دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان د فوټسال نړیوال جام غوراوي پړاو ته لار ومونده

افغانستان د فوټسال نړیوال جام غوراوي پړاو ته لار ومونده

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۲مه)د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته د غوره څلور او درېیم مقام لرونکو لوبډلو په توګه ۱۶ پړاو ته لار ومونده.

افغان لوبډله د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته د تاجکستان پر وړاندې د پانامې له بري وروسته  ورسېده.

پانامې (یکشنبه) تاجکستان ته ۸-۳ ماتې ورکړه.

فیفا د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې ګروپي پړاو پای ته ورسېد د لوبډلې مختګ تائید کړ. افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې یوه بریا او دوه ماتې ثبت کړې.

په حذفي پړاو کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د را روانې چهارشنبې پر ورځ د سپټمبر پر ۲۵مه له پاراګوای سره په تاشکند کې وي.

د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام د فیفا فوټسال نړیوال جام لسم پړاو دی او په ټولیزه توګه ۲۴ لوبډلې د ټورنمنټ لپاره وړتیا لري.

د پرتګال، مراکش، برازیل، تایلنډ، پاراګوای، هالنډ، ارجنټاین، اوکراین، اسپانیا، قزاقستان، ایران، فرانسه، کوستاریکا، کروشیا، افغانستان او احتمالا لیبیا به د ۱۶ لوبډلو حذفي مرحلې ته لاره وکړه. حذفي پړاو د سې شنبې پر ورځ د سپټمبر په ۲۴مه پیلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب