(د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ د ډبرو له زمانې څخه تر مصنوعي ځیرکتیا پورې)
لیکوال: یووال نوح “هراري”
ژباړن: دانیال “مدهخېل”
د ژباړن سریزه
بشریت د تکنالوجیکي اوښتون ترټولو اعظمي ټکي ته رسېدلی دی. داسې چې په څو سوو کلونو کې یې ان بېلګه هم نه ده لیدل شوې. د بخار ماشین، ورپسې د الکترون له کشف (۱۸۹۸) څخه نیولي تر باینري انقلاب(۱۹۵۰-۱۹۶۰ز.) پورې، هر څه په دومره چټک ډول پرمخ لاړل چې اصلاً تصور یې هم نه و ممکن.
دې چټک پرمختګ که څه هم د انسان لپاره د آسانۍ راوستلو آوازه اچولي وه خو په څنګ کې یې لویې او خطرناکې پایلې هم له ځان سره لرلي دي. د اتومي بمونو استعمال، اقلیمي بدلون، لابراتواري ناروغۍ او دې ته ورته نورې ناوړه پایلې چې د تکنالوجۍ له امله رامنځته شوي دي، اوس انسان اړ دی چې مهار یې کړي خو د غفلت په صورت کې د بشر د لهمنځه تللو په بیه تمامېدلی شي.
دا کتاب (نېکزس) د مشهور لیکوال (یووال نوح هراري) څلورم مشهور اثر دی چې د روان زېږدیز کال په سپتمبر کې بازار ته راووت. په دې کتاب کې نوح حراري په دې بحث کړی دی چې د بشري ارتباط دومره ګڼوالی څه ډول رامنځته شو، څه پایلې یې له ځان سره لرلې او په راتلونکي که به څه له ځان سره ولري؟
مصنوعي ځیرکتیا چې اوسمهال یې بشر ستر پرمختګ بولي، په اصل کې د انسان لپاره ترټولو ستر ګواښ دی چې په راتلونکي وخت کې به یې ورو ورو ناوړه پایلې څرګندې شي(چې لا اوس یې هم موږ د دې ناوړه پایلو شاهدان یو.)
ښکاره ده چې زموږ افغاني ټولنه له دې تکنالوجیکي چټک کاروان څخه ډېره شاته پاتې ده او په پرمختګ کې یې کوم کوچنی رول هم نه لوبوي، خو بیا هم کولی شي چې د دې کتاب په لوستلو سره یوه عمومي مفکوره واخلي او د ځینو شیانو په اړه پوهه ترلاسه کړي، مثلاً: مالومات تل ریښتیني نه وي، مصنوعي ځیرکتیا بشر ته کوم ګواښونه جوړوي؟ اطلاعاتو پر تمدن او انساني ژوند څه اغېز کړی او کوي؟
ما د ژباړې د اصولو خلاف، دا اثر تر اوسه په بشپړه توګه نه دی مطالعه کړی خو دا چې ډېر نوی دی او په همدې روانه سپتمبر میاشت کې راوتلی دی نو په ژباړه کې مې یې بیړه وکړه ترڅو افغان لوستونکو ته ژر ور ورسیږي. له لوستونکو هم هیله لرم چې د کتاب د ژباړې او غلطیو لیدلو په صورت کې دې د تبصرو په برخه کې یادونه وکړي ترڅو په راتلونکي کې اصلاح شي.
دانیال “مدهخېل”
متحده ایالات-کالیفرونیا، سلیکان دره
2024.9.22
د پیل خبرې
موږ خپلې بڼې ته هومو ساپینس یا هوښیار انسان نوم ورکړی دی خو دا د بحث وړ ده چې موږ دې نوم ته څومره وفادار پاتې شوي یو.
په تېرو ۱۰۰،۰۰۰ کلونو کې، موږ ساپینس یقیناً خورا زیات ځواک راټول کړی دی. زموږ د ټولو کشفیاتو، اختراعاتو او فتوحاتو لیست به ټوکونه ډک کړي. خو ځواک حکمت نه دی او د ۱۰۰،۰۰۰ کلونو کشفیاتو، اختراعاتو او فتوحاتو وروسته بشریت ځان یو وجودي بحران ته رسولی دی. موږ د ایکولوژیکي ړنګېدو په څنډه کې یو چې د خپل ځواک د ناوړه کارونې له امله رامنځته شوی دی. موږ همدارنګه په بوختیا سره نوې تکنالوژۍ لکه مصنوعي ځیرکتیا (AI) جوړوو چې زموږ له کنټرول څخه د وتلو او زموږ د غلامۍ یا له منځه وړلو توان لري. خو د دې پر ځای چې زموږ بڼه د دې وجودي ننګونو سره د مقابلې لپاره سره یو شي، نړیوالې اندېښنې په لوړېدو دي، نړیواله همکاري ستونزمنه کېږي، هېوادونه د قیامت وسلې زېرمه کوي، او یوه نوې نړیواله جګړه ناشونې نه ښکاري.
که موږ ساپینس دومره هوښیار یو، نو ولې دومره ځان وژونکي یو؟
په ژوره کچه، سره له دې چې موږ د DNA مالیکولونو څخه نیولې تر لرې کهکشانونو پورې د هر څه په اړه دومره معلومات راټول کړي دي، داسې نه ښکاري چې دې ټولو معلوماتو موږ ته د ژوند د لویو پوښتنو ځوابونه راکړي وي: موږ څوک یو؟ موږ باید د څه هیله ولرو؟ ښه ژوند څه دی، او موږ باید څنګه ژوند وکړو؟ زموږ په واک کې د معلوماتو د حیرانوونکي مقدار سره سره، موږ د خپلو لرغونو نیکونو په څېر د خیال او وهم په وړاندې حساس یو. نازیزم او سټالینیزم یوازې دوه وروستۍ بېلګې دي، د هغه ډله ییز لیونتوب چې کله ناکله حتی عصري ټولنې هم نیسي. هیڅوک انکار نه کوي چې نن ورځ انسانان د ډبرې د دورې په پرتله ډېر معلومات او ځواک لري خو دا ډېره نامعلومه ده چې موږ خپل ځان او په نړۍ کې په خپل رول ډېر ښه پوهېږو.
ولې موږ د نورو معلوماتو او ځواک په راټولولو کې دومره ښه یو، خو د حکمت په ترلاسه کولو کې لږ بریالي یو؟ د تاریخ په اوږدو کې ډېرو دودونو باور درلود چې زموږ په طبیعت کې یو وژونکی نیمګړتیا موږ دې ته هڅوي چې داسې ځواکونه تعقیب کړو چې موږ نه پوهېږو چې څنګه یې اداره کړو. د فیتون یوناني افسانه چې د یو هلک کیسه ده، وايي چې پوهیږي چې دی د لمر خدای هیلیوس زوی دی. د خپل الهي اصل د ثابتولو په هیله، فیتون د لمر د ګاډۍ چلولو امتیاز غواړي. هیلیوس فیتون ته خبرداری ورکوي چې هیڅ انسان نشي کولی هغه اسماني آسونه کنټرول کړي چې د لمر ګاډۍ راکاږي. خو فیتون ټینګار کوي، تر دې چې د لمر خدای یې خبره مني. په اسمان کې له ویاړ سره له پورته کېدو وروسته، فیتون په رښتیا د ګاډۍ کنټرول له لاسه ورکوي. لمر له خپل مسیر څخه وځي، ټوله نباتات سوځوي، ګڼ شمېر موجودات وژني او د ځمکې د سوځولو ګواښ کوي. زیوس مداخله کوي او فیتون په تندر ولي. مغروره انسان د یوه لوېدونکي ستوري په څېر له اسمان څخه هماغه بل شوي اور ته راغورځي. خدایان د اسمان کنټرول بیا په لاس کې اخلي او نړۍ ژغوري.
دوه زره کاله وروسته، کله چې صنعتي انقلاب خپل لومړني ګامونه اخیستل او ماشینونه په ګڼ شمېر دندو کې د انسانانو ځای نیوۀ؛ «یوهان ولفګانګ فون ګوته» د “د جادوګر شاګرد” په نوم خبرداری ورکوونکې کیسه خپره کړه. د ګوته شعر (چې وروسته د والټ ډیزني په یوه انیمیشن کې په میکي موس مشهور شو) د یو زوړ جادوګر کیسه کوي چې یو ځوان شاګرد د خپل کارځای مسؤل پرېږدي او هغه ته ځینې دندې ورکوي چې د هغه په نشتون کې یې ترسره کړي، لکه له سیند څخه د اوبو راوړل. شاګرد پرېکړه کوي چې کارونه د ځان لپاره اسانه کړي او، د جادوګر له کوډو څخه په ګټې اخیستنې سره، په یوه جارو کوډې کوي چې د هغه لپاره اوبه راوړي خو شاګرد نه پوهیږي چې څنګه جارو ودروي، جارو چې په بې رحمۍ سره نورې او نورې اوبه راوړي، اوبه دومره ډېرې شي چې د جادوګر د جونګړې د ړنګېدو ګواښ پېښ کړي. شاګرد چې وېرېدلی و، کوډه شوې جارو په تبر په دوو برخو ټوټه کړي خو ویني چې هره نیمایي جارو په بله جارو بدلیږي. اوس دوه کوډه شوې جاروګانې کارځای په اوبو ډوبوي. کله چې زوړ جادوګر راستنیږي، شاګرد د مرستې غوښتنه کوي: “هغه روحونه چې ما راوغوښتل، زه اوس نشم کولای بېرته یې لرې کړم.” جادوګر سمدلاسه کوډه ماتوي او سېلاب دروي.
شاګرد او بشریت ته پند روښانه دی: هېڅکله داسې ځواکونه مه راغواړئ چې تاسې یې نشئ کنټرولولی.
د شاګرد او فیتون خبرداري ورکوونکي افسانې په یوویشتمه پېړۍ کې موږ ته څه وایي؟ موږ انسانانو په دې خبرداریو او ګواښونو باندې سر هم نه دی ګرولی، موږ د مخه د ځمکې اقلیم له انډول څخه ویستلی او میلیاردونه کوډه شوې جاروګانې، ډرونونه، چټ بوټونه او نور الګوریتمي روحونه مو راغوښتي دي چې ښایي زموږ له کنټرول څخه ووځي او د ناغوښتل شویو پایلو سېلاب راوباسي.
نو موږ باید څه وکړو؟ افسانې هیڅ ځواب نه وړاندې کوي، پرته له دې چې د کوم خدای یا جادوګر د ژغورنې په تمه شو. البته دا، یو ډېر خطرناک پیغام دی. دا خلک هڅوي چې مسؤولیت پرېږدي او پر ځای یې پر خدایانو او جادوګرانو باور وکړي. لا بدتره دا چې، دا په دې کې پاتې راځي چې وپوهیږي چې خدایان او جادوګران پخپله د انسان جوړ کړي دي – لکه د ګاډیو، جاروګانو او الګوریتمونو په څېر. د ځواکمنو شیانو د رامنځته کولو تمایل چې ناغوښتل شوې پایلې لري د بخار د انجن یا AI په اختراع سره نه، بلکې د مذهب په اختراع سره پیل شوی و.[1] پیغمبرانو او الهیاتو پوهانو ځواکمن روحونه راغوښتي وو چې باید مینه او خوښي راوړي خو کله ناکله یې نړۍ په وینو کې ډوبه کړې.
د فیتون افسانه او د ګوته شعر په دې کې پاتې راځي چې ګټوره مشوره ورکړي ځکه چې دوی په غلطه توګه هغه لاره انځوروي چې انسانان ځواک ترلاسه کوي. په دواړو افسانو کې، یو واحد انسان خورا زیات ځواک ترلاسه کوي، خو بیا د لوی غرور او حرص له امله فاسدیږي. پایله دا ده چې زموږ نیمګړې انفرادي ارواپوهنه موږ د ځواک له ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ کوي. دا ناپوخ تحلیل هغه څه له پامه غورځوي چې د انسان ځواک هېڅکله د انفرادي نوښت پایله نه ده. ځواک تل د ډېر شمېر انسانانو ترمنځ له همکارۍ څخه راځي.
په همدې توګه، دا زموږ انفرادي ارواپوهنه نه ده چې موږ د ځواک له ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ کوي. په پای کې، د حرص، لوی غرور او د ظلم تر څنګ، انسانان د مینې، شفقت، عاجزۍ او خوښۍ وړتیا هم لري. رښتیا ده، زموږ انساني بڼې د بد غړو ترمنځ، حرص او ظلم شتون لري او بد لوبغاړي د ځواک له ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ کوي. خو ولې انساني ټولنې دا غوره کړي چې خپلو بدترینو غړو ته ځواک وسپاري؟ د بېلګې په توګه، په ۱۹۳۳ کې ډیری جرمنیان سایکوپاتان نه وو. نو ولې دوی هټلر ته رایه ورکړه؟
زموږ تمایل چې داسې ځواکونه وغواړو چې موږ یې نشو کنټرولولی له انفرادي ارواپوهنې څخه نه، بلکې د انساني ګډ کار له ځانګړې لارې څخه رامنځته کیږي. د دې کتاب اصلي استدلال دا دی چې بشریت د همکارۍ د لویو شبکو په جوړولو سره خورا زیات ځواک ترلاسه کوي، خو د دغو شبکو د جوړېدو طریقه موږ دې ته چمتو کوي چې له دغه ځواک څخه په ناپوهۍ سره کار واخلو. زموږ ستونزه، بیا، یوه شبکه یي ستونزه ده.
په ځانګړې توګه، دا د معلوماتو ستونزه ده. معلومات هغه سریښ دي چې شبکې سره یو ځای ساتي خو د لسګونو زرو کلونو راهیسې، ساپینس د افسانو، خیالاتو او ډله ییزو وهمونو په رامنځته کولو او خپرولو سره د خدایانو په اړه، د کوډه شویو جاروګانو په اړه، د AI په اړه، او د نورو ډېرو شیانو په اړه لویې شبکې جوړې کړې او ویې ساتلې. په داسې حال کې چې هر انفرادي انسان معمولاً د خپل ځان او نړۍ په اړه د حقیقت په پوهېدو کې لېوالتیا لري، لویې شبکې غړي[انسانان] سره تړي او د افسانو او خیالاتو په تکیه کولو سره نظم رامنځته کوي. دا هغه څه دي چې موږ یې، د بېلګې په توګه، نازیزم او سټالینیزم ته ورسولو. دا په استثنایي توګه ځواکمنې شبکې وې، چې د استثنایي ډول تېر ایستونکو نظریو له خوا سره یو ځای شوې وې. لکه د جورج اورویل مشهوره وینا چې ویلي یې دي: ناپوهي ځواک دی!
دا حقیقت چې د نازي او سټالینیسټ رژیمونه په ظالمانه خیالاتو او بې شرمه دروغو بنا شوي وو دوی یې له تاریخي پلوه استثنایي نه کړل، او نه یې دوی ته دا پخوا ټاکل شوې وه چې ړنګ شي. نازیزم او سټالینیزم هغه دوه تر ټولو پیاوړې شبکې وې چې انسانانو تر اوسه جوړې کړې وې. په ۱۹۴۱ وروستیو او د ۱۹۴۲ په لومړیو کې، د محور ځواکونه د دویمې نړیوالې جګړې ګټلو ته نږدې شول. سټالین په پای کې د دې جګړې فاتح په توګه راڅرګند شو[2] او په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې نوموړي او د هغه وارثانو هم د سړې جګړې[3] د ګټلو معقوله چانس درلود. د ۱۹۹۰ لسیزې په پای کې لیبرال دیموکراسیۍ لاسبري شوه، خو دا اوس یوه لنډمهاله بریا ښکاري. په یوویشتمه پېړۍ کې، ښایي یو نوی ټولواکه رژیم هلته بریالی شي چېرته چې هټلر او سټالین پاتې راغلي وو، یوه ټول واکمنه شبکه رامنځته کړي چې کولی شي راتلونکي نسلونه د خپلو دروغو او افسانو له افشا کولو څخه وژغوري. موږ باید داسې فرض ونه کړو چې تېرایستونکې شبکې په ناکامېدو محکومې دي. که موږ غواړو د دوی د بریا مخه ونیسو، موږ به اړ یو چې سخت کار پخپله وکړو.
ادامه لري.
[1] د لیکوال دا نظر عمومي نه دی او ممکن په ډېرو دلایلو سره رد شي. لیکوال په ادیانو باندې لوی ناقد دی ځکه یې دلته هم خپل نظر ورکړی خو دا چې زموږ موخه د کتاب ژباړه ده، نه نقد ځکه یې د دې نظر ځواب نه لیکو او په ډېرو برخو کې بېطرفه پاتې کېږو.(ژباړن)
[2] Sean McMeekin, Stalin’s War: A New History of World War II (New York: Basic Books, 2021).
[3] امریکا او شوروي سړه جګړه.
مداخيل صاحب خدای دې خير درکړي دا لوی کاری هيله چې ده چې پرلپسې يې همدلته ولولو
مداخيل صاحب خدای دې خير درکړي دا لوی کار دی هيله ده چې پرلپسې يې همدلته ولولو