جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د استعمار راز | انجنیر خیرالله حسیني

د استعمار راز | انجنیر خیرالله حسیني

د وخت حکمرانان د خپل واک د ګدۍ د ساتلو لپاره وخت او شرایطو ته په کتو  ډول ډول او ځانګړې کړنلارې جوړوي او په کار یې اچوي چې خلک د خپل حاکمیت په قلمرو کې د اوآمرو پابند وساتلی شي.

 قاجاري کورنۍ چې په اصل کې تُرکان دي په ایران کې د اقلیتونو له ډلې ځنې دي خو د ایران په خاوره یې څه باندې ۱۳۰ کاله حکمراني کړې. وروستي پاچا یې احمد شاه په کال ۱۳۰۴هجري کې واک رضاشاه پهلوي ته وسپاره. د دې لپاره چې قاجاریان د ټولنې د اکثریت له ډلې ځنې نه وه او په هیواد کې دننه یې د غوڅ اکثریت ملاتړ نه درلوده، د واک د ساتلو لپاره یې د بهرنیو هیوادونو ملاتړ د شرطونو په بدل کې تر لاسه کاوه تر څو خپل واک ته دوام ورکړي. یو له دغو شرطونو څخه د امریکا د وخت ولسمشر بنجمین هریسن له خوا په قاجاري واکمنانو ایښودل شوی شرط وه چې هغه په ایران کې د ښځینه او یا نجونو د زده کړي په اړه وه. دغې مسلې ته وروسته راګرځم، مخکې له دې د یادونې وړ ده چې د ایران په شمول اسلامي نړۍ د لیک، لوست، شعر، طبابت اوساینس پوهنې غږ له پخوا اوچت کړی وه چې د اوومې میلادي پیړۍ له پیله د دیارلسمې پیړۍ تر پایه پورې دغه دوره د اسلام په تاریخ کې د Golden age یا طلائي دورې په نامه یادېږي چې بالعکس بیا دغه دوره په غربې نړۍ کې دage  Dark یعنې تورې دورې په نامه یادیږي ځکه چې په دې دوره کې اسلامي نړۍ د بشریت په تاریخ کې ډیرې بنیادي لاس ته راوړنې درلودې چې په هغو کې کې ښځو هم برخه درلوده. 

دغه سلسله د غربي نړۍ له خوا وروسته له دې شنډه شوه چې په ایران کې د قاجاري حکومت منځ ته راوړل هم د اسلامي تمدن د شنډولو یوه برخه وه. پوښتنه به مو دا وي چې شرط څه شی وه؟

د څو نورو شرطونو تر څنګ د امریکا د حکومت د شرط یوه برخه د ایران د قاجار له حکومت سره دا وه چې حکومت باید په ایران کې ایراني اخوندان د نجونو د زده کړې په وړاندې را ولاړ کړي او د نجونو ښوونځي ناروا وبولي.‌

قاجاري حکومت ته ویل شوي وو چې د دې شرط د عملي کولو په پایله کې به د ایران د راتلونکو نسلونو نیمه برخه د تُرکي قاجاري حکمراني په مقابل کې شنډه شي او له دې حقیقت نه به لري وساتل شي چې د ایران خاوره د تُرکانو نه بلکې د ایرانیانو ده. د شرط دویمه برخه دا وه چې په ایران کې دې مذهبي اقلیتونو یعنې عیسوي او یهودي میشتو وګړو ته د نجونو د ښوونځیو زمینه برابره شي. قاجاري حکمرانانو شرط پر ځای کړ، ایراني آخوندانو د نجونو زده کړه په اسلامي ټولنه کې د ناروا اړیکو د تامینولو او په ټولنه کې د فساد د رامنځ ته کولو لامل وګاڼه. د نورو مذاهبو ټولنې له دغه حکم څخه مستثنا یادې شوې وي. 

که څه هم قاجاري حمکرانان د دې کړنلارې د عملې کولو له کبله تر څه وخته خپل اهداف تر لاسه کړي وه خو د قاجاري حکمراني د پای لامل هم د همدغې کړنلارې پایله وه. د ایران ځنې خلک پر دې پوهیدل چې حکومت د خپل واک د دوام لپاره د نجونو ښوونځې تړلي. د نجونو ښوونځي تر هغو تړلي وه تر څو چې یو شمیر ایراني ښځو زده کړه خپل الهي حق وباله او د قاجاري زورواکۍ په مقابل کې یې پراخ اریونونه پیل کړل چې په پایله کې یې د نجونو د ښوونځیو تړلې دروازي د تل لپاره خلاصې کړي.

په دغو ښځو کې یوه پیاوړې ښځه بانو طوبا آزموده وه چې د تاریخ په پاڼو کې یې نوم ځلانده دی. د یو ډول نورو لاملونو تر څنګ د بانو طوبا دغه زړورتیا په ایران کې تُرکي حکمراني ته د پای ټکې کیښود. کله چې ایراني ټولنه پر دي وپوهیده چې د نجونو ښوونه د نسلونو په روزنه کې پیاوړې او رغنده رول لري او په ټوله کې زده کړه د پردیو له استعمار څخه خلاصون ته لاره هواروي، نجونو ته ېې په پوره ډول د زده کړې زمینه برابره کړه. کله چې په ۱۹۷۹م کې د ایراني اخوندانو مشر آیت الله خمیني واک تر لاسه کړ، د نجونو له زده کړې یې خپل پوره حمایت اعلان کړ او د ښځو زده کړه یې په خپل هیواد کې د استقلال په لاس ته راوړلو کې یو مهم لامل وګاڼه. نن ورځ په ایران کې د آخوندانو حکومت تر بل هر وخت پیاوړی او د نړیوالو له استعماره خلاص دی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب