سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهسرمنشي: د طالبانو نوی قانون د ښځو سیستمایتک ګوښه کول دي

سرمنشي: د طالبانو نوی قانون د ښځو سیستمایتک ګوښه کول دي

تاند (سې شنبه،د میزان ۳ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون غندلی او ویلي چې دا قانون په افغانستان کې له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیستماتیک ایستل رسمي کوي.

ګوتیریش د ملګروملتونو په غونډه کې “د افغانستان په راتلونکې کې د ښځو شمولیت” تر سرلیک لاندې وینا کې ټینګار وکړ چې افغانې ښځې او نجونې اوس په لویه کچه په خپلو کورونو پورې محدودې دي او د تعلیم، کار او تګ راتګ له ازادیو تقریباً په بشپړ ډول محرومې شوي دي.

«دوی حتی په عمومي ډول له سندرې ویلو یا خپل غږ پورته کولو څخه منع دي. دا قانون د فرمانونو په لړ کې وروستی قانون دی چې افغانې ښځې او نجونې د ژوند په ټولو برخو کې له خپلو حقونو او ازادیو څخه بې برخې کوي.»

د ګوتیریش په وینا، افغانې ښځې، چې هسي هم د ماشوم زېږولو په مهال د مړینو په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه لري، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخامخ دي.

ده څرګنده کړه چې ډیرو افغان ښځو ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی چې دوی د ناامنۍ، انزوا او بې واکۍ احساس کوي ځکه چې دوی د خپلو کورنیو لپاره د نفقې د برابرولو یا مرستې کولو وړتیا له لاسه ورکړې ده.

ګوتیریش د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ سخت تبعیض نه یوازې د ښځو او نجونو ناوړه سیستماتیک استثمار او د بشري حقونو له کنوانسیونونو څخه سرغړونه بللې بلکې په ملي کچه یې ځان ته ویجاړوونکی هم بللی دی.

سرمنشي زیاته کړه چې له زده کړې، کار او مشرتابه څخه د ښځو ایستل د افغانستان پرمختګ ته زیان رسوي.

ګوتیریش وویل، «د نجونو تعلیم د اقتصادي ودې هڅولو، روغتیایي پایلو ته وده ورکولو، او په ټوله کې د ټولنو د هوساینې د پیاوړتیا یوه چټکه لار ده. له تعلیم یافته ښځو پرته، په مشرتابه کې له ښځو پرته، او د خپل نیم نفوس د حقونو له پیژندلو پرته به، افغانستان هیڅکله په نړیواله ټولنه کې خپل مناسب ځای ونه مومي.»

د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړیو هېوادونو استازو د یکشنبې او دوشنبې په ورځو (د امریکا وخت- د سپټمبر ۲۲مه او ۲۳مه) د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې  د افغانستان او ځینو هېوادونو په اړه بحثونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب