دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمنصور : د طالبانو مخالفان نه یو لاس دي او نه د...

منصور : د طالبانو مخالفان نه یو لاس دي او نه د طالبانو ځای نیولی شي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲ مه) د پنجشېر د جبهې د مشرتابه شورا یو غړی وايي چې د طالبانو مخالفان د دې وړتیا نه لري چې د طالبانو ځای ونیسي ځکه چې له سیاسي پلوه وېشل شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشیر جبهې د مشرتابه شورا غړي عبدالحفیظ منصور وویل چې د طالبانو اپوزیسیون له سیاسي پلوه ټوټه ټوټه شوی او د افغانستان د واکمنې ادارې ځای نیولو ته چمتو نه دی.

منصور وویل، “زموږ ستونزه دا ده چې موږ له سیاسي پلوه ټوټې ټوټې یوو، موږ اوس مهال چمتو نه یوو چې د طالبانو رژیم بدل کړو.”

هغه زیاته کړه، “اوس فرض کړئ چې طالبان سبا له منځه وړل کیږي، زه فکر کوم چې د هغوی د ځای نیولو لپاره چمتووالی او اړین ټیم نشته.”

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو د ۲۰۱ قول اردو د څلورمې لوا قوماندان محمد نسیم سنګین مخکې په یوه لیک شوی اډیو فایل کې د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د “مقاومت جبهې” په مالي فساد او د واک پر انحصار انتقاد کړی و.

د پنجشیر جبهې دغه غړي ویلي و چې دا جبهه د نړیوالې ټولنې پر وړاندې نه روښانه ژبه لري، او نه د جګړې وړتیا لري او ټول امکانات یې په یو ځای پورې منحصر کړي دي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په یوه اډیو فایل کې د پنجشیر د مقاومت جبهه په پراخ فساد تورنه کړې وه.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ځینې مخالفان د جلاوطنه حکومت د جوړېدو خبرې کوي.

سره له دې چې د طالبانو افراطي اقداماتو د هغوی مخالفانو ته د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ښه چانس برابر کړی خو د هغوی مخالفان په اوسني کمزوري او منزوي حالت کې په قومي او سمتي ستونزو سربېره پر ګڼو نورو اختلافاتو اخته دي. په داسي حالت کې که د طالبانو د مخالفانو کوم فراکسیون جلاوطنه حکومت جوړ هم کړي، هیڅ نتیجه به ترلاسه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب