دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کابل - جلال اباد د لارې په ترافیکي پېښو کې ۵۲...

د کابل – جلال اباد د لارې په ترافیکي پېښو کې ۵۲ تنه ټپیان شوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲ مه) د کابل – جلال اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښو کې لږترلږه یو تن مړ شوی او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، چې د کابل جلال اباد پر لویه لار، چې تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې پکې کېږي، پرون (یکشنبې) په درو پېښو کې د یوه تن د مړینې تر څنګ ۵۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

لومړۍ پېښه په ډرونټې سیمه کې د دوو برقي موټرو ترمنځ، دویمه پېښه په کاکڅ سیمه کې د بکسې او مرسډیز ډوله موټرو ترمنځ او درېیمه پېښه د دوه سراچه ډوله موټرو ترمنځ شوې ده. د درې واړو پېښو ځای په لغمان ولایت پورې تړلې سیمې دي.

په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو دلیل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو ریاست کابو دوه اوونۍ وړاندې (د سنبلې ۱۹ مه) وویل چې په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲ سوه تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي او تر ۴ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په وروستیو څه باندې ۲ میاشتو کې مړه اوژوبل شوي دي.

د سږ کال د سرطان په پای کې د ترافیکو ریاست وویل چې د کال په لومړیو څلور میاشتو کې په ۱۳۰۰ ترافیکي پېښو کې ۵۰۰ تنه مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

خو له هغه مهاله وروسته په تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو کې ۷۰۰ تنه نور مړه شوي او ۳۵۰۰ ټپیان شوي دي.

د ترافیکو د لوی ریاست پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې ۲۷۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب