پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستاني سرچینې وايي، افغان طالبانو د پاکستاني ځواکونو خلاف په جګړه کې...

پاکستاني سرچینې وايي، افغان طالبانو د پاکستاني ځواکونو خلاف په جګړه کې د ټي ټي پي ننګه کړې

تاند (یکشنبه، د میزان لومړۍ) د پاکستان امنیتي سرچینې وایي، پاکستاني ځواکونو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورند کرښې ته نژدې د ټي ټي پي له وسله والو سره نښته کړې ده.

پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو په قول ادعا کړې چې نښته نن سهار (یکشنبې) ونښته، او د افغان طالبانو پوله ساتو په دې برید کې د ټي ټي پي مرسته وکړه.

د امنیتي سرچینو په وینا، دا نښته هغه مهال وشوه چې د ټي ټي پي غړیو هڅه وکړه چې له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي.

سرچینې وایي، پاکستاني ځواکونو د ټي ټي پي د وسله والو مخه ونیوله او مرګ ژوبله یې ورواړوله.

له بلې خوا ټي ټي پي د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

1 COMMENT

  1. نر کار کوي د کافرستان او سیهونیستي خنزیرانو په ضد جهاد اصلي جهاد ده. که دوی دومره نر سي او رښتیا د کافرستان ( یهودي) سوډر په ضد وجنګیږي. 👏

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...