جمعه, مارچ 29, 2024
Home+میا فقیرالله جلال‌ابادي / وږمه حلیم

میا فقیرالله جلال‌ابادي / وږمه حلیم

(۱۱۹۵-۱۱۰۰ه ق)

لنډیز:

میا فقیرالله جلال‌ابادي چې ژوند یې د (۱۱۹۵-۱۱۰۰ه ق) کې یقیني دی، د لوی امپراتور احمدشاه بابا د زمانې لوی دیني عالم، عارف او صوفي و. میافقیرالله جلال ابادي داسې ژوند تیر کړی دی چې زرګونو خلکو ته یې سمه لار ښوولې ده او په زرګونو نور یې دعلم او روحانیت په خانقا کې روزلي دي او د روحاني محترم شخصیت په توګه افغانانو، بلوڅانو او سندیانو پيژندلو او پيژني.

د میاصاحب زیاتره کتابونه په دیني مرکزونو، مدرسو، خانقا او جماعتونو کې تدریس کېدل او زرګونو زده‌کړیالانو ترې ګټه اخېسته ده. میاصاحب چې شاعري هم کړې، هغې موخه حمد او د خلکو لارښوونه دین ته ده.

کاریدونکي ویي:

میافقیرالله جلال‌ابادي پېژندنه، اثار يې او د کلام نمونې یې.

سریزه:

اول ثنا وایم د رب په ډېر عجز په ادب

دی خالق د کل مخلوق هم رازق د هر مرزوق دی

حقیقي عارف او صوفي هغه ده چې دیني پوهه يې په سمه زده کړي وي او په معنوي او روحي توګه یې په کې بدلون راوستلی وي، ځان او خپل خالق يې سم پېژندلي وي؛ لومړی یې ځان اصلاح  او بیا د الله ج د مخلوق ښوونه او سمې لارې ته رابلل يې عبادت ګرځولی وي. میافقیرالله همداسې یو دیني عالم، عارف او صوفي دی. د میا صاحب ژوند په زده کړه کړلو او نورو ته په زده کولو تېر شوی دی. د میاصاحب اثار دیني، عرفاني او تصوفي دي. 

متن:

میافقیرالله جلال ابادي په دولسمه پېړۍ کې د دین لوی عالم، عارف، صوفي او خوږ ژبی شاعر و. میافقیرالله جلال ابادي د شاه عبدالرحمن زوی او د شاه شمس الدین لمسی دی. په ۱۱۰۰ه ق د جلال اباد په حصارک کې زېږېدلی او په ۱۱۹۵ه ق د سند په شکارپور کې وفات شوی او مزار یې د (شاه صاحب دربار) په نامه مشهور دی. لوی امپراتور احمدشاه دراني هغه د زبدة الکاملین په نامه یادوه، اشرف الوزراء شاه ولي خان ترې  دعا غوښته، د سند حاکم سرفراز خان یې بزرګۍ ته سر ټيټاوه او د بلوچستان حاکم نصیرخان ترې د بریاليتوب دعا غوښتله. د سند خلکو میا فقیرالله “کندهاری شاه صاحب” باله.

میا فقیرالله جلال ابادي د لوی امپراتور احمدشاه بابا د زمانې تکړه نثر لیکوونکی هم شمېرل کېږي، د میاصاحب اثر “کیمیا سعادت” نثر روان او د عربي ژبې اغېز هم لري. 

میاصاحب په افغانستان او هند کې زده‌کړې کړي او یو لوی عالم، محقق، لیکوال او عارف شو. میاصاحب په کندهار کې هم اوسېدلی، هلته یې هم زده‌کړې کړي او هم یې تدریس کړی او کندهار کې اوس هم د میاصاحب په نوم جماعت شته چې د میاصاحب روحاني او ثقافتي اړیکې د شاهي کورنۍ سره ثابتوي.

میاصاحب د اعلیحضرت احمدشاه بابا سره عارفانه مکاتبه هم لرله چې مکتوبات اثر کې یې څلور مکتوبه د لوی امپراتور احمدشاه بابا په نوم او دوه مکتوبه د اشرف الوزراء صدراعظم شاه ولي خان په نامه چې هغه کې یې هغه خدای پيژندنې، صبر او ښو اخلاقو ته بللی دی. د نصیرخان او محبت خان بلوڅ او سند حکمران سرفراز خان په نوم هم مکتوبونه لري چې هغوی یې هم حق، حق پيژندنې، خدمت خلق، نیکۍ او عرفان ته بللي دي. همداسې نورو لوړ پورو چارواکو ته یې مکتوبونه لیکلي او کله به چې د سیاسي مشرانو منځ کې کومه ستونزه او ناخوالی پیدا شو میاصاحب به بې طرفانه هغه حل او فصل کوله او امیرانو به په درناوۍ هغه منله چې دا د میاصاحب سیاسي شخصیت هم ثابتوي، نو ویلی شو چې میاصاحب څو اړخېزه لوی او محترم شخصیت و چې سند او پښتونخوا کې یې یو فکري بهیر رامنځته کړی و. میاصاحب فکري بهیر مهم ټکی دا و چې خلک اسلامي احکام عملي کړي؛ نیکو اعمالو او خدمت خلق ته یې رابلل. میاصاحب په افغان، بلوڅ او سند قبایلو کې زیات نفوذ درلود؛ میاصاحب په شکارپور کې استوګن و او شکارپور چې د لوی امپراتور احمدشاه بابا په سند باندې د واکمنۍ مرکز ګڼل کېدو او له همدې ځایه د ده ارادتمندان او مریدان د تلقین او تبلیغ د درس لپاره تلل او خلک یې تصوف او طریقت ته رابلل؛ قندهار، ژوب، هرات، ننګرهار، سند، پيشین، پېښور، پنجاب او نورو ځایونو کې د ده فکري بهیر پيروانان وو. لکه په قندهار کې میافرح الدین اخوند، ملاګل محمد قندهاری، ملا نورمحمد توخی او ملا فیض الله او په سند کې پير محمد راشد د ده د مریدانو څخه دي چې د لویو روحانیانو څخه شمېرل کېږي.

  میاصاحب اووه ځله د بیت الله شریف زیارت کړی و او عربستان کې یې روحاني نفوذ درلود. 

میاصاحب په تصوف کې د نقشبندیه طریقې پیرو و او په دې طریقه کې یې له  دایم شهود محمد مسعود پېښوري او دی بیا د محمد سعید لاهوري مرید و چې په دې توګه دا لړۍ تر خواجه بهاوالدین نقشبند ته رسېږي. نوموړی د خپلو پیرانو په اړه وایي:

له حاجي محمد سعیده

زه یم شوی مستفیده

د لاهور شمع و جانه

درست لاهور و پرې روښانه

بل حضرت مسعود خوبلاره

دستګیر مې دی دلداره!

میاصاحب د نقشبندیه طریقې سره سره په قادریه طریقې پيرو هم و.

میاصاحب په نقشبندیه طریقه کې وروسته له حضرت احمد سرهندي مجدد الف ثاني څخه او په قادریه طریقه کې وروسته له حضرت سلطان باهو څخه د تصوف او عرفان لوی لیکوال و.

میافقیرالله جلال ابادي  په خپل اثر طریق الارشاد کې د تصوف په هکله ډېر څه لیکلي دي، میاصاحب طریقت او شریعت په دې ټکي ټینګار کوي چې سالک یوازې د شریعت له لارې کولای شي  د سلوک لوړو مقامونو ته ورسېږي او خلک د هغو شیخانو له پیروۍ منع کوي چې د شریعت اوامر او نهې نه عملي کوي. وايي دا شیخان اولیاءالله تعالی نه دي، بلکې د دوی اعمال کفر دي. او زیاتوي چې هر هغه سالک چې معرفت او حقیقت ته رسېدلو لپاره شریعت نه عملي کوي هغوي د شیطان ملګري دي. او بل ځای کې وایي چې پيغمبران د الله ج په اوامرو او نهې مکلف و او د پيغمبرانو څخه بل لوړ مقام نه‌شته چې د احکام الهي څخه معاف شي.

د طریقت او شریعت موضوع د اسلامي صوفیانو له نظره یو ډول نه ده؛ ځینې په دې عقیده دي چې شریعت او طریقت تر پایه یو دي تر څو سالک حقیقت ته ورسوي، خو ځینې بیا دا عقیده لري چې سالک چې حقیقت ته ورسېد، نو د شریعت له احکامو ازادېږي.

میافقیرالله جلال ابادي، خواجه عبدالله انصاري، حضرت شیخ سهروردي، حضرت محی الدین ابن عربي، شیخ جنید بغدادي او داسې نور ټول په یوه نظر دي چې شریعت او طریقت تر پایه یو ځاي دي او سالک هېڅکله د شریعت له احکامو نه ازادېږي.

میاصاحب خپل مریدانو ته تل د شرعي احکامو په ړنا کې طریقت ورښودلی دی؛ لګه:

بډایي خودبیني پرېږده په ثابت لار قدم کښېږده

مال و ملک و فرزند یاره دښمنان دې دي دلداره

له زړه کل غبار بیرون کړه رب په یاد کې ځان مجنون کړه

څو حیات یې دا په یاد کړه له زړه لېرې کل فساد کړه

لفظ خلق کې عزیزه نظر وکړه خوب تمیزه

دغه لام پکې مهرویه د کثرت دی اې نیکخویه

دغه ټکی د یقین دی چې د خ په سر مبین دی

ټکی کم کثرت معدوم کړه که سالک یې حال معلوم کړه

که سالک یې اې دلداره ته به ځان فاني کړې یاره

د فنا حاصل محال دی ځان فاني کول اشکال دی

که عارف یې اې دلریشه دا نکته ده درته پیشه

په خپل بل اثر اسما‌‌ءالحسنی کې د خدای تعالی له مبارکو نومونو څخه د (یا کبیر) نوم د ذکر کولو ارزښت داسې بیانوي:

یا کبیر سل ځله یاره مدام لوله نېک کرداره

نور عزیز به شې اې جانه تل په خلقو کې اې خانه

په فارسي ژبه یې د شعر نمونه:

ای برده گمان که صاحب تحقیقی         و اندر صفت صدق یقین، صدیقی

هر مرتبه وجود حکمی دارد                 گر حفظ مراتب نکنی، زندیقی

یا

هر ساده دلی محرم اسرار نباشد        تا بسته زبان در صف اغیار نباشد

منصور صفت را ز درون هر که بیرون زد      جولا نگه او جز بسر دار نباشد

میافقیرالله جلال ابادي په افغانستان او هند کې زده‌کړې وکړې، په پښتو، فارسي، عربي او هندکو ژبو پوهېده او اثار یې پرې لیکلي دي. د راپاتې معلومو اثارو شمېر یې یووېشتو ته رسېږي او په دې ډول دي:

  1. مکتوبات
  2. فواید میافقیرالله
  3. شرح اسماء الحسنی
  4. کیمیا سعادت
  5. فتح الجمیل فی المدارج التکمیل
  6. براهین النجان الدنیا و العرصات
  7. فیوضات الهیه
  8. طریق الرشاد فی التکمیل المومنین والاولاد
  9. وثیقه الاکابر
  10. قطب الرشاد
  11. فتوحات غیبیه شرح عقاید صوفیه
  12. جواهر الاوراد
  13. مبروره قصیده
  14. کتاب الازهار فی ثبوت الاثار
  15. محمود الاوراد
  16. دیانت سعاد د قصیدې شرح
  17. ملفوظات
  18. ملفوظات و عملیات
  19. شرح ابیات مشکل مثنوي
  20. د تقویم او نجوم رساله
  21. رساله بر ضرورت اشاره تشهد

زیات اثار یې په عربي او فارسي ژبو دي، نوموړی خپله وایي:

عربي او فارسي ژبه

کتب ډېر لرم طالبه

میافقیرالله جلال ابادي داسې ژوند تیر کړی دی چې زرګونو خلکو ته یې سمه لار ښوولې ده او په زرګونو نور یې دعلم او روحانیت په خانقا کې روزلي دي.

میافقیرالله جلال ابادي له اثارو څخه فواید فقیرالله، اسماء الحسنی او کیمیا سعادت که وګورو د الله ج ثنا او ستاینه یې داسې خوږه کړې ده:

فواید فقیرالله:

پاک الله له هره څیزه دی خبر زما عزیزه

خو هر کار یې له حکمته خالي نه دی نیک سیرته

اسماءالحسنی:

ربه ! ستا ثنا به وایم څو ژوندی په دا دنیا یم

کل ثنا ده ستا لایقه اې د کل جهان خالقه!

ګواهي لم چې احد یې لم یلد ولم یولد یې

شریک نه لرې سبحانه ! مبرا یې له نقصانه

بې مثاله بې مانند یې ! هم بې زن او بې فرزند یې

نه له چا یې پیداشوی نه د چا په حکم شوی

له هر عیبه له نقصانه پاک یې تل پاکه سبحانه !

ستا ثنا دا هومره ډېره چې تمام د چا په خوله ده

پس له حمده له ثنا نه درود وایم یاسبحانه !

ستا په دوست چې محمد دی دی د کل مخلوق سرمد دی

هم قدوه النبیین دی هم دی ختم المرسلین دی

قدوه ځکه وايي جانه چې اول ؤ له هر چا نه

دا حدیث قدسي یاره ! ګوره ته اې برخورداره !

چې د ده په باب ناطق دي وارد شوي دي صادق دي

لولاک ، لولاکه لما خلقت الافلاکه

ده د ده په مخ ودانه کل دنیا اې مهربانه !

کیمیا سعادت:

اول ثنا وایم د رب په ډېر عجز په ادب

دی خالق د کل مخلوق هم رازق د هر مرزوق دی

مثل نه لري بې شکه عقیده مې ده پرې کلکه

هم صلوة پر محمد دی چې محبوب د پاک احد دی

هم مې تورې د چشمان دي څلور واړه چې یاران دي

میافقیرالله جلال ابادي لوی دیني عالم دی چې همدې دیني پوهې ترې حقیقي عارف او صوفي جوړ کړی دی. د الله ج سره حقیقي مینه لري که په اثارو کې یې دعا ده که دوا برخه، د میا صاحب موخه د الله ج عبادت او رضا ده. میاصاحب شاعرۍ څخه داسې معلومېږي چې دا شاعري يې هم د دیني علومو ښه تدریس په وجه کړې، هغه دینی پوهه چې یې قرانکریم په برخه کې زده ده، یا دعاوې دي، د نظم په وسیله یې غوښتي اسانه او ژر نورو ته وروښیي او د تل لپاره يې حافظو کې خوندي کړي. لکه په فواید فقیرالله کتاب کې دېرشمې سپارې ټولې سورې په ډېر ښه انداز د هغوی د لوستلو وخت او فواید یې ښه ښودلي دي:

واوره ته له ما دلداره نیکوکاره برخورداره

چې قران کلام د حق دی موږ منلی دی برحق دی

په دا هر یو څیز ګواه دی چې کلام د پاک الله دی

مخلوق نه دی قران یاره واوره ته ای برخورداره

چې قران مخلوق ګڼینه هغه واړه دي بې دینه

چې ایمان ورلره نه وي مسلمان به دی په څه وي

باور راوړه قران لوله همېشه په ډېر ډېر ځله

قران شمع د جهان دی درست جهان په ده تابان دی

کل جهان په مانند شپه ده دا رڼا واړه له ده ده

تل د ده په رڼا درومه چې ازاد شي له سمومه

پيروي تل د قران کړه دغه کور د شیطان وران کړه

په قران کې حکمتونه ډېر بېحده دي مکنونه

موږ کوتاه لرو فهمونه څه به شمار کړو میږتونه

هر ایت کې ډېر حکمت دی خو قاصر زموږ فکرت دی

ولې هسې په کتاب کې ما لیدلی په دا باب کې

چې د عم هر یو سورة دی دا اسناد د ده ثابت دی

اوس به خود و تا ته وایم هر سورة اسناد به نمایم

هر یو هر مقصد د پاره معیین دي برخورداره

په دا شان یې مدام لوله وایم تا ته واوره دله

اوس له عین تر سین جانه اسناد واروه اې پردانه 

لومړۍ سورې عم په هکله وایي:

پس له هر نمانځه اې دله عم ډېر ډېر ځله ولوله

چې دې پس له مرګه جانه شي دا قبر در روښانه

او د اخري سورې الناس په هکله وایي:

که وسواس دې په زړه ډېر وي ډېر بې حد تر حساب تېر وي

د والناس سورة اې دله همېشه يې ډېر ډېر لوله

کل وسواس د تا له دله ورک به شي بې تحمله

اسناد واړه شه تمام تر سین پورې اختتام

د میا فقیرالله صاحب له بیتونو څخه معلومېږي عرفاني او تصوفي افکار یې ډېر پيچلي او ستونزمن نه دي، بلکې تر ډېره بریده د شریعي اصولو او قواعدو پر بنسټ ویل شوي دي. 

پایله:

میا فقیرالله جلال‌ابادي چې ژوند یې د (۱۱۹۵-۱۱۰۰ه ق) کې یقیني دی، لوی دیني عالم، عارف او صوفي و چې لوی امپراتور احمدشاه دراني هغه د زبدة الکاملین په نامه یادوه، اشرف الوزراء شاه ولي خان ترې  دعا غوښته، د سند حاکم سرفراز خان یې بزرګۍ ته سر ټيټاوه او د بلوچستان حاکم نصیرخان ترې د بریاليتوب دعا غوښتله.

 میافقیرالله جلال ابادي داسې ژوند تیر کړی دی چې زرګونو خلکو ته یې سمه لار ښوولې ده او په زرګونو نور یې د علم او روحانیت په خانقا کې روزلي دي.

د میاصاحب زیاتره کتابونه په دیني مرکزونو، مدرسو، خانقا او جماعتونو کې تدریس کېدل او زرګونو زده‌کړیالانو ترې ګټه اخېستې ده. میاصاحب چې شاعري هم کړې، هغې موخه د الله ج رضا او عبادت او د خلکو لارښوونه دین ته ده. د ژوند وروستي کالونه یې د سند په مشهور ښار شکارپور کې تېر کړل او هلته یې مزار دی چې هره ورځ لسګونه خلک یې په درناوۍ زیارت کوي. 

اخځلیکونه

  1. جلال ابادي، میافقیرالله.۱۳۵۹. فواید فقیرالله. سریزه، تعلیقات او لغتنامه د پوهاند عبدالشکور رشاد. خپرونکی د فلالوژی پوهنځی
  2. حبیبي، سراج احمد. ۱۳۹۹. عرفاني ادبیات دویم چاپ. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
  3. زغم، احمدشاه.۱۳۸۸. تصوف په پښتو ادب کې. چپټر.
  4. ښکلی، اجمل. ۱۳۹۷. تصوف او ادب درېیم چاپ. جلال اباد: مومند خپروندویه ټولنه.
  5. https:larawbar.net/35851.html#YNLKGiWuOEf

1 COMMENT

  1. ښه مقاله وه خوتکرار خبرې پکې ډيرې او نثر یی هم کمزوری و
    میاصیب ته د شاعر لقب ورکول ګناه ده مقصد کلمات یی موزون کړي دي
    اوکتابونه یی هم چندان ګټور نه دي ښه ده چې دځوانانو له منګولو لیرې وساتل شي د ملایانو کتابونه په مججموع کې ځوانان انتحار او خرافاتو ته تشویقوي
    ښه خو داده چی دغه میاګان که اتلان هم وي د تاریخ کندو څخه را ونه ایستل شي همداسې دوړو لاندې پراته ښه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب