دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د بهرنیو سفیرانو پرکاروان چاودنه شوې

پاکستان کې د بهرنیو سفیرانو پرکاروان چاودنه شوې

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۲مه) پاکستان کې د بهرنیو سفیرانو د موټرو پر کاروان چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

دا چاودنه د خیبر پښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات کې شوې ده.

په دې چاودنه کې چې پرون یک شنبه ماښام مهال شوې، څو نور پولیس هم ټپيان شوي، خو د رسنیو د راپورونو له مخې سفیران روغ وتلي دی.

د خیبرپښتونخوا پولیس هم دا پېښه تائیدوي او وایي، چې په کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

وي او اې ډيوه د سوات د ځایي چارواکو په حواله ویلي، چې دا سفیران په سوات کې د سېلګرۍ غرییزې سیمې ملم جبې ته روان وو، چې له دې پېښې سره مخ شول.

په سفیرانو کې د ۱۲ هېوادونو، روسیې، ایران، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا، اندونیزیا، پرتګال، بوسنیا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران شامل وو او سوات ته تللي وو.

 پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ویلي، د سفيرانو ډله په خوندي توګه اسلام اباد ته ستنه شوې.

د شهباز شریف دفتر په هم په یوه خبرپاڼه کې دغه بريد غندلی دی.

په اسلام اباد کې د روس سفارت ويلي، سفير یې په قافله کې د نورو سفيرانو سره شامل وو، او دوی د سوات د سېلګرۍ په دوره وتلي وو.

تراوسه پورې د دغه بريد مسوولیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب