تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۲مه) د افغانستان د بیان د ازادۍ کور وايي، یو شمېر هغه خبریالان چې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ترکيې ته تللي، د شړلو له خطر سره مخ دي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې له خبریالانو سره په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بیان د آزادۍ کور په خبرپاڼه کې ويلي، چې په ترکيه کې د دغو خبريالانو ژوند لا هم په «خطر» کې دی چې له امله یې دوی د اخراج، ناقانونه، ورک برخلیک او سختو اقتصادي ننګونو وېره هم موجوده ده.
د دې خبرپاڼې له مخې، د بیان د آزادۍ کور د روان کال د وږي په ۲۸مه په ترکیه کې له ۳۰ څخه زیاتو افغان خبریالانو سره غونډه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې غونډو کې خبریالانو د هغو سترو ننګونو په اړه خپلې «زړه دردونکې کیسې» چې هره ورځ ورسره مخ دي؛ شریکې کړې دي.