جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهروسيه: ديپلوماتېکې اړيکې ورسره پالو، ط مو په رسميت نه دي پېژندلي

روسيه: ديپلوماتېکې اړيکې ورسره پالو، ط مو په رسميت نه دي پېژندلي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ويانده ماریا زاخارووا وايي، چې له طالبانو سره د هغوی له واک ته رسېدو مخکې هم دوی دیپلوماتېکې اړیکې لرلې او لا هم دغو اړیکو ته دوام ورکوي.

نوموړې په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل له وخته مخکې خبره ده او په دې اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني له روسیې سره دیپلوماتیکې اړیکې هم مهمې ګڼي او وايي، چې دوی متوازن بهرني سياست او ديپلوماسۍ ته لومړيتوب ورکوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان د سفير په توګه د طالبانو له لوري معرفي شوي جمال ناصر غروال ته ویزه ورکړه.

له دې سره به په روسيه کې د جمهوري نظام د سفير سيد طيب جواد دنده پای ته ورسیږي او افغان سفارت به طالبانو ته وسپارل شي.

په روسيه کې د افغانستان د سفارت یوه دیپلومات غوث جانباز نن په خپله فیسبوک پاڼه کې د افغانستان له درې رنګه ملي بیرغ سره په خپل کاري دفتر کې یو اخيستل شوی عکس خپور او لیکلي وو، چې نن یې په سفارت کې د دندې وروستۍ ورځ ده.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ګومان کېږي چې طالبانو ته د سفارت له سپارلو سره به ډېرو مخکينيو دیپلوماتانو خپلې دندې پريښي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب