چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبد لیکوالۍ اصول| ژباړه: صفیه وردګ

د لیکوالۍ اصول| ژباړه: صفیه وردګ

لیکواله: بلقم زادیه سمیټ
۱: کله چې ډېر کوچني وئ، ځان ډاډه کړئ چې ډېر کتابونه مو لوستي.د کتاب لوستلو لپاره تر هر څه ډېر وخت پرېږدئ.
۲: کله چې پاخه شوئ، کوښښ وکړئ چې خپلې لیکنې د یوه مخاطب او نا پېژانده کس په توګه ولولئ؛ حتا که کولای شئ هغه د خپل دښمن د لیکنې په  توګه ولولئ.
۳: ډېر رومانټيک او خام مه اوسئ. تاسو کولای شئ هم ښې جملي ولیکئ، هم نا ښې.د لیکوالۍ د سبک په نامه کوم څه شتون نه لري؛ ټول هغه څه چې اړین دي ستاسو کار دی.
۴: د خپل ضعف له ټکی مه وېرېږئ.له هغه سره مخامخ شئ او حتا که اړ شوئ اجازه ورکړئ چې ښوونکی مو د ټولګي په مخ کې ورټي.کوښښ وکړئ، چې د هغه کار په کولو کې چې ستونزه لرئ، پرته له دې چې هغه مو په یاد راوړئ خپل کار ته دوام ورکړئ داسې لکه رښتیا هم چې ناتوانه نه وئ.
ښایي دا معقوله لږ پېڅلې وي او دا ټول په دې مانا نه دي چې تاسو باید د دوه مخۍ نقاب پر مخ کېږدئ.
۵: په مناسب وخت کې لیکل پرېږدئ؛ حتا که مو کار بشپړ هم نه وي او د هغه پر ځای مو بل کار سرته ورسوئ.
۶: له ناستو څخه لرې اوسئ.په بېلابېلو ډلو کې ناسته تاسې نه پرېږدي چې تر دې يې هم ښه ولیکئ.
۷: له کمپیوټر څخه ګټه واخلئ، خو په شرط ددې چې انټرتټ تړلی وي.
۸:له ټاکلي ځای او وخت څخه مو ښه ساتنه وکړئ، حتا که ځای او وخت مو د ګرانو کسانو له خوا هم ونیول شي.هغوی مه خفه کوئ؛ خو ستاسو تمرکز هم باید له منځه لاړ نشي.
۹: لاسته راوړنې مو د ښه والي، نخښه مو ګڼئ.
۱۰: پر رښتیا چې له هره اړخه پوه شوئ، ويې وایاست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب