سه شنبه, مې 14, 2024
Homeمقالېزموږ په پوهنتونو کې څه تېرېږي؟| ثنا ساپۍ

زموږ په پوهنتونو کې څه تېرېږي؟| ثنا ساپۍ

هر کله چې د افغانو ښځو په اړه نړیواله سروې خپرېږي، ټول رپوټ داسې لولي ته وا د یوه  چا د واده خبرتیا چې لولي نور یې په کیسه کې لا نه دي. په دې خو ټول پوهېږو چې یوازې ۱۲ سلنه افغانې مېرمنې لیک لوست کولی شي. له دې۱۲ سلنې یې ښايي یو یا دوه مسلکي زده کړې ولري. مانا پوهنتون ته تللې وي.

 په دې وروستیو کلونو کې که څه هم د ښځینه ۱۲ پاسانو شمېر ډېر و خو پوهنتونونو ته هماغه د ګوتو په شمار ځي. ایا کله مو له ځانه پوښتلي چې ولې؟ څو دلیله لري. زه دلته یوازې پر هغې ستونزې را تمېږم چې ډېری یې نه غواړي را وسپړي.

زموږ په پوهنتونو،  په ځانګړې توګه پښتني سیمو کې چې د ښځینه زده کوونکو شمېر لږ دی پړه یې د مور، پلار، دولت او نورو نه ده. پړه یې د هغه غېر مسلکي او اخلاقي چلند ده چې په پوهنتونو کې له زده کوونکو سره کېږي.

هغه ورځ مې په وطن کې له یوې خورلڼې سره خبرې کولې. کله چې وطن وایم فکر وکړئ چې یو پښتني ولایت یادوم. دا خورلڼه په پوهنتون کې کمپیوټر ساینس وايي. حال احوال مې ترې وپوښت، نجلۍ ويل زړه یې دی چې پوهنتون پرېږدي. ما را ټینګه کړه چې ولې؟ ويل یې  د استادانو ژبې یپوزې ته راوستې:

(استادان داسې سړي دي چې هره خبر یې په ښکنځل پېلېږي او په ښکنځل ختمېږي. هغه ورځ يو استاد راغی، زه په اول کتار کې ناسته وم، تور حجاب مې اغوستی سم پړونی مې پر سر و. چې ټولگي ته را ننوت داسې پټکه یې را باندې وکړه ته وا زه د ده مېرمن یم- ویل یې مخ باید پټ کړم؟ بیا یې لکچر پیل کړ په هره جمله کې یې د ښځو محرم ځایونه یادول. بیا  یې ظاهر شاه له ګوره را وویست او له غور نیکه او مېرمنې سره یې داسې و ښکنځه چې سړی یې په ژبه نه شي راوړلی. )

که رښتیا درته ووایم د دې خبرې له اورېدو وروسته مې نجلۍ ګرمه و نه بلله. که زه په ټول ټولګي کې یوازینۍ نجلۍ یم او  استاد مې داسې وي منې که بیا ښوونځي یا پوهنتون ته سر ور ښکاره کړم. دغسې ښاغلي نه یوازې زده کوونکي نا هیله کوي بلکې مخامخ سپکاوی یې کوي چې ډېرې بدې اغېزې له ځانه سره لري.

په برتانیا او نورې لودېدیځي نړۍ کې داسې قانون دی چې که یو څوک په رسمي چاپېريال کې دا ډول ژبه کاروي، په تېره بیا هغه ځای کې چې نجونې او مېرمنې هم ناستې وي، ډېر امکان دی چې دغه کس په دې عمل محاکمه شي او خپل کار له لاسه ورکړي. په ډېرې بربنډې ژبې او اعمالو خو ښايي څوک پولیس خبر کړي او د تورن جینايي پلټنه پيل شي.

را به شو بېرته خپلې ټولنې ته. داسې ښکاري چې زموږ په ټولنه کې ستونزه د مسلکي توب نه ده بلکې د اخلاقو ده. زموږ ښوونکي که نابغه هم شي چې اخلاقي اصول تر پښو لاندې کوي د ټولنې درد نه شي دوا کولى.

زموږ په پوهنتونو کې همدا اوس ښوونکي دي چې د ټولنې اور ته تیلۍ ورته کوي. دوی نه یوازې دا چې نجونو ته لوی سر خوږی جوړوي بلکې نارینه محصلین هم د دولت پر ضد کړونو ته هڅوي.

زموږ د ښځو د لیک لوست شمېر به تر هغو له ۱۲ فیصدو لوړه نه شي چې ټول د یوه هېواد او ټولنې په حیث پر تربیې کار و نه کړو. که معلم لرو که چڼي لرو باید د خپلو اعمالو مسولیت ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب