دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کورمه کې خونړۍ جګړه روانه ده؛ امنیتي ځواکونه یې ننداره کوي

په کورمه کې خونړۍ جګړه روانه ده؛ امنیتي ځواکونه یې ننداره کوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲ مه) د خیبر پښتونخوا په کورمه کې سیمه ییزې سرچینې وایی، د پاړه چنار په تازه فرقوي نښته کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د سیمې د روغتیا ادارې ویلي چې د تېرو درو ورځو په نښتو کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۵ ژوبل شوي وو.

د سرچینو په وینا، د سُني او شیعه قبیلو تر منځ د مځکې پر سر شخړه درې ورځې (د سپټمبر ۲۰ مه) وړاندې پیل شوې او اوس هم دوام لري.

ځايي سرچینو رسنیو ته نن (دوشنبې) وویل چې دواړه لوري باليشخېل، خوار کلی، پیواړ، تری منګل، مقبل، کونج علي زو، بغکې، بدامه، کړمان او خومڅو سیمو کې په شخړه کې سپکې او درنې وسلې کاروي او د پاړه چنار او بهر تر منځ لارې په بشپړه توګه بندې دي.

د سرچینو په وینا، د اوربند د ټینګولو لپاره د دواړو لورو ترمنځ خبرې پرون بې نتیجې پای ته ورسیدې، او حکومت ظاهراً د شخړې د کنټرول توان نه لري او یا نه غواړي چې په دې شخړه کې ډېره مداخله وکړي.

د پاړه چنار خلک د حکومت له غفلت څخه شکایت کوي او وایي چې د شخړې د کنټرول او پای ته رسولو لپاره هیڅ مسووله اداره نشته او ټولې دولتی ادارې د شخړې ننداره کوي.

دا جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه، په بوشارو کې د مورچو جوړولو په سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې وروسته ګڼو نورو ساحو ته وغځېده.

په پاړه چنار کې د شیعه او سني قومونو تر منځ شخړه اوږده سابقه لري ا و ځینې ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې هم پکې لاس لري.

د روان کال د جولای په وروستیو کې، د مځکې په سر د دوو سنی او شیعه قبیلو تر منځ خونړۍ نښته وشوه. د اګست د میاشتې په نښتو کې، چې اووه ورځې یې دوام وکړ، ۴۹ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب