چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهخوستي طالبان: د نجونو د زده کړو مخه کندهاري طالبانو نیولې ده

خوستي طالبان: د نجونو د زده کړو مخه کندهاري طالبانو نیولې ده

تاند(شنبه، د حمل ۲۰) په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي خبرونه چې په خپلواکه توګه تایید شوي نه دي وایي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو مخه کندهاري طالبانو نیولې ده.

د حقاني شبکې یوه جیګپوړي غړي انس حقاني ته منسوب یو بیان وایي چې څوک دې یې مجبوروي نه که نه دا به افشا کړي چې د نجونو د ښوونې او روزنې مخه چا نیولې ده.

د انس په هکله ویل کیږي چې په خبره پوه او باشعوره انسان دی او شعر هم لیکي، خو د حقاني شبکې په هکله معمول نظر دا دی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه برخه ده چې په افغانستان کې د بېخبناوو ویجاړولو لپاره د پاکستان ماموریت ترسره کوي.

څو کاله وړاندې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د پوځي ځواک یوه جنرال مایک مولن هم ویلي وو چې حقاني شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) ښی مټ دی.

د کندهاري طالبانو په هکله دا نظر عام دی چې معتدل دي او د تېرو شلو کالونو له محرومیت نه یې دا زده کړه کړې چې څنګه له خلکو سره نرم چلند وکړي، خو دا لا معلومه نه ده چې د دواړو ډلو تر منځ اختلافات څومره ژور دي، چا او ولې د افغان ولس د لوڼو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

تر دې مخکې، په پېښور کې د پاکستان د پوځي استخباراتو له خوا جوړ شوي جهادي تنظیمونه هم داسې ترتیب او تنظیم شوي ول چې په خپلو کې سره غوښه او چاړه ول.

پخوانيو جهادي تنظیمونو په ۱۳۶۰مه لسیزه کې، د خپلمنځي نښتو په ترڅ کې په سلګونو کسان ووژل او کله چې په ۱۳۷۱ کې د ډاکتر نجیب حکومت نسکور شو، ایران، روسیې، فرانسې د جمعیت او پاکستان د حزب اړخ ونیو، چې د دغو دواړو، د ایران د نایب حزب وحدت، د سعودي د نایب اسلامي اتحاد او د ترکیې د نایب اسلامي جنبش ډلو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې په لسګونو زره د کابل ښاریان او د نورو ولایتونو اوسېدونکي ووژل شول.

1 COMMENT

  1. نو دا بیا قوماندانی او مَلِکی ده ؛نه امارت او واحد قیادت۰
    هر څوک هرچیری خپل تصور او خیالات چلوی؛هر یو ځانته انحصار تحمیلوی،د اسلامی حکومت او دولت،واحد پوخ او مدبر قیادت،ملی خدمات،ملی ګټی،انسانی حقوق،علم او تخصص ته د انسانی ټولنی ضرورت،خودسازی،ملت سازی او د اوسنی انسان ضرورت ،ښوونه او روزنه او مستقبل دډی ملت او نور هغه څه دی ؛چی امارت نفی کوی او ملت ته دجاهلو ملیشه قوماندانانو حکمروایی وریادوی ،اسلام دوحدت،اخوت، علم ،اخلاق ،عدالت او خدمت دین دی ؛تر اوسه د ملت او ملی ګټو لپاره څه شوی؟د امارت مزایاوی او ترجیحات چیری دی؟ کوم کار تیرو اتو میاشتو کی ،اهل ته یی سپارل شوی ، او د کار نتیجه یی څه ده؟ که ځان جامع الکمالات بولی او د حقانیه مدرسی ږیره او نسوار ،هرکاره دی او دا انحصار ،افغان او انسانیت نه شرموی؟پنجاب کی څو ملا باقی وزیران دی؟
    دا احمقانه او خیانت نه ډکی مشوری چی د طالب ،بل ګړنګ نه سقوط لپاره ،ذهنیت جوړوی دکوم شریر مرکز نه ورکول کیږی؟
    نوبیا د امارت نوم او چتر لاندی سر ښورول ،جفا او خیانت ندی له اسلام سره؟دا فهم او تربیت قطعا کافی ندی،اسلامی امارت لپاره ،سازنده عناصر مو کافی ندی،نو بیا خرڅیدل او ډبولو ته مو نه عرضه کوی ۰؟
    تر اوسه پدی نپوهیږی ،ښوونه او روزنه عبادت او توقف نه منی ،تاریخ اسلام،اوسنی څو پنځوس اسلامی ملکونه او متبحر علما یی درسره نه منی ؛نو ته اشرف المخلوقات ،ترکستان ته نه یی روان؟
    طالب جانه په حال شه؛فرصت او بی حسابه نعمات مه ضایع کوه ؛والله عزیز ذو انتقام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب