې کېدو وروسته القاعده راوړاندې شي او پر امریکا د حملو پلانونه جوړ کړي.«په داسې حالت کې به موږ مجبوره شوو چې بیا افغانستان ته وګرځو.»

ده د هغو استخباراتي معلوماتو غوښتنه وکړه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا پوځ او استخبابارتو ترلاسه کړي څو افغانستان ته د ځواکونو د بیا لېږلو په صورت کې ورڅخه کار واخیستل شی.

والټز یوه موده په افغانستان کې پوځي ماموریت کړی دی.

له بلې خوا د استخباراتو او امنیت په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون مرستیال رونالډ مولټزي د ښاغلي والټز د څرګندونو په غبرګون کې وویل، «دا کټ مټ داسې موضوع ده چې موږ پرې غور کوو. باید ډاډه شوو چې استخباراتي ادارې پرې کار کوي.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې ټول امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسي خو د ځواکونو د ایستلو پروسه تر دې خورا چټکه ده او د امریکا د د فاع وزیر او نورو چارواکو په وینا ټول امریکايي پوځیان به د جولای تر نیمايي مخکې له افغانستانه وتلي وي.

کتونکي وايي، که افغانان په اوسنیو شرایطو کې په خپل منځ کې جوړ را نه شي، ډېر احتمال شته چې یو وار بیا امریکايي پوځیان افغانستان ته راشي. دوی دا احتمال هم نه ردوي چې که امریکايي پوځیان را نه شي د نورو هیوادونو ځواکونه به له شرایطو د ځان په ګټه کار واخلي.

1 COMMENT

  1. KEY OF ALL PROBLEMS IS PAKISTAN.
    IF PAKISTAN STOP SUPPORTING OF TALIBS.TALIBS ARE NOTHING.
    RIGHT NOW PAKISTANI MILITARY OFFICERS IN FIGHT WITH AFGHAN ARMY.
    EVERY DAY TENS OF PAKISTANI KILLING BY AFGHAN KUMANDO
    USA/NATO /UNITED NATION MUST BRING POLITICAL PRESSURE ON PAKISTAN TO STOP SUPPORTING OF TALIBS.
    THOUSANDS OF PAKISTANI ARE IN PRISSON WITH AFGHAN GOVERNMENT.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب