دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهمورو پلار/ اجمل پسرلی

مورو پلار/ اجمل پسرلی

د پراګ پر (یوروپسکا) واټ مې د تیلو په ټانک کې موټر ته تیل واچول بیا هغه دوکان ته چې همدلته جوړ دی او خلک د پیسو د ورکړې لپاره ورځي ورغلم.

په دې دوکان کې خوراکي مواد، د موټر ځینې پرزې او ګلان خرڅیږي. چکان ډیر کله داسې ګلونه سره څنګ په څنګ ږدي چې په یوه رنګ کې بل نه ورکیږي.

یوه سړي مې مخې ته کم رنګه سره او زیړ ګلونه ونیول. هاول و. دی د موټرو مستري دی. ورته ومې ویل:

– ښایسته ګیډۍ ده

ده سره ګلونه په ګوته لږ شاته کړل او راته ویې ویل:

– دغه رنګ مې پلار خوښوي او دغه بل مور، د هغوی لپاره مې اخیستې دي.

– تا یو وخت نه ویل چې  پلار و مور ته ډیر نه ورځم

– همدغه مشکل دا ګلونه راباندې اخیستې دي، ډیر وخت وشو چې نه یم ورغلی اوس که له ګلونو سره ورشم بیا ګیلې مانې نه کوي، نازوي مې، کله چې لږ ژر احوال پرې واخلم بیا ګلونه نه وروړم

– چې له رشوت سره ځې له رشوته ځان خلاصوه، لږ ژر ژر حال پرې اخله

– کله چې ورځم بیا مې لاس نه دریږي کور ورته پاکوم او د همدې لپاره په ځنډ حال پرې اخلم چې مه کوه خپله کور پاک کړي

– مور و پلار خو یو څه حق لري

هاول یو څه جدي شو:

– زه هم د  حق لپاره ژر نه ورځم

ما د پوښتنې لپاره سر وخوځاوه، ده راته وویل: « کله چې په ځنډ ورځم دوی خپل کارونه په همدې مودې کې خپله کړې وي، دوی زاړه دي چې څومره ډیر ګرځي هغومره به تر ډيرو راته ژوندي وي».

3 COMMENTS

  1. ای کا ش زما مور او پلا ر راته ژ وندی وه شپه او ورڅ زه وه او ددوی خد مت افسوس دنیا فا نی ده دچا ارما ن نه پوره کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب