شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعمران خان له خپلو پلویانو د نوي جوړېدونکي حکومت پر ضد د...

عمران خان له خپلو پلویانو د نوي جوړېدونکي حکومت پر ضد د مظاهرو غوښتنه وکړه

تاند(جمعه، د حمل ۱۹) د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې د بې باورۍ له رایو سره مخامخ دی، یو وار بیا ادعا وکړه چې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري له واکه لېرې کېږي.

عمران خان تېره اوونۍ هم، مخکې تر دې چې له ولسمشر څخه وغواړي چې پارلمان منحل کړي، دې ته ورته ادعا کړې وه.

د پاکستان سترې محکمې هماغسي چې اټکل کېده د پارلمان د منحل کېدو په اړه د ولسمشر پرېکړه رد کړه ځکه چې عمران خان هغه مهال د پارلمان د منحل کېدو غوښتنه وکړه چې په پارلمان کې یې اکثریت له لاسه ورکړ او هرو مرو سلب اعتماد کېدو.

خو عمران خان نن شپه (جمعه) ملت ته به وینا کې وویل چې له سلب اعتماد کېدو وروسته به د پارلمان د غړیو په اکثریت نوی جوړېدونکی حکومت ونه مني او له خپلو پلویانو غواړي چې د یکشنبې په ورځ ماسخوتن مهال د اعتراض په دود واټونو ته راووځي.

عمران خان همداراز وویل، د پاکستان سفارت په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ته د امریکا پټ اسناد رالیږلي چې پر اساس یې امریکا غواړي دی له واکه ګوښه کړي.

عمران خان یو وار بیا وویل چې دا اسناد به ولس ته وښيي خو له دې کبله به هغه پټ شیفر هم څرګند شي چې په وسیله یې دا اسناد د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ته رارسېدلي دي.

ده زیاته کړه، یوه امریکايي چارواکي په واشنګټن کې د پاکستان سفیر ته ویلي و چې عمران خان باید روسیې ته نه وای تللی.

د عمران خان په وینا دغه امریکايي چارواکي د پاکستان سفیر ته په پارلمان کې د عدم اعتماد موضوع هم وریاده کړې وه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نیډ پرایس د عمران خان ادعا رد کړه.

پرایس په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې «دا خبره حقیقت نه لري.»

2 COMMENTS

  1. په پښتو کي يو متل دي چي مکوه پر ما چي وبه شي پرتا، دا ناخان عمران دوس، د افغانستان جنګ ته جهاد ويل د مسلمانو وژنه ته روايت ورکوو، د افغان انجوني مکتوبونو بندول د افغانان ډود او دستور ويل، بلاخره زمونږ د نظام او د هيواد بربادي ته کلکه ملا ترلي وو، خداي هغه مخ تور و شرمسار کر. خداي دي دي وسيله کري چي پاکستان نامسلمان او شيطاني اردو او نظام ړنګ او له مينځه ولارشي تر څو چي مسلمانان په ګاونيتوب ددي هيواد کي په کراره ژوند وکراي شي.

  2. khan is not real pukhtoon.
    one time support by isi and now replace by army.
    khan always was against afghanistan.
    if you are pukhtoon why you make separately party.
    YOU have to support national awamy party.
    now can become friend with TTP&PTM

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب