Homeخبرونهایران د افغانستان په پوله کې ۱۰ کیلومتره دېوال بشپړ کړ

ایران د افغانستان په پوله کې ۱۰ کیلومتره دېوال بشپړ کړ

تاند (دوشنیه، د میزان ۲ مه) د ایران د پوځ د قوماندان په وینا، ایران له افغانستان سره د خپلې پولې په اوږدو کې تر لسو کیلومترو زیات دېوال جوړ کړی دی.

د ایران د پوّ یوه قوماندان نوزار نعمتي نن وویل چې د سرحدی دیوال د جوړولو چارې ۵۰ کیلومتره نورې هم روانې دي. هغه وویل، اوس مهال شاوخوا ۲۰ ساختمانی واحدونه د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې د زیربناوو او د دیوال پر جوړولو کار کوي، او د دې پروژې مسوولیت د ایران پوځ ته سپارل شوی دی.

نعمتي زیاته کړه، «موږ د افغانستان د پولې له شمالۍ برخې څخه د پولې پیاوړي کول پیل کړل، او د پروژې د څارنې لپاره یو همغږی واحد جوړ شوی دی. دا پروژه، چې یوه برخه یې د ایران پوځ اجرا کوي، په منظم ډول پرمختګ کوي.»

دغه قوماندان ټینګار وکړ چې د پولې د قوي کولو موخه د امنیت پیاوړتیا او د قاچاق مخنیوی دی.

د ده په وینا، د پولې خوندي کول به د ایران په اقتصادي وده کې مرسته وکړي او د پولې هاخوا دقیق کنټرول ته به اجازه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...