پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeمقالېچاپیریالد هوا ککړتیا، له جګړې زیات د افغانانو ژوند ګواښي

د هوا ککړتیا، له جګړې زیات د افغانانو ژوند ګواښي

تاند: پر چاپېریال ساتنې د څار سازمان وايي، د هوا ککړتیا افغانستان کې له جګړې زیات انسانان وژني.
په چاپېریال ساتنې د څار سازمان مشر عبدالعزیز حیدري په دې اړه کابل کې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل، وروستیو کې د ټول هیواد د ښارونو هوا خورا ککړه شوې ده.
نوموړی وایي، د غیر معیاري سون توکو، سکرو، پلاستیکونو د سوځولو له کبله د ښارونو هوا ککړه شوې ده او تر جګړې زیات د افغانانو ژوند ګواښي: (( د هوا د ککړتیا اصلي قربانیان ښځې او ماشومان دي.))
دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما لخوا په ۲۰۱۷ کال کې خپرې شوې شمېرې ښيي، چې ۲۷ زره انسانان په کور دننه د هوا د ککړتیا له عواملو او۱۱ زره افغانان له کوره دباندې د ککړې هوا له کبله په اخته شویو ناروغیو مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...