دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونه ملاله يوسفزۍ؛ نړیوال دې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ته...

 ملاله يوسفزۍ؛ نړیوال دې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ته پام وکړي

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۲مه)د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ناسته کې د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له ګډونوالو غوښتي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته پام وکړي.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې له کار او زده کړو د افغان ښځو او نجونو بي برخه کېدو ته په اشارې د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې دې کړکېچ ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې سبا سه شنبه د ملګرو ملتونو سازمان خپله ۷۹مه عمومي غونډه کې د نړۍ د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي او مشران ګډون وکړي.

یوسفزۍ پر مشرانو غږ وکړ چې “د نجونو خبرې واوري او سرمشريزه کې د دوی غوښتنو ته لومړيتوب ورکړي.”

دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې د طالبانو د حکومت کوم استازی د ملګرو ملتونو سرمشريزې ته نه دی بلل شوی. څه موده وړاندې د طالبانو د قطر دفتر سیاسي مشر سهېل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته معرفي شوی، خو منل شوی نه دی.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې “د خلکو ملاتړ او په ټول هېواد له واکمنۍ سره سره زمونږ کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته نه دی بلل شوی.”

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې لا تراوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی د بشري حقونو د سرغړونو او د نجونو او ښځو پر وړاندې د سختو تګلارو عملي کېدو له کبله پرې پراخې نېوکې کېږي او له دوی غوښتل کېږي چې له دغو بنديزونو او تګلارو لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب