پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسږ کال په افغانستان کې ۵۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه...

سږ کال په افغانستان کې ۵۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د افغانستان د ترافیکو لوی ریاست، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي چې سږ کال په ټول هیواد کې په ترافیکي پېښو کې ۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

د ترافیکو عمومي ريیس حسیب الله مختار ملي تلویزیون ته وویل چې سږ کال تراوسه پورې ۱۳۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي چې په هغو کې شاوخوا ۵۰۰ تنه مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي مختار په وینا دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله د پام وړ کم دی.

تېر کال شاوخوا ۴ زره ترافیکي پېښې ثبت شوې وې چې له کبله یې د یو نیم زر او دوو زرو ترمنځ کسان مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي وو.

تر ټولو ډېرې پېښې د کابل- جلال اباد په لاره کې ثبت شوي دي.

د ترافیکو د لوی رييس د تېر کال په نسبت د ترافیکي پېښو او تلفاتو د کمېدو وجه پر لویو لارو د ترافیکو د کنټرول او څارنې زیاتېدا وبلله.

په افغانستان کې ډېرې ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او تر یوه حده د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي. ډېری موټرچلوونکی د رعت حدود یا لمیټ نه رعایتوي.

1 COMMENT

  1. په افغانستان کې د ترافیکي پېښو مهم عامل د ترافیکو د قانون نشتوالی دی. یوه ورځ مې په یوه ویدیو کې ولیدل چې ملاصاحب له زده کوونکو پوښتنه کوي ،چې ګیر بدل کړه ، شاته کوم ګیروهي ، بریک ونیسه . شاګرد هم هغه تمثیلوي . ماشاء الله کامیاب شوي!
    په غربي نړۍ کې یوکال د تیوري درسونه وایی ، خو بیا هم شاګردان ناکامیږي . کله چې د تیوري په امتحان کې کامیاب شي ، بیا شل ساعته د دریوري عملي او رسمي مکتب کې کورسونه وایی او له هغه وروسته یوکال یا یو نیم کال نور تعلیمي موټر کې یواځې ګرځي ، تمرین کوي . د نورو کسانو د سپرولو حق نه لري .
    کله چې امتحان ته آماده شو ، بیا څو ځله د وړو موټرو لپاره امتحان ورکوي . که کامیاب شو یو کال وروسته به یوځل بیا امتحان ورکوي چې معلومه شي دا دریور څومره پرځان حاکم دی ، ترڅو د خپل ځان او نورو د تلف کېدو سبب نه شي .
    اما په افغانستان کې یوه ورځ مې د یوه نوي جوړ شوي شرکت بسونه ولیدل ، له چالانېدو او حرکت سره سم یې یو ترافیکي قانون مراعات نه کړل او په ډېر سرعت سره له نورو وړو موټرو مخکې شول ، حال داچې هلته د بسو سبقت ممنوع وو.
    د افغانستان د دریوري لایسنس د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه چلیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب