پوهاندنصرالله ستانکزی
(دریمه برخه)
۷ – د پورت سمیت تړون (Treaty of Portsmouth): دغه تړون د جاپان او روسیې ترمنځ د ۱۹۰۴ -۱۹۰۵ کالونو د جگړې په پایله کې، د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وخت د جمهور ریس تیودور روزولت په ابتکار؛ د دواړو متخاصمو هیوادونو تر منځ لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې پر دغو موادو هوکړه وشوه: –
– روسیې ومنله چي خپل نفوذ به پر منچوریا کموي او خپل پوځیان به له هغې سیمې باسي؛
– جاپان به د ساخالین د جزیرې د جنوبي برخې کنترول ترلاسه کوي؛
– جاپان به پر کوریا باندي؛ خپل حاکمیت ترلاسه کوي.
لکه چې لیدل کیږي؛
د دغه تړون له مخې د روسیې پښه له لیرې ختیځ څخه ایستل کیږي.
د دغه تړون؛ چې د جاپان او روس د سولې د تړون په نامه هم پیژندل کیږي، د امریکا جمهور ریس ته د هغه د هڅو په پایله کې د نوبل د سولې جایزه هم ورکول کیږي.
۸ – د لندن د ۱۹۱۳ تړون (Treaty of London 1913):
دغه تړون د هغې جگړې په پایله کې چې د عثماني ترکیې، په وړاندې د بالکان په سیمه کې وشوه؛ چې په هغه وخت کې د ترکیې امپراتورۍ د خاورې یوه برخه پیژندل کیده؛ لاسلیک شوه.
د دغه تړون مواد دا ول:
– عثماني امپراتوري؛ له مقدونیا او البانیا څخه په شا شوه؛ او البانیا د یوه خپلواک هیواد په توگه وپیژندل شوه؛
– ترکیې د خپلې اروپایي خاورې ډیره برخه له لاسه ورکړه؛ یوازې یې استانبول ته نژدې سیمې، د باسفر سیمه او د داردانیل سیمه ورته پاتې شوه؛ او
– د بالکان د سیمې په هیوادونو لکه بلغاریا، صربیا او همداشان د یونان په نقشو کي نوې سیمې ورگډې شوې.
۹ – د امریکا د جمهور ریس ویلسن ۱۴ فقره ابر طرحه (Fourteen Points):
له لومړۍ نړیوالې جگړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸) څخه وروسته؛ د امریکا د جمهور ویلسن ۱۴ فقره ابر وړاندیز؛ چې د جگړې په بهیر کې جوړ شوی ؤ؛ د دې خونړۍ جگړې د پای او سولې ته د رسیدو د راتلونکو تړونونو اساس وگرځید.
دغه وړاندیزونه دا ول:
– ښکاره دیپلوماسي باید پلي شي؛ د هیوادونو تر منځ د پټو تړونونو او پټې دیپلوماسي د مخې ډبول؛
– په سمندرونو کې د جگړې او سولې په دواړو حالاتو کې؛ د بیړۍ چلولو ازادي؛
– د هیوادونو تر منځ د ازاداې سوداگرۍ په وړاندي د خنډونو لیري کول؛ او دې چارو ته د اسانتیاوو برابرول؛
– د وسلو کمښت تر هغې کچې چی یوازې د ځان د دفاع له پاره اړین وي؛
– د استعماري هیوادونو تر منځ د اختلافاتو حل چې په کې هم د استعماري هیوادونو گټې او هم د مستعمراتو د خلکو. غوښتنو ته پاملرنه وشي؛
– له روسیې څخه د بهرنیو قواوو وتل او روسانو ته په خپله خوښه د دولت د بڼې د ټاکلو حق ورکول؛
– د بلجیم د خپلواکۍ په رسمیت پیژندل او بیا رغونه؛
– فرانسې ته د الزاس او لوزان د سیمو بیرته سپارل چې۱۸۷۱ کال د فرانکفورت د تړون له مخې المان تر لاسه کړي ؤ؛
– د ایټالیا د پولو بیا کتنه له قومي او ملي جوړښتونو سره په مطابقت کې:
– د هنگري- اتریش د امپراتورۍ د خپلواکۍ په رسمیت پیژندل او د هغه د خلکو ارادې ته درناوی؛
– د پولنډ د خپلواکۍ په رسمیت پیژندل؛
– د بالکان د سیمې د هیوادونو د خپلواکۍ پیژندنه؛
– د ترکیې او غیرترک وگړو د استقلال پیژندنه؛ او
– د سولې د ساتنې لپاره د ملتونو د ټولنې؛ د یوه نړیوال سازمان په توگه؛ تاسیس.
(نور بیا)