شنبه, مې 4, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوندوستم که مردار دی، رایې یې حلالې دي

دوستم که مردار دی، رایې یې حلالې دي

اکثر افغانان د اشرف غني د ولسمشر کېدو طرفداران دي خو چې یې کامپین شریک، دو ستم ته ګوري ایسته ترې لاړشي. زه خپله هم کله په اشرف په غوسه شم چې سړیه دا دې د څه ناولي سره یارانه اچولې؟

خو چې ورځ تېریږي د احساساتو له نیلي کوزیږم، نو په مدار مدار مې سر خلاصیږي، له ځانه پوښتنه کوم چې تا غوندې کدو سری چې د دوستم په بدنامۍ خبر دی، نو اشرف کمپيوټر سری به نه وي خبر؟

چې لرو بر دې نورو ته ګورم نو پاړسي متل را یاد شي چې، پر خور صوفي، بدنام بنګي. ټول، له اسمعیلخان نه نیولې، تر سنچارکي پورې، (همدا مې ورکې عاجز ولېدل ځکه مې یې نومونه یادکړل) تر ستوني په فساد کې ډوب او لاسونه او سر یې چې لا ډوب نه دي، د افغانانو په وینو سره دي. چپ له زلمی رسول نه نور کل واړه باید محاکمې ته کش شي. زلمی بیا د خدای میزوپ دی چې ودې شي اشرف یې د تشریفاتو رییس مقرر کړي. نېک سړی ښکاري خو زموږ د کلي ملا هم نېک دی. په دې بحراني او سخت وخت کې د ټینګې نه دی،عاجز، د کرزي ټپکساری دی چې نه یې چا ابتکار لېدلی او نه غیر د خارجه وزارت له پروتوکو ل او تشریفاتو او ارګه بله تجربه لري.

د افغانستان مشری نن ورځ لا سخته شوې ده. احمد شاه مسعود او عبدالحق یا خالص غوندې مشرانو لا یو څه ګوزاره کولی شوه، خپلو ډلو او سیمو کې یې یو څه نوم درلود خو دا پاتې شوني یې نوم نه لري بلکه بدنامه دي. ولس نن ورځ هوښیار شوی، بلکه ترخو تجربو هوښیار کړی، په تېرو انتخاباتو یې هم د زړو زرګوړو پر ځای کرزي ته را یه ورکړه. زه د نیازمند سلماني په دوکان کې شاهد وم چې هغه په غوسه او احساساتي ښکارېده په جهر یې توپکیان ښکنځل او ویل یې چی « مه کرزي ره نمې شناسم، شاید ده ارګ هم نما نېمه، مګم دیګراره مې شناسم که از دست شان خون مېچکه و ماره بنام اسلام مېکشه» نورو به خندل چې « نیم نفوسه ده اماراتهای خ د کشتن، خیر اس، نیم د یګه هم فدای  ریش شان»

نو اوس د اشرف د مخالفینو ته نوره بهانه نشته، دوستم  يې راګیر کړی دی. زه وایم: ګر حکم شود که مست ګیرند+ در شهرهرانکه هست ګیرند.  فکر کوم اشرف په دې ټولو دسیسو پوهېږي. ګورئ چې اشرف نه د سیاف په شان هیبتي قواره او نه د کرزي په شان د مار ژبه لري. خو خالق هم کمپيوټري ما غزه ورکړي، هم پاک نفسی، هم زړورتیا او تدبير.

زه دا خبرې له تجربې کوم، پوهنتون کې دواړه په یوه وخت کې استادان وو، تل به مو د څېړنې د پاره د افغانستان ګوټ ګوټ ګز او پل کاوه. زما دا لیکنه دې یو سند وي چې زه نه چوکۍ غواړم نه منصب او نه مې عمر او سن د رسمي کار اجازه راکوي. که نه نو لوستونکو ته مې ویلی چې اشرف څه په توپه ولئ. د هغه ځاځي خبره مې کوله چې د نادرخان له پاچایې سره مخالف و« یې خلکو، ما  پاچا کړئ چی بیا مې لرې کولی هم شوی.»

12 COMMENTS

  1. شپون صیب الله تعالا دي ډیرعمردښی حافظی سره درکړی، په زړه پوری لیکنه موکړیده. ستاسی دغه لاندی جملی می ډیری خوښی شوی.

    اشرف نه د سیاف په شان هیبتي قواره لری، او نه د کرزي په شان د مار ژبه لري. خو خالق هم کمپيوټري ما غزه ورکړي، هم پاک نفسی، هم زړورتیا او تدبير.

    په درناوی

  2. Amkan lare chi la hagha sra pa dustay ke pa Afghanistan ke da soli sabab wogarze..

    Har cha pa khpal wakht ke khpal kar wistali de …
    Mung bayd ratlonki jor kro aou d ratlonki jorawal la har cha sra pa dustay kegi aou bya ba ee da wakht pa teredo sra la madar sakha wobasi ….

    Aminullah amanzay Germany FRANKFURT

  3. شپون صیب ستاسو خبری خوږی لکه شکری دی چی څومره ډیری وی خوږی لګیږی.
    که حضرت صیب دوستم ته د خالد بن ولید ثانی لقب ورکوی او یا مرحوم استاد ربانی ورته د خپل زوی خطاب کوی او که ښاغلی حکمتیار او حضرت صیب له مرحوم مزاری سره شورای هماهنګی جوړوی او که ډاکتر عبدالله ورسره د شمال ایتلاف او یا جبهه ملی جوړوی او که کرزی صیب د افغانستان د دولت د مسلحو قواو ریس ارکان دنده ورته سپاری او داسی نور …. هلته هیڅ عیب نشته او ټول ورته ستر جنرال عبدالرشید دوستم وایی ،
    اما که ښاغلی اشرف غنی احمدزی ورسره د افغانستان د اساسی قانون په چوکاټ کی د راتلونکو ټولټاکنو لپاره ایتلاف کوی نو بیا سل او زر سوالونه پیدا کیږی.
    که زما منی د هیڅ شی پروا مه کوی او په ډاډه زړه خپل انتخاباتی پروګرامونه مخی ته بوزی. خو یو دوه خبری د هیری نه وی :
    یو داچی د راتلونکی دولت لپاره د ټولو قومونو حقوق د لیاقت او وړتیا په نظر کی نیولو سره تامین شی او بل دا چی جنرال دوستم همدا اوس ضمانت ورکړی چی د افغانستان په شمال کی د مظلومو پښتنو حقوق بیرته اعاده کړل شی او پر دوی نور ظلم او ناروا ونه شی او هغوی چی ظلم کړی دی لکه کبیر مرزبان یا معلم عطا باید چی د عدالت د تامین لپاره تر پوښتنی لاندی ونیول شی. نو بیا به ګوری چی د ګران شپون صیب د خبرو په تایید : دوستم که مردار دی، رایې یې حلالې دي .

  4. غمردی دیر شه شپون صاحب
    وایی چه دراندو په پاچاهی کی یو سترگی پاچاوی نو دوستم ته هم موز د ازبکانو په سترگه اوگورو لکه خیبر صاحب چه وایی

    محفل په ما پوری دننه خندل–ما د محفل پوری بهر اوخندل
    موز پشتانه لس پشتون نه شو تولولی خو دوستم 100%ازبکان حان سره تول کری نو ولی حپل حان ته نه گورو چه په نورو پسی مو اخستی دی

  5. درنه شپون صاحب سلام
    دا لیکنه نه بلکه ټولی لیکنی مو دستایلو وړدی داچه زلمی رسول ډاکتر اشرف غنی دتشریفاتو مشر وټاکی دترخو او بو ورته رانیول په ډیر ګران تمام شی ځکه ترخی اوبه دنوموړی دژوند یوه برخه دی ۰
    روغ او بر یالی اوسی
    په درڼښت

  6. دیر په زړه پوری مطلب وو دا زموږ د وطن ریښتیاوی دی تل دی ژوندی اوسی ګرانه مشره

  7. شپون صاحب اسلام علیکم ! الله دې روغ او جوړ لره
    د ولس مینه دې تر اخر وخته په زړه کې شته مونږ ته معلوم یې چې پښتنې زیږولی یې او هغه د چا خبره د ښي لورې دې شودې رودلي دي واقعاً چې د ولسونه دردونه اوس په یوه ډاکټر قراریږي چې هغه اشرف غني دی ، زه پوهیږم چې کرزی غواړي د ولس زخمونه نور هم وشړوي نو د دغه جراسیم په خلاف ډاکټر صاحب یو څه درمل ترلاسه کړي خو حتماً جراسیم به هم د دوا مقابله کوي چې تاثیرات یې کم کړي اما دې ته دې هم پام وکړي چې دغه وطن داسې بوټي (ولس ) لري چې زیات درمل ترې جوړیدلای شي که هرڅومره جراسیم موجود وي انشاء الله دوه هفتې بعد به له ماتې او شرم سره مخامخ شي او ځان به تسلیم کړي اما که له دې سره بیا هم له ځانه ایډز جراسیم جوړ کړي او د سپینو کورویاتو په جامه کې په وینه کې ( افغانستان ) کې ځان پاتې کړي نو مونږ به دا وینه ټوله له بدنه وباسو الله دې وکړي چې اشرف کامیاب شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب