Homeخبرونهد ایران د سکرو په یوه کان کې ۵۱ تنه مړه شوي

د ایران د سکرو په یوه کان کې ۵۱ تنه مړه شوي

تاند (یکشنبه، د میزان لومړۍ) د ایران په طبس کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې په نتیجه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۱ ته ورسید.

د ایران دولتي تلویزیون نن وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نن (یکشنبې) سهار د جنوبي خراسان والي، جواد قناعت په دې چاودنه کې د مړوشویو کسانو شمېر ۳۱ تنه ښودلی و خو ویل شوي وو چې ممکن د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

د پیښې د قربانیانو شمیر ۳۰ او د ټپیانو شمیر ۱۷ اعلان کړی و.

چاودنه پرون شپه شاوخوا ۹ بجې وشوه، او ایراني رسنیو په لومړیو کې د یوه تن د مړینې او د کان کیندنې په تونل کې د پاتې کارکوونکو د بې درکه کېدو راپور ورکړ.

د جنوبي خراسان د والي په وینا، چاودنه په دوو بلاکونو کې شوې، ۲۲ کسانو په B بلاک کې او ۴۷ کسانو په سي بلاک کې کار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...