سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۶) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۶) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

شپږ ویشتمه برخه

له اوراکل تر ریجنټه پورې

« اوراکل  Oracle هغه کس ته ویل کیږي چې ډیر هوښیار وي او وړاندویونکی او غیبویونکی وي. او ریجنټ نایب السلطنه ته ویل کیږي چې د باچا په نه شتون کې او یا کله چې باچا تر اتلس کلنۍ کم وي د حکومت چارې پرمخ بیايي. ژباړن»

کله چې ګوګل، فیسبوک او نور الګوریتمو په تمامه مانا په غیب ویوونکي او اوراکل بدل شي بیا نو په اجنټانو او ورپسې په رجنټانو هم بدلیداي شي.۳۳

 د دې لپاره چې پوه شو څنګه دغه کار کیداي شي نو غوره ده د  Waze اپلیکیشن ته اشاره وکړو چې د GPS په اساس د لارو د موندلو  لپاره د میلیونونو ډریورانو له لوري کارول کیږي. Waze یوازې یوه نقشه نه ده. میلیونونه ډریوران ېې هره ورځ اپډیټ کوي چې د ترافیکو ګڼه ګوڼه، د ګاډو ټکر او د پولیسو موټر پرې مالوم کړي چې چېرته ولاړ دي. په دې ډول Waze درسره مرسته کوي چې له ګڼه ګوڼې ځان لیرې کړې او د مقصد ځاي ته ژر او بې جنجاله ورسېږې. کله چې ته یوې څلور لارې ته ورسېږې او باطني احساس دې درته ووايي  چې ښي لوري ته راتاو شه خو Waze درته ووايي چې کیڼې خوا ته لاړ شه. نو یوه موده وروسته به پوه شې چې باید تل د خپل زړه په ځاي د Waze په وړاند وینه او یا لارښوونه عمل وکړې.۳۴

په حقیقت کې د Waze الګوریتمونه دلته د اوراکل یا غیب ویونکي په شان دي او موږ ته چوپړ کوي. موږ پوښتنه کوو او اوراکل یا غیب ویونکی ځواب راکوي خو پرېکړه زموږ په لاس کې ده. البته  کله چې Waze زموږ باور ترلاسه کړي او تل ېې وړاندوینې سمې وي نو بل منطقي ګام به دا وي چې هغه زموږ په اجنټ یا مدیر بدل شي. موږ الګوریتم ته وروستی مقصد او مزل ورکوو، همدا بسنه کوي چې الګوریتم موږ مقصد ته ورسوي له دې پرته چې موږ الګوریتم وڅارو چې چېرته ځي او کومه لار راښيي. د Waze  په کیسه کې دا هم شونې ده چې موږ Waze په داسې ګاډو کې ولګوو چې له ډریور پرته حرکت کوي. نو Waze ته یه یوازې وایو چې د مثال په توګه« په بیړه ما کور ته ورسوه» او یا « په داسې لار لاړ شه چې ښکلې منظرې لري» او یا ورته ویلی شئ «په داسې لار لاړ شه چې هوا ېې پاکه وي». دلته دا موږ یو چې الګوریتم ته امر کوو او ورته وایو چېرته لاړشي خو نور ېې موږ Waze الګوریتم ته پرېږدو چې دغه امر اجرا کړي. خو وروسته به خبره دې ته ورسیږي چې دغه الګوریتم ټول کنټرول ترلاسه کړي  او په ریجنټ یا نایب السطنه به بدل شي. زموږ په پرتله د الګوریتم پراخ واک او زیاتې پوهې ممکن دا زمینه برابره کړي چې له انسانه ګټه اخیستل پیل کړي او یا مو په بشپړه توګه په خپل واک کې ولري. زموږ غوښتنو ته به بڼه ورکوي او زموږ په ځاي به پرېکړې کوي. تصور وکړه Waze دومره ښه شي چې ټول خلک ترې ګټه پورته کړي، او داسې وانګیره چې په لومړۍ نمبر لاره کې د موټرو ګڼه ګوڼه ډیره ده خو په دویم نمبر سړک بیروبار ډیر کم دی. اوس که Waze ټولو ډریورانو ته ووايي چې په دویم سړک ګاډي کم دي نو په دویم سړک هم ګڼه ګوڼه جوړیږي. کله چې ټول خلک له یوه ډول اوراکل یا غیبویونکي ګټه پورته کړي او ټول پرې باور ولري طبیعي خبره ده چې اوراکل یا غیبویونکی به په ریجنټ یا نایب السطنه بدل شي. دا په دې مانا ده چې Waze زموږ په ځاي فکر کوي. ښايي دا نیمايي چلوونکو ته خبر ورکړي چې په دویم نمبر سړک ګڼه ګوڼه کمه ده او نیمايي نور په دې مسلې خبر نه کړي. نو په لومړي سړک به ګڼه ګوڼه کمه وي له دې پرته چې دویم سړک هم بند شي.

مایکروسافټ په لټه کې دی یو بل پرمختللی سیسټم رامنځته کړي چې کارتانا «Cortana» نومیږي. دغه نوم د Halo په نوم د دې کمپنۍ د ویډیويي لوبو د مصنوعي ذهن د یوه اتل له له نومه اخیستلی دی. کورتانا یو شخصي مرستیال دی چې مایکروسافټ هڅه کوي هغه د وینډوز په راتلونکي یو پروګرام کې ځاي په ځاي کړي. د وینډوز له کاروونکو څخه به غوښتل کیږي چې کورتانا ته اجازه ورکړي چې د دوي ټولو فایلونو، ایمیلونو، او اپلیکشنونو ته لاسرسی پيدا کړي او له دې لارې به له خلکو سره اشنا کیږي او په هره برخه کې به مشوره ورکوي او په عین حال کې به د کاروونکو لپاره به د یوه مدیر یا ایجنټ رول لوبوي چې د علاقې وړ مسلو کې به د هغه استازیتوب کوي. کورتانا به تا ته درپه زړه کوي چې  سبا دې د میرمنې کلیزه ده حتمن یو ډالۍ ورته واخله، ډالۍ به هم درته غوره کوي او په رستورانت کې به درته یو میز هم ریزرف کوي. دغه راز درته وايي به له غرمې مخکې دې درمل وخوره. کورتانا دا پيغام هم درکولی شي چې که همدا اوس لوستل بند نه کړې نو یوې تجارتي غونډې ته به ناوخته ورسېږې. کله چې غونډې ته ننوځې کورتانا به درته وايي د وینې فشار دې لوړ دی او د ډوپامین اندازه کمه شوې ده او بیا به درته وايي په دغسې یو حالت کې په تجارتي برخه کې تاوان کولی شې. نو ته به مجبوره ېې چې ډیر پام وکړې او حتي ممکنه ده په خپله تجاري تړون لاسلیک نه کړې. کله چې کورتانا له غیبویونکي یا اوراکل څخه اجنټ یا مډیر ته لوړ شي نو دوي به د انساني خاوندوانو یا کاروونکو په ځاي له یو بل سره خبرې کوي. بیا نو خبره دې حد ته هم رسیږي چې زما کورتانا به ستا له کورتانا سره اړیکه نیسي د کتلو وخت او ځاي به ټاکي. بیا به د کار خاوند یا ېې د کمپنۍ او فابریکې مشر ما ته وايي اړتیا نه شته ماته خپله سي وې راولیږې ښه به دا وې چې زما کورتانا ستاسو له کورتانا سره اړیکه ونیسي. بیا نو د دواړه لورو کورتانا له یو بل سره خبرې کوي او د خاوندوانو یا کاروونکو له خبرتیا پرته یوې پرېکړې ته رسیږي. په دې مانا چې زما په ځاي به پرېکړه کوي. یا دا چې  د یوه مئین کورتانا د خپلې مئینې له کورتانا سره اړیکه نیسي. له دې پرته چې دغه دوه کسان له یو بل سره وګوري او یو بل خوښ کړي د دواړو کورتانا له یو بل سره خبرې کوي او ضروري معلومات یو بل ته ورکوي او که له یو بل سره جوړ شول نو د واده پرېکړه هم کولی شي.

کله چې کورتانا نور هم پرمختللی شي نو بیا له یو بل سره سیالي کوي او هر یو غواړي د خپل کاروونکي یا خاوند غوښتنو او علاقې وړ شیان پوره کړي او د مقابل لوري د کورتانا د غولولو هڅه به کوي. په دې ډول به د تجارت او په ګډ ژوند کې د شریک په غوراوي کې به بریالیتوب په دې پورې اړه لري چې ستا کورتانا څومره تکړه او پېاوړې ده. شتمن کسان چې پرمختللې او ښه کورتانا به لري د بې وزلو په پرتله چې وروسته پاتې کورتانا لري ډیر امکانات او ښیګڼې ولري.

تر ټولو هیښوونکې مسله د کورتانا د خاوند او کاروونکي هویت دی. لکه چې مخکې مو وویل انسان فرد او واحد نه دی او یو واحد او کُلي باطن او ځان نه لري. نو کورتانا به د چا ګټو ته پام کوي؟ تصور وکړئ زما توضیحي باطن پرېکړه کوي چې له نوي کاله به کم او مناسب خواړه خورم، د سپورت کلب یا جیم ته به ځم. یوه اونۍ وروسته کله چې غواړي سپورتي کلب ته لاړ شي د کورتانا تجربه کوونکی خاوند له هغه پوښتنه کوي چې که په کور پاتې شي، تلویزیون وګوري او یوه پيتزا هم راوغواړي کورتانا باید څه وکړي؟ ایا هغه باید د دغه تجربه کوونکي ضمیر خبره ومني او که د توضیحي باطن یا ضمیر د یوې اونۍ مخکې ژمنې ته ژمن پاتې شي.

ښايي ته دغه پوښتنه وکړې چې کله چې توجیه کوونکی یا توضیحي باطن یوه شپه مخکې زنګ لرونکي ساعت کوک کړي چې تجربه کوونکی ضمیر په خپل وخت کار ته لاړ شي نو د دې او کورتانا ترمنځ څه توپیر شته ؟ خو کورتانا د زنګ لرونکي ساعت په پرتله پر ما د ډیرې واکمنۍ غوښتونکی دی. تجربه کوونکی ضمیر د ساعت بټن کېکاږي او د ساعت زنګ خاموشه کړي. خو کورتانا له بلې خوا ما ډیر ښه پيژني او ښه پوهېږي چې کومه بټن کېکاږي چې ما اړ کړي د هغه خبرې ومنم. په دې لوبه کې د مایکروسافټ کورتانا یوازې نه ده. Now Goo او د اپل Siri هم په همدې لوري روان دي. امازون هم داسې الګوریتمونه لري چې تل ستاسو پلټنه کوي او له خپلې پوهې ګټه پورته کوی چې خپل شیان په تاسو خرڅ کړي. کله چې امازون ته ورځم چې کتاب واخلم پر ویبپاڼې ېې راته لیکلي وي چې زه پوهیږم تاسو پخوا کوم کتابونه خوښ کړي دي او تاسو ته دغه راز د  ورته ذوق خاوندان دغه او یا هغه نوي کتابونه خوښوي. دا یوازې پیل دی. په ننۍ امریکا کې خلک د کاغذي کتابونو په پرتله ډیر ډیجتالي کتابونه لولي. امازون کینډل د مثال په توګه د کتاب لوستونکو په هکله ډیر معلومات تر لاسه کوي کله چې دوي کتابونه لولي. کینډل په دې هم پوهېږي د کتاب کومه برخه تاسو ژر ژر او کومه برخه ورو ورو لولئ. په کومې پاڼې کې مو تفریح کړې او د کتاب په کومه جمله کې مو کتاب ايښی دی او نور مو نه دی لوستی. لیکوال باید د دې جملې په هکله معلومات ترلاسه کړي. که امازون کینډل نور هم پرمختللی شي او د انسان څیره ولوستلی شي او بیوکیمیاوي سنسورونه ولري نو په دې هم پوهیداي شي چې کومې جملې وخندولې، کومې غمجن او کومې خپه کړې. ته ډیر ژر د کتاب ډیره لوستل شوې برخه هیرولی شې خو امازون ېې کله هم نه هیروي. دغه ټیکنالوجي له امازون سره مرسته کوي چې څه ډول کتابونه ډیر خوښ شوي او تر پخوا به ښه او ستاسو له خوښې سره سم کتابونه وړاندې کړي. البته دا امکان هم امازون ته په لاس ورکوي چې پوه شي تاسو څه ډول انسان یاست او څه ډول تاسو پارولی شي او څنګه تاسو خپله علاقه له لاسه ورکوئ یانې څنګه تاسو خاموشه او روښانه کولی شي.۳۵

یو وخت به راسې چې موږ به یوه شیبه هم له دغې په هرشي پوه شبکې ځان نه شو بیغمه کولی. که له دې چینل سره دې اړیکه غوڅه شوه یانې مړ شوی ېې. که د طبابت په برخه کې هیلې او پلانونه پوره او عملي شي نو راتلونکی انسان به په خپل بدن کې یو شمېر بیوکیمیکل وسیلې، بیونیک یا تخنیکي او بیولوجيکي غړي، نانو روبوټونه ولري او دغه وسېلې به زموږ د بدن ساتنه کوي او موږ به له میکروبونو، ټپونو او زخمونو ساتي. دغه وسېلې به شپه او ورځ له انټرنټ سره نښتي وي. ځکه له یوې خو باید تل د درملو او ټیکنالوجۍ له پلوه اپډیټ شي او بله دا چې د انټرنیټی ویروسونو څخه خوندي پاتې شي. زما د کور کمپیوټر په پرله پسې توګه د ویروسنو، چینجیو او د ترویان اسونو له حملو سره مخامخ وي، همدغه کار د زړونو له پيسمیکرونو، د اواز د اوریدا له غوږیو، او د معافیتي سیستم له نانوروبوټونو سره هم کیداي شي. نو که زه په ځان کې د لیګیدلیو کمپيوټري سیسټمونو لپاره ویروس ضد پروګرامونه ونه لرم نو دا امکان شته چې یوه ورځ سهار راپاڅم او ګورم چې د بدن پر نانوروبوټونو باندې مې د شمالي کوریا هکرانو برید کړی دی او د میلیونونو نانوروبوټونو کنټرول د دوي لاس ته لویدلی دی. له همدې کبله د یو ویشتمې پیړۍ نوې ټیکنالوجي د انسانپاله انقلاب مخه نیولی شي او د انسان قدرت ترې اخیستلی شي او د انسان په ځاي غیر انساني الګوریتمونو پر انسان واکمنولی شي. که تاسو له دغسې یو حرکت او پرمختګ څخه ویریږئ نو د کمپيوټر انجینیران مه رټئ په حقیقت کې په دې برخه کې بیولوجیستان ملامته دي. دا مهمه خبره ده چې ټول دغه بهیر د کمپیوټري متخصصانو له لوري نه بلکه د بیولوجۍ د علم له لوري پرمخ روان دی. په حقیقت کې دا بیولوجیستان دي چې وايي انسان یوازې یو الګوریتمي مخلوق دی. که دغه کیسه نه واي، که ژوندي مخلوقات ټول د الګوریتمونو په اساس نه بلکه په بله بڼه چلیدلی ښايی کمپیوټرونو به په یوې بلې برخې کې پرمختګ کړی ؤ او دا وړتیا به ېې نه درلودله چې موږ له هره اړخه داسې ښه وپيژني او زموږ ژوند راته سمبال کړي او کله به هم الګوریتمونه له موږ سره یو شان شوي نه واي. کله چې بیولوجیستان نتیجه اخلي چې ژوندي موجودات هم الګوریتمونه دي نو په دې ډول د عضوي یا ژوندي او غیرعضوي یا نورو موجوداتو ترمنځ دیوال نړیږي او روان کمپيوټري انقلاب ېې له ټیکنالوجیکي برخې د ژوند او حیات  سترانساني ډګر ته هدایت کړ او قدرت ېې له فردي انسانه  نښلیدونکو الګوریتمونو ته وسپاره.

ځینې له دغه ستر پرمختګه وېره لري خو په میلیونونو انسانان ورته په پرانیستې غیږ ښه راغلاست وايي. همدا  اوس په موږ کې ډېرو کسانو خپل شخصي حریم، فردیت او د ورځنیو فعالیتونو ټول اسناد انټرنټ ته سپارلي دي او که پنځه دقیقې هم له انټرنټه جلا شو لويه کشاله او جنجال به رامنځته شي.

 له انسانه الګوریتمونو ته د قدرت انتقال زموږ شاوخوا په ټولو ډګرونو کې روان دی نه یوازې د حکومتونو له لوري د یوې پرېکړې په نتیجه کې بلکه په ورځنیو چارو کې زموږ د ډېرو انتخابونو په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

که موږ پام ونه کړو نتیجه ممکنه ده د یو ریجنټي پولیسي حکومت جوړیدل وي چې په دوامداره توګه به زموږ ټولې ورځنۍ چارې څاري او کنټرولوي او په ټولو هغو شیانو به پوهېږي چې زموږ په ماغزو او وجود کې تیریږي. تصور وکړئ که په هرځاي کې موجود بیومیټریک سنسورونه د ستالین په واک کې واي نو څه ډول به ېې کارولي وو او که دغه ډول سنسورونه اوس پوتین ته په لاس ورشي څه به کوي. د انسان د وګړنیزو ازادیو پلویان د شلمې پيړۍ په شان له یوې بلې خپسې ویره لري او د ریجنټي حکومت او دښمن په وړاندې ځان سمبالوي خو له دې سره سره فردي ازادي اوس په یو ویشتمه پيړۍ کې له ډیر خطر سره مخامخ ده ځکه چې وګړی او وګړنیزې ازادۍ تر دې مخکې چې له بهره ونړیږي ممکنه ده له دننه وروستې شي. نن سبا د ونډو بازارونه او کمپنۍ او دغه راز حکومتونه زما د فردیت د ساتنې نارې وهي او ژمنې کوي چې زما له اړتیاوو او غوښتنو سره سم او انډوله روغتیايي خدمات، ښوونه او روزنه، او د ساعت تیرۍ امکانات برابر کړي خو کله چې دوي بریالي شول تر هرڅه وړاندې به ما د یوه انسان په توګه په وړو بیوکیمیاوي برخو وویشي، بیا به دغه وړې برخې د پراخو سنسورونو په مرسته تل څاري او د سنسورونو په وسېله ترلاسه شوي معلومات به د پرمختللو او پياوړو الګوریتمونو په وسیله تفسیروي. په دغسې حال کې به فرد او یو وګړی به تر  یوه مذهبي خیاله پورې راټیټ شي.  واقعیتونه به د بیوکیمیاوي او بریښنايي الګوریتمونو شبکې او چینلونه وي چې هیڅ ډول سرحدونه او مرکزیت به نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی