په واشګنټن کي اوسېدونکو افغانانو ټلفون را ته وکړ چي د سیمي اوسېدونکي افغانان غواړي په یوه لوی پارک کي د افغانستان د استقلال د ورځي په مناسبت جشن جوړ کړي. او ماته یې هم په دي مراسمو کي د ګډون کولو بلنه راکړه. ماته دا عجیبه ښکاره سوه چي افغانان په خپل هیواد کي د دې مبارکې ورځي د تجلیلولو لپاره هیڅ ډول مراسم نه لري او حتی د استقلال د ګټونکي پاچا اعلیحضرت غازي امان الله خان نوم نه سي یادولای او خپل ملي بیرغ پورته کولای نه سي خو په واشنګټن او د نړۍ په نوروسیمو کي خپل ملي بیرغونه پورته کوي او ملي سرود، چي په افغانستان کي یې ږغول ناروا دي، ږغوي. ځکه مي دا غزل ولیکله.
خدایه بیا به کله وینم خپل رنګین بیرغ منلی
د وطن پر جګو غرو نو د اسیا د کور ښاغلی
بیا به کله ور ړانده کړي غبرګ لېمه د غلیمانو
بیا به کله را پخلا سي مرور له کوره تللی
د هغې ورځي په تمه سپینوم تیارې د عمر
چي یو ځل مي وای لیدلی خپل منبر تر هسکه تللی ۱
تل به نه وي زموږ په مېنه د تیارې ابۍ شریکه
پر لمن د شنه اسمان به یوه ورځ وي لمر ختلی
که دا مېنه د « امان » وه د تیارو لمن ټولیږي
پکښی وینو به یارانو د رڼا د بري څلی
یوه ورځ به پلونه ګوري د پېړۍ د کاروانونو
دا ویده اولس به ویښ سي د ازل بلا وهلی
بیا به ګورو چي ستانه سي پخواني زاړه وختونه
بیا به وینی چي رقیب وي له جنډۍ سره وتلی
پټ یې غوږ ته دی راوړی د نسیم پر وزر زېری
ما پرون په نیمه شپه کي پیر په خوب کي دی لیدلی
تور او سور زرغون بیرغ به بیا پر دې سیمه رپیږي
چي لا پاته یو افغان وي چي ودان وي لا یو کلی
جهاني فال مي کتلی هغه ورځ به لیري نه وي
چي پردۍ فتوا وي هېره محتسب وي تښتېدلی.
۱: د منبر څخه مطلب د افغانستان د بیرغ د محراب او منبر نښان دی.
د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر اتمه، ویرجینیا.