یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونه۳ تنه اختطاف شوي ازاد او څه باندې ۵ سوه میله وسله...

۳ تنه اختطاف شوي ازاد او څه باندې ۵ سوه میله وسله او نور تجهيزات نیول شوي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) د طالبانو چارواکي وايي، چې په تېرو څو ورځو کې یې ۳ تنه د انسان تښوونکو له منګولو را خوشې کړي او له ۵ سوه میلو څخه زياته وسله او ګڼ نور تجهيزات يې تر لاسه کړي دي.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې ۲ تنه له انسان تښوونکو څخه په ننګرهار کې د نن ورځې په پای ته رسیدلو چاڼيزو عملياتو کې را خوشې شوي.

ويل شوي، چې په دې عملياتو کې ۵۴۵ ميله وسلې، ۱۱ وسایط، مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.

دغه عملیات چې شپږ ورځې یې دوام وکړ نن پای ته رسیدلي.

 ‏بل لور ته: د طالبانو امنيتي ځواکونو د ‎بلخ د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی.

طالب وياندويان وايي، چې دغه ماشوم دوې ورځې وړاندې له کابله تښتول شوی و او بېګاه په بلخ کې د ‎انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړل شوی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د انسان تښتونې د پیښو د زیاتوالي خبرونه ورکول کيږي، خو په وروستيو کې طالبانو د ګڼو تښتول شويو کسانو د خوشې کیدو او د عاملينو د نيولو خبر ورکړی دی.

2 COMMENTS

  1. دتاند محترمو کارکونکو ته!
    ايا دا حتمي ده چه کله تاسو دطالبانو ته منسوب خبر تاسو خپروي دخبر شاته يعني بګروند یي داحمدشاه مسعود څيرلي عکس وي له دی څخه څه مقصد دي موژ خو سر پري خلاص نشو خبر له جلال اباد تر شاه عکس داحمد شاه مسعود هغه هم څيرلي ولي هغه دي کرزي عکس چي دي لوي جرګي پر خيمه کي تر پښو لاندي واچول شو او دشځي کنځاوي دټولو رسنيو پر مخ کي ورته کيدلي نه ي نشروي

  2. الله د وکړی چی احمد شاه مسعود، او نورو جنګسالارانو عکسونه نور په نظر کی رانشی. لعنت دی پر خلیل حقانی شی چی مسعود یی د کرمان خطاب وکړ همدا مسعود وه چی روسانو سره یی پروتوکول وکړ بیا روسان ټول د شرق او جنوب خواته پر پښتنو مسلط شول بمباری یی وکړی او وژنه یی وکړه. مسعود د کی، جی، بی فعال غړی وه دا خبره خو خپله روسانو هم کړی. کابل د همدغه خره د جنګ له وجی وران شو خو اوس هم د دغه جنګسالار عکسونه د طالبانو د ولکی لاندی ځاینو کی وینو. ټول باید راټول شی و وسوځول شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب