حکومتونه په تبعید کې د یو سیاسي عمل او فعالیت په توگه هغه وخت د یو هیواد څخه بهر، په یو بل هیواد کې جوړیږي او رامینځ ته کیږي، چې په هغه ملک کې د نظامي اشغال یا خارجي تجاوز، کودتا، انقلاب او یا داخلي اړودوړ او پاڅون په نتجیه کې دولت نسکورشي، شاه، امیر یا جمهور رئیس جبرآ خلع قدرت او حاکمه ډله له ملکه تښتې ته مجبور شي او په داخل د ملک کې ورته د سیاسي فعالیت، مبارزې او هڅو د چلولو شرایط او امکانات برابر نه وي.
دوی بیا په تبعید کې خپلو سیاسي مبارزو، هڅو او فعالیتونو ته دوام ور کوي، نور قوتونه او حرکتونه هم د ځان سره یو ځای کوي، نړیوالو سره کار کوي، نړیوالو ته قناعت ورکوي، د هغوی مالي ، سیاسي، نظامي ملاتړ راخپلوي او بیرته خپل هیواد ته د راستنیدو لازم او ممکن شرایط برابروي.
د نړۍ په نږدې معاصر تاریخ په خاصه توگه د دویمې نړې والې جگړي په درشل او د هغه نه وروسته په مختلفو بڼو جلاوطنه حکومتونه په بهر کې جوړې شوې دي، چې ځني یې کامیابه اوځنې یې ناکامه او د بدو پایلو سره مخ شوې دي.
کله چې ددویمې نړیوالې جگړې په اوږدو کې د فرانسي دریم جمهوریت نازیانو ته لاسونه پورته او تسلیم شو، جنرال دوگول چې په پولیند کې د نظامي اتشې دنده درلوده، نازیانو ته نه تسلیمیږي، لندن ته ولاړ، هلته چرچل ورته رادیو ورکړه او مرسته یې ور سره وکړه.
د ازادې فرانسې په نامه رادیوی یې وچلوله، تبلیغات یې وکړ، فرانسویان یې د نازیانو پر وړاندې آزادۍ او مقاومت ته وهڅول، د فاشیزم ضد قوتونه یې سره یو ځای کړ او په تبعید کې یې جلا وطنه دولت د ازادې فرانسې په نامه جوړه کړه.
له لندنه څخه الجزایر او مراکش ته ولاړ، هلته هم د فاشیزم ضد قوتونه یې سره بسیج او تنظیم کړ، چې په نتیجه کې فرانسویانو خپله ازادي تر لاسه او فاشیزم یې مات کړ.
کله چې د ایتالیا شاه ویکتور امانوئل د موسولیني له خوا په تکلیف او خلع قدرت کیږي، شاه مصر ته تښتي، د جلا وطنه حکومت د جوړولو له پاره دیرې هلې ځلې کوي، نتیجه نه ورکوي، خو بیا هم ځان د ژوند تر پایه په تبعید کې د ایتالیا شاه باله.
سبهاش چندربوس د هند ملي گرا انقلابي چې د مسلحانه ملی قیام لوی پلوي و، د مهتما گاندې سره اختلاف پيدا کوي، کابل ته راځي او په افغاني پاسپورت سره المان ته ځې ، برلین کې له هتلره سره گوري، له جرمني نه جاپان ته ځې.
د جاپان په مرسته د هند د ملی اردو په نوې کولو او بیا جوړولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي، د ازاد هند په نامه د موقت دولت بنسټ د هند د نیکوبار او اندامان په جزایرو کې چې د جاپان تر اشغال لاندې و، ږدي. کله چې هغه سیمې د برتانوي هند د لښکرو له خوا نیول کیږي، غوښتل یې چې شوروی ته ولاړ شي، د هغه الوتکه غورځیږي او بوس مړ کیږي.
د افغانستان معاصر تاریخ ته په کتو د جلا وطنه حکومت د جوړولو سیر پاکستان ته د عبدالحی حبیبي له تلو سره پیوند پیدا کوي.
خبره داسې وه چې، د شورا اومه دوره وه، شاه محمود خان د دیموکراسۍ چمونه او اکتونه کول، چې وزیراتو ته د شورا نه رایه واخلي، عبدالحی حبیبي شاه محمد خان ته وایې، چې تا خپله کله د اعتماد رایه اخستي، چې وزیرانو ته یې اخلې!
ددوی روابط سره ورانیږي، حبیبي پاکستان ته ځې، په پاکستان کې د خپلو پلویانو په مرسته د جلا وطنه حکومت په جوړولو باندې کار کوي، پاکستان ور سره مرسته کوي، د پیښور رادیو نه تبلغات کوي.پاکستان غوښتل چې هغه د افغانستان پر ضد استعمال کړي، هغه د پا کستانیانو سره نه مني، د جلا وطنه حکومت کار نا تمامه پاتې کیږي او هغه خپلو تاریخي او ادبي لیکنو او څیړنو ته دوام ورکوي، د سر دار محمد داوود خان په وساطت دهغه مناسبات بیرته د شاهی کورنۍ سره سمیږي او په دې ترتیب عبدالحی حبیبي بیرته کابل ته راستیږي.
د ثور د ۷ مې نیتې له پاڅونه څخه وروسته کله چې د وطن گوند د رهبرانو تر مینځ داخلي اختلافات( د خلق او پرچم او وروسته بیا د خلقیانو تر مینځ) د قدرت پر سر سخته شوه او نوې بڼه یې ځانته ونیوله، ځنې رهبران بهر ته ولاړل.
نور کسان هم وو خو اصلي تصمیم نیوونکي دا پنځه کسان( ببرک کارمل، اناهیتا راتب زاد، محمد اسلم وطنجار، سید محمد گلابزوی، اسد الله سروري) وو، چې په بهر کې خپلو هڅواوسیاسي فعالیتونو ته زور ورکړ او د وخت د شوروي اتحاد د کمونیست گوند په ملاتړ په گډه سره په مسکو کې د یوتوافقي پروتوکول په نتیجه کې تقریبي کابینه جوړه کړه او د سرو لښکرو سره کابل ته راغلل، حفیظ الله امین یې د کورنۍ د ځنو غړو سره تیر باران او واک یې تر لاسه کړل.
د سردار محمد داوود د کودتا نه وروسته روم کې سردار عبدالولی د مخلوع شاه محمد ظاهر زوم د جلا وطنه حکومت د جوړولو له پاره خورا زیات هڅې او تلاشونه وکړل، خو محمد ظاهر شاه ورسره و نه منل.
که څه هم په اخره کې سردار عبدالولي اسلام اباد ته ورلیږي تر څو د پاکستانیانو سره خبري وکړي خو اسلام اباد دهغوي برنامه نه مني.
په نتیجه کې د جهاد په دوران کې جهاد یې تائید کړ او د روم په حساب د جهاد یو جز شو.
په پیښور کې کله چې جهادیانو د جلا وطنۍ حکومت جوړول د کابینې د ترکیب پر سر د مشکلاتو سره مخامخ شول خو د پاکستان صدراعظم نواز شریف هغوي ته د اوړو د پوزې یوه کابینه جوړه کړه.
داکتر نجیب الله لا په واک کې و، چې برهان الدین ربانی د یو هیئت په مشرۍ مسکو ته لاړ، مسکو کې د روسې مشرانو هغه ته د قدرت او د واک د انتقال تبریکې ورکړه.
په هغو شپو او ورځو کې زه هم په مسکو کې وم، روسانو به ویل چې برهان الدین رباني نظر نورو جهادې رهبرانو حتا د نجیب الله په پرتله نرم مزاجه سړی دی او نجیب باید واک پریږدي.
په داسې حال کې چې د نرم، سخت او تند خبره نه وه، هدف د قدرت انتقال و اقلیتونو ته.
نور محمد تره کی او حفیظ الله امین په شمول د داکتر نجیب الله د بیل، بیل سناریو په حساب هم په هودغه همدغه ساز او برنامه کې خپل سرونه وخوړل.
کله چې طالبانو په اوله دوره کې قدرت تر لاسه کړ، برهان الدین رباني د یو متحرک جمهور رئیس په توگه پاتې شو، دولت او قانون یې په یو لاسې بکس کې ځای پر ځای کړ او د ځان سره ښکته او پورته گرځول او نړیواله ټولنه هم همدغه متحرک رئیس جمهور په رسمیت پیژاند نه ملاعمر.
دا چې د شمال ټلوالو د طالبانو د نسکوریدو نه وروسته په بن کې زیات واک او قدرت تر لاسه کړل، شاید هم یو دلیل به یې دا وي، چې برهان الدین رباني لا نړیوالو ته رسمیت درلود.
جنرال محمد رفیع د داکتر نجیب الله د وخت د جمهوری رئیس مرستیال او د دفاع وزیر هم د څو کسانو سره زیاتې هڅې وکړې، چې په المان کې جلا وطنه حکومت جوړ کړي، روسي هم غوښتل چې ترینه استفاده وکړي خو هدف ته ونه رسید.
دا ځکه چې له یوې خوا شرایط او فضا کاملآ له بنیاده تغیر کړی و، ناتو په افغانستان کې حضور درلود، ملل متحد عملآ د افغانستان په مختلفو برخو او ساحو کې فعالیت درلود، د ټولو نه مهمه دا وه، چې اصلآ پروني گوندیان ور سره ملگري نشول او ویې نه منل.
چې له قلمه پاتې نه شي همدارنگه د جمهوریت په وخت کې ښاغلی صدیق متین هم د خپلې خیالي کابینې سره ځان د افغانستان راتلوونکی جمهور رئیس اعلان کړ، چې اوس یې حتا درک هم نشته دی.
د شبه جلا وطنه حکومت اخري نمونه د احمد شاه ابدالی آذان و د افغانستان د آینده جمهور رئیس په توگه، د داکتر زلمي خلیلزاد د طرحې په حساب، چې نه ملا هیبت الله و نه هم داکتر اشرف غني بلکه دریم سړی چې، دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.
خو حالات داسې انکشاف وکړ، چې هغه طرحه هم د تاقچې طرحه شوه.
٫٫ مارشال،، عبدالرشید دوستم د یو لوی اعتراض او نیوکو سره، چې د جهاد او د جمهوریت په دوره کې هغوی( اوزبیکانو، ترکمنانو او قزاقانو) قرباني ورکړل، خو دولتی امتیازات گرده سره د نظار شورا (پنجشیریانو) په خپلولاسو کې ټینگ کړل، د جلا وطنه حکومت د جوړیدو آواز یې، چې نوې او تازه پړاو دی، د ترکیې له هیواده څخه چې مونږ د چا نه کم نه یو، پورته کړ.
لا یوه اونۍ نه ده تیره شوي چې، علاوه له دوستمه څخه د نظار د شورا د مقاومتچیانو پر محور د جلا وطنه حکومت د کابینې جوړیدل لویه غوغا جوړه کړیده.
همدارنگه د جلا وطنه حکومت د جوړیدلو بل اعلان له لندنه څخه چې گویا ٫٫نخبگان، تعلیم یافته گان، عالمان ، دانشمندان، متخصصین او با تجربه ،، کسان دې، تیر شو.
زه باور لرم چې په دې جاري نوي پړاو کې د جلا وطنه حکومت د جوړیدلو لړۍ او کش لکه د جمهوریت په وخت کې، چې څو کسان به سره یو ځای کیدل او تش په نامه گوندونه او سازمانونه یې د چوکیو له پاره جوړول، دوام پیدا کوي.
دا ثابته خبره ده، چې که حکومتونه د خلکو په خوښه اصلاحات ونکړي، خلک راضي نه وي او د راتلونکې په ارتباط د خلکو سره، چې څه وشي، څه ونشي، څه وکړو او څه نکړو مشورې او صلاح و نکړي، په زوره پر خلکو حکومت کول ناممکنه کیږي.
اوس سوال دادی چې ایا جهان او زمونږ گاونډیان داسې کوم نیت لري او کنه، چې د طالبانو پر بدیل کار وکړي او د هغوی سره نظامي، سیاسي، او اقتصادي مرستې آن د نظامي مداخلې تر کچې پورې وکړي.؟
که د افغانستان شاوخوا او په نړۍ کې د حوادثو بهیر ته ځیر شو، اوس خو داسې کومه نښه نه لیدل کیږي، چې نړیوال دې د طالبانو د بدیل او جانشین په توگه پر کوم جریان باندې جدي کار وکړي.
هر هیواد خپل مشکلات لري او خپلو اقتصادي گټو ته گوري او د خپلو اقتصادي گټو په چوکات کې پرته د نظامونو او دولتونو شکل ته، خپلو مناسباتو ، تعاملاتو او اړیکو ته دوام ورکوي.
بیا هم هر څه وخت او زمان پورې ارتباط نیسې او گورو به او انتظار به کوو چې زمان د یو قاضي په توگه څه وایې او څه کوي.