جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیونېسیف؛روان کال « ۳ نیم» لکه خوارځواکه افغان ماشومان بسترشوي

یونېسیف؛روان کال « ۳ نیم» لکه خوارځواکه افغان ماشومان بسترشوي

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۲مه) ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (یونېسیف) اعلان کړی چې روان کال په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته نږدې ۳ نیم لکه افغان ماشومان درملنې لپاره په روغتونونو کې بستر شوي.

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق وايي، د دې ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړي خواړه خورا مهم دي چې باید ورکړل شي.

یونېسیف وایي اوسمهال یوازې دوی په افغانستان کې ماشومانو ته دا ډول خواړه چمتو کوي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ويلي وو،چې په افغانستان کې د خوړو نه مصوونیت په زیاتېدو دی.

یاد سازمان اندېښنه ښودلې وه، چې د دې بحران په پایله کې له پنځه کلونوکم عمره نږدې ۳۰  لکه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ځکه ډېره شوه، چې د نظر خاوندانو په باور بېکاري زیاته او ورځ نه بلې ته د بې وزلۍ کچه لوړېږي، چې له امله یې خلک نشي کولی خپلو کورنیو ته د اړتیا وړ خواړه په منظم ډول چمتو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...