دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهایران کې د یوه کان دننه چاودنې ۵۲ تنه ووژل

ایران کې د یوه کان دننه چاودنې ۵۲ تنه ووژل

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۲مه) په ایران کې د یوه کان دننه پر کان کېدونکو د (میتان ګازو) لیک کېدو له امله چاودنه شوې، چې له امله یې ۵۲ تنه وژل شوي دي.

د رسنیو د مالوماتو له مخې دا چاودنه د شپې ناوخته شوې ده، چې په کې د مرګ ژوبلې ارقام وروستي نه دي.

سرچینې وایي، په کان کې د ګازو موجودیت له امله د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ وې او له همدې امله تر پرون ناوخته د ایسارو کسانو د ژغورنې او د ټپیانو د لېږد پروسه روانه وه.

رسنیو په روغتون کې د یوه کان کيندونکي د سترګو لیدلی حال را اخیستی، چې په کې وایي، په کار بوخت وو، چې ناڅاپه لوګی شو او بیا په ځان نه دي پوه شوي.

نوموړي چې په سخت حالت کې ځان ژغورلی وایي، د ساه بندۍ پرمهال یې هم هڅه وکړه څو ځان وژغور او په خبره یې ملګري یې د ګازنیونې له امله ونه توانېدل ځانونه وژغوري.

تر اوسه په کان کې د مرګ ژوبلې ارقام وروستي شوي نه دي او اندېښنې شته چې ښایي د مړو شمېر له ۵۲ تنو زیات شي.

دغه راز په دې پېښه کې شل کسان ټپیان شوي هم دي.

ایران کې تر دې مخکې د کان په چاودنه کې لوړه مرګ‌ژوبله د ۱۳۹۶ کال د یورت د کان وه چې په‌کې ۴۴ کسان وژل شوي وو.د ایران د جنوبي خراسان والي علي اکبر رحیمي ویلي چې د هېواد ۷۶ سلنه د ډبرو سکرو کانونه په دې سیمه کې دي چې لس لویې کمپنۍ په‌کې کار کوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې پېښه کې د وژل شویو کارګرو کورنیو سره خواخوږي ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې د کانونو کار باید سټنډرډ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب