Home+راشدخان آر کې ۱۹ برانډ راوایست

راشدخان آر کې ۱۹ برانډ راوایست

تاند(شنبه، د حمل ۲۰) د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو ستوري راشدخان د خیریه چارو لپاره د (RK 19) په نوم برانډ جوړ کړ او ویې ویل چې د دغه برانډ د جامو او نورو جنسونو د عاید پنځه سلنه به راشدخان بنسټ ته ځانګړې کړي.

د راشدخان فونډېشن یا بنسټ غیرانتفاعي دی (غیرحکومتي مرستندویه موسسه) او هدف یې د ټولنې د کمزورو او بېوزلو لاسنیوی دی.

د راشدخان بنسټ په افغانستان کې د روغتیا، پاکو اوبو، یتیمو ماشومانو ته د زده کړو او له بیوزلو ماشومانو سره د مرستې په برخو کې فعالیت کوي.

راشدخان، چې په یو ورځنیو لوبو کې تر بل هر لوبغاړي ژر سل ویکټونه پوره کړي او په شل اوره سیالیو کې د نړۍ لومړی درجه باولر دی، غواړي چې د آر کې ۱۹ برانډ په وسیله له یوې خوا خلک سپورت ته لېواله کړي او له بلې خوا د ټولنې کمزورو وګړو ته مرسته ورسوي.

دا برانډ به ورزشي پتلونونه (برزوګان)، نیکرونه، بوټونه، ټي شرتونه او نورو سپورتي جامې اړو وسایل ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...