یکشنبه, نوومبر 3, 2024
Home+فلسفه د خوب په کوټه کې

فلسفه د خوب په کوټه کې

د رنې ماګریت (René Magritte) د نقاشۍ ځانګړې شرحه

ژباړه او ټولونه: شفیقه نېکزاد

د فرویډ ارواپوهنه شاید د سور ریالیزم د مانیفیست لپاره مناسبه بهانه وه او د جنسي مسایلو تحلیل او تجزیه هم د فرویډ د نظریاتو اصلي بهانه او اساس و، نو طبیعیي ده، چې د سور ریالیستانو اثارو دې له سکسولوژۍ څخه لازمه ګټه پورته کړي وي. ځکه، چې د لاشعور زیاته برخه که څه هم، چې یې په شعوري او یا لاشعوري ډول په شا تمبوو، له جنسي مسایلو سره تړاو لري او په هنري اثارو کې هم خپل ځان ښیي.

د رنې ماګریت (بلجیکي سور ریالیست انځورګر ۱۹۶۷-۱۸۹۸) هغه هنرمند، چې له پراخې پېژندګلوو سره سره نا پېژندلی پاتې شو. سورریالیست، ولې د یو بوروژوا په څېر  ژوند کاوه، چې بیا خپله یې په خپلو اکثرو اثارو کې بوروژوا نقد کړې ده، سور ریالیست، خو بیا د یو شمېر ژورو رومانتیک تمایلاتو درلودونکی و!

د رنه ماګریت ډېری نقاشۍ، له دوو څېزونو، په یو بل کې له بدلونې یا هم یو بل ته د دوو څېزونو له حرکت څخه کیسه کوي. دا بدلول او حرکت معمولاْ درې حالتونه لري چې له یادو دوو مواردو سره تړاو لري:

  1. له دغه دوو څېزونو کله نا کله یو ساه لرونکی او بل بې ساه وي (لکه بوټونه په پښو بدلول، او یا هم د سره مډال په نقاشۍ کې یې بالعکس بڼه یا هم د یو سړي سر د تیږې په یو دېوال باندې بدلول)
  2. دواړه بې ساه وي او یا هم دواړه ساه لرونکي.
  3. کله هم یو جز وي او بل کل. لکه د خوب فصل. او یا هم د ادګار الن پو د کتاب د پښتۍ لپاره یې پنځولی انځور.

د (فلسفه د خوب په کوټه کې) په نقاشۍ کې د سینې چارچاپېره رنګونه او د سینو د حاشیو فاصل حد او لباس ښيي، چې دا جامې ځان نیسي، پوستکی اچوي، تبدیلېږي او ژوندی کېږي. زموږ په ذهن کې یو انیمیشن رامنځته کېږي. هغه انسان چې ارام ارام له دې جامو د باندې ښکاري (نه دا چې د باندې را وځي).

دا انځور کاملاْ سور ریالیسیتي انځور دی او که څوک د سور ریالیزم له تعریف سره سرګردانه یاست له دې انځور او یا هم د رنه ماګریت له لسګونو نورو نقاشیو څخه کولای شئ چې هم هغه او هم ځان راضي کړئ چې سور ریالیږم یو ځانګړی او جلا سبک دی یانې له نورو ټولو سبکونو سره اساسي توپیر لري. د سور ریالیستانو موخه په یوه اثر کې دخالت او د رویا مستقیم حضور دی، نه د رویا تفسیر. له دې نقاشۍ څخه را ټوکېدلی توهم تاسو ته هم د نقاش او هم د نقاشۍ موقف درکوي. د نقاش موقف په دې ډول چې تاسو هم کولای شئ په ورته ډول خپل چارچاپېر ته متوجه شئ او څېزونه انځور کړئ او هغوی ته تړلی حجم او شخصیت ورکړئ او د نقاشۍ موقف  په دې مانا چې تاسو د نقاشۍ پر مهال د خوب په کوټه کې پټ حضور لرئ، څوک چې د تخت په څنډه ناست دی او وهم وړی او فکر کوي چې دا جامې او دا بوټان، چې ځانګړي رنګونه لري او د میز او دېوال له رنګونو سره ځانګړې همغږي لري، ځان نیسي او په هغه موجود اوړي چې نور نه شته یا دلته موجود نه دی. هغه موجود چې لیدونکی یې دلته د ساعتونو له پاره په خپل ځای میخ کړی دی په داسې حال کې چې لاس تر زنې ناست دی او فکر وړی دی او په دې کوښښ کې دی، چې د خپلو خیالاتو په مرسته دې څېزونو ته حرکت ورکړي. دا تماشاګر خیال او رویا ده، هغه تماشاګر چې موږ یو، یا هم هغه چې په دې نقاشۍ کې پټ حضور لري. شاید فلسفه د خوب په کوټه کې همدا وي چې: د هغه کس حضور چې ددې انځور په ناپیدا برخه کې پیدا برخې ته او د نقاشۍ د تغیر حالت ته په کې ځير وي او دغه حالت همداسې پسې غځوي. یانې دا د یو نقاش نقاشي نه ده، بلکې د یو انسان تصور او په زیاد احتمال چې د یو سړي چې د ښځې جامې او بوټان یې په پښو دي.

ماګریت د هغو یو شمېر خاصو نقاشانو له ډلې څخه دی چې په خاص ډول پر فلسفه، سېمبولیزم او ارواپوهنه یې سر خلاصېده. یانې منظور مې دادی چې فلسفه، سېمبولېزم او ارواپوهنه هغه څه نه وو چې دده د اثارو او کار برخه دې و اوسي او دی دې هم ترې خبر نه وي او د اثارو له پنځولو وروسته دې ورته خلکو ور پام کړی وي، بلکې له نقاشیو څخه د مخه پر دې هر څه پوهېده او مطالعه کړي یې وو. (هغه لیک ته وګورئ چې میشل فوکو ته یې د (کليمو او څيزونو) د کتاب په اړه لیکلي وو) میشل فوکو ته لیکي: … هغه ډول چې تاسو د کلیمو او څيزونو په کتاب کې یې ښوونه کړې ده.  هیڅ شی مړاوی نه دی، بلکې هغه ذهن چې خیالي نړۍ خیالي انځوروي. په هر حال په ټولو نقاشیو، شعرونو او داستانونو کې د فلسفې او ارواپوهنې کوم څه شته او د چارچاپېره نړۍ څخه د اثر د څښتن تاثیر یې پر کار بې اغېزې نه دی. د ذهن دا مړاویتوب او د شلمې پېړۍ د ارواپوهنې او فلسفې تاثیر د ماګریت په نقاشیو او د نقاشیو په عنوانونو کې له ورایه څرګندېږي او دده د زیات کار له وجې ممکن چې دده څو اثار په یو نوم ومومئ.

د سور ریالیزم د نقاشیو په اړه په شلمه پېړۍ کې یو مهم تصور دا و چې ښځو ته یې په ټیټ نظر کتلي دي، مګر دا یو غلط تصور او اخیستنه وه. سور ریالیزم د فرویډ د ارواپوهنیزو اثارو څخه متاثره و او کوښښ یې کړی چې ډېری فکرونه او خیالات بېرون ته را وباسي. البته چې ددې خیالاتو سترې برخې په جنسي مسایلو پورې تړلي وې. سور ریالیزم چې د شلمې پېرۍ د ډېرو نورو هنري سبکونو په څېر د فساد او د بورژوازۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه را ټوکېدلي وو، نه یې شو کولای چې انسان هم نر او هم ښځې ته د یو فاسد او فریبکار په سترګه وګوري، ځکه چې دې کار یې نور هم د خپلې زمانې له واقعیتونو څخه تر شاه پرېښودل او یو ډول په کوچنۍ بورژوا تبدیلېدل چې د نوي والي او هنر والي ادعا نه شوه کولای.

ماګریت تل په خپلو کارونو کې هڅه کړې، چې د انسان باورونه، د کنجکاوۍ حس او له مخکې ټاکل شوي فرضونه وګواښي او کوښښ کوي خپل مخاطب ته وښيي چې څومره ساده او په ډاډ له هغو حقایقو غږیږي، چې له خپلې محدودې یې بېرون دي.

ماګریت د خپل یو اثر چې د انسان زوی یا (The Son of Man) نومېږي په اړه وایي:

(هر هغه څه چې موږ یې وینو په خپله یو بل څه پټوي، مونږ تل غواړو، چې د هغه څه په مرسته چې وینو یې، هغه څه وګورو چې را څخه پټ دي، اما دا څه ممکن نه دي، انسان خپل اسرار ډېر ښه پټولی شي).

د ماګریت د اثارو او کار ورته والی هم خورا جالب دی، کله یې چې له یو شمیر نورو نقاشیو سره پرتله کوو؛ د ماګریت د (خوشبخت) او (د نور سلطنت) اثار د سمبولیزم د لومړنیو کلونو له یو شمېر مهمو اثارو سره پرتله کېدای شي او تر منځ یې ژور ورته والی پیدا کولای شو. په ځانګړي ډول د ماګریت د یو هېوادوال ویلیام دیګوو دونانکوز اثر، په دې توپیر چې د ماګریت په اثارو کې د دیګوو د اثر اصلي موضوع نه ښکاري، په دې مانا چې ماګریت خپل ذهني خیالات د نور د غروب د یو رومانتیک تاثیر له مخې وړاندې کوي په داسې حال کې چې دیګوو د غروب په وړاندې کولو سره د خپلې نقاشۍ په حال او هوا تاکید کړي. د ماګریت د نور د سلطنت په اثارو او یو شمیر نورو هغو کې یې له الماني رومانتیک نقاش ګاسپار ډيویډ فریدریش سره اړیکه پیدا کوي. ماګریت تر پایه د فریدریش اثار ونه لیدل، بلکې د کتابونو او انځورونو له لارې یې ورته لاسرسی پیدا کړ. کولای شو چې دا ډول فکر وکړو، چې د شلمې پېړۍ د سور ریالیزم مدرن ګرایي چې د ماګریت په اثارو کې لیدل کېږي، تر څنګ یې د ماګریت په وجود کې د رومانتیزم له پاره ژور تمایل هم وینو.

ډېری کوښښ کوي چې د رنه ماګریت د اثارو ریښه دده د مور په ځان وژنه کې پیدا کړي، کله چې ماګریت ۱۳ کلن و مور یې ځان وژنه وکړه، ولې موږ ټول پوهېږو، چې د لاشعور سره په برخورد کې د سور ریالیزم او د هغه د فرویډي انګېزو د درک لپاره شخصي تراژیدیو ته اړتیا نه لرو. هغه څه چې ماګریت له نورو بېلوي د هغه هنري فرمالیزم او د ماتېدنې احساس دی. هغه تل هڅه کوله چې د هستی په اړه خپل مبهم، تریخ او له رمزه ډک نظر وړاندې کړي.

پاراډاکس د سور ریالیزم یو بل مهم اصل دی او ماګریت ددې غورځنګ یوه مهمه پاراډاکسه څېره وه. هغه ددې غورځنګ د اکثرو هنرمندانو برخلاف بروژوا و، ښایسته ژوند یې درلود په بروکسل کې یې ارامه کور درلود…  له دې ټولو سره سره یې په خپلو اکثرو اثارو کې بروژوا سخته نقد کړې ده.

د هنري مکتبونو له منځه د سور ریالیزم په کچه هیڅ هنري غورځنګ دومره ځمکنی او روښنفکره نه و، سرلاري یې شاعران او فیلسوفان و، چې په هماغه کچه هنرمندان هم وو، هغه هنرمندان، چې تل یې په هستۍ کې د چټیتوب په اړه خبرې کړي دي. ولې سور ریالیستان به تل په خپلو کې سره په تضاد کې وو او تل به یې نوي مانیفیستونه خپرول.

له بله اړخه ددې مکتب شهرت ددې باعث شو، چې موږ  له یاده وباسو چې اخیر ددې مکتب شاعرانو او هنرمندانو څه شي ته اشاره کوله او غوښتل یې چې ځان او نړۍ ته په نوي انداز وګورو. دا واقعیت شاید تر بل هر چا د رنه ماګریت په حق کې سم وي. په داسې حال کې، چې ددې سور ریالیست قصد، نیت او هڅې یا هم ددې هنري غورځنګ د ستر مخکښ او اګاه او مفکر هنرمند قصد، نیت او کوښښ دده د اثارو په شهرت کې ورک شوی دی، هغه غوښتل، چې زموږ سترګې را خلاصې کړي چې شاوخوا شیانو ته په نوي ډول وګورو.  ولې دی په خپل بریالیتوب کې محوه شو او د سور ریالیستانو دا عقیده شاید پر ځای وي چې : د هنر ګټه په دې کې ده، چې ګټه نه لري. هنر له چا نه مکافات نه غواړي؛ بلکې پخپله خپل ځان ته مکافات ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب