تاند (یکشنبه، د میزان لومړۍ) د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی وايي چې پاکستان هم په افغانستان کې د طالبانو د رژیم خلاف د هغو، وسله والو مخالفانو ته پناه ورکولی شی.
دراني له مشال راډیو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ټي ټي پي مشران په کابل کې اوسي او وسله وال یې په خوست ولایت کې عشر ټولوي.
ده افغان طالبان مخاطب کړل، ویې ویل چې ایا غواړي چې پاکستان د دوی مخالفانو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې د حملو لپاره د پاکستان په خاوره کې پلانونه جوړ کړي؟
که څه هم اصف دراني دا څرګندونې د پاکستان د یوه برحاله چارواکي په حیث نه دي کړي خو تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون ځینو پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې کړي او ویلي چې د ټي ټي پي غړي د افغانستان له خاورې په کار اخیستو په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو نن د خپلو امنیتي سرچینو په قول ادعا کړې چې ډیورند کرښې ته نژدې د ټي ټي پي له وسله والو سره د پاکستاني پوځیانو په نښته د طالبانو پوله ساتو د ټي ټي پي د غړیو ملاتړ کړی دی.
دوی په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو په وروستیو ورځو کې پر ډیورند کرښه د پوستو د جوړولو پر سر د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر له پسې نښتې شوي دي.
دراني له مشال سره په مرکه کې ټي ټي پي د طالبانو له حکومت سره د پاکستان د اړیکو جدي خنډ بللی او ویلي چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې له وسلو سره ازاد ګرځي.
دراني ویلي چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ توپیر سخته دی ځکه چې ځیني افغان طالبان په سرحدي سیمو کې یونیفورم نه اغوندي.