دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد البانیا په زړه کې یو کوچنی اسلامي هیواد جوړیږي

د البانیا په زړه کې یو کوچنی اسلامي هیواد جوړیږي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲ مه) د البانیا صدراعظم ایدي راما اعلان وکړ چې د البانیا د پلازمینې تیرانا په یوه برخه کې یې د واتیکان په شان د یوه خپلواک لیبرال اسلامي دولت د جوړولو پروسه پیل کړې ده.

دا هیواد، به “بیکتاشي خپلواک دولت” به نومېږي، مساحت به یې د واتیکان څلورمه برخه وي او په دې توګه به د نړۍ تر ټولو کوچنی هیواد وي.

واتیکان، چې د مسیحیانو مرکز دی، په روم کې موقعیت لري.

حاجي بابا موندي، چې د طریقت پیر او په نړۍ کې د صوقیانو د بکتاشیه طریقې مشر دی، ټاکل شوې چې د دغه کوچني حکومت، چې خاوره یې ۲۷ هکتاره ده، واګې په لاس کې واخلي.

په دې نوي هیواد کې، پر الکول څښلو بندیز نشه، میرمنو ته اجازه ورکول کیږي چې هر راز جامې چې دوی غواړي واغوندي او په خلکو د ژوند هیڅ ډول سبک په زوره نه تحمیل کېږي.

ادي راما وویل چې د خپلواک هیواد له جوړولو یې هدف دا دی چې داسي یو اسلام ترویج کړي چې زغم او پراخه سینه لري او دا هغه څه دي چې البانیا پرې ویاړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب