یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهیو شمېر کډوالې کورنۍ: د لوڼو د زده کړو د دوام لپاره...

یو شمېر کډوالې کورنۍ: د لوڼو د زده کړو د دوام لپاره افغانستان پريږدو

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) له افغانستان څخه يو شمېر کډوالې شوې کورنۍ وايي، چې له دغه هېواد څخه د نجونو د تړلو ښوونځيو له کبله وتلي دي.

د دوی په وینا، د لوڼو د زده کړو راتلونکی یې یوه لویه اندیښنه وه، چې باید رسیده ګي یې ورته کړې وای.

د فرزانه نعمت په نوم یوې افغانې ښځې ويلي: له داسې حکومت څخه چې حتا د نجونو ښوونځي تړي، د کومو انساني حقونو تمه کیدای شي؟

طالبانو له افغانستان څخه د ورځ تر بلې زیاتیدونکي مهاجرت د دغه عامل په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو له واکمنیدو سره له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځي وتړل شول او ژمنه یې وکړه، چې د حمل میاشتې په درېیمه به دا ښوونځي بېرته پرانیزي.

د حمل په درېيمه د ټولو انګېرنو خلاف د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته په یوه منسوبه پریکړه کې د نجونو ښوونځي په داسې مهال بیرته وتړل شول، چې له څو مياشتيني ځنډ څخه وروسته نجونې په ډېره خوښۍ ښوونځيو ته تللې وې او ایله يو ساعت یې نه و شوی.

د طالبانو دا پرېکړه د دیني عالمانو په ګډون په ملي او نړيواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

3 COMMENTS

  1. تاند ندی ویلی چی دا ښځه پرون په کابل کی وه او نن تللی او که په کوم کمپ یا داستعمار په دهلیز او یا خونه کی پرته افغانه ده. دخلیل زاد او امیری په حمله کی ده او که بی سرنویشته په کلیسا کی منتظره بی کوره افغانه ده. او حتی هغه لا افغانه ده او که دافغان په سر امتیاز غوښتونکی پرذی ښځه ده.
    که دهغوی دنجونو دمسلمانی پاتیدلو امکان وی نو ښه او که نه نو خدای دی دلوڼو ګناه هم پردی وتړی.

  2. په افغانستان کی د اسلامی امارت په نوم اسلامی چارواکو ته اسلامی وړاندیزونه:
    زه نه پوهیږم چه په دا ستاسو کابینه او اسلامی امارت کی څه روان دی؟
    آیا په اسلامی احکامو او قوانینو کی شناحت او پوهه لریی او که نه؟ که چیرته یی لری ولی د علم او پوهی مخه مو په هیوادوالو ډب کړیده؟ او اوس د زده کړو په خاطر بهرنی هیوادونو ته روان دی. آیا دا ستا سو فرض نه دی چه یوه افغانه لورکۍ سبا د بل ملک په بی حجابه لباس کی مکتب ته لاړه شی؟ ځکه دا ستاسو خبری دی چه په نورو ملکونو کی بی حجابه لباسونه او نوری… کړنی تر سره کیږی.
    که د عالی تحصیلاتو وزیر مو چه همیشه مخ پټی ګرځی( پدی خاطر چه طالیبانو ته په دغه کاذب چل سره) ځان ډیر تقوا دار وښایی، تل په رخصتیو کی په پاکستان کی د خپلی کورنی سره مصروف وی او لیدل شوی هم دی. او دغه وظیفه پرمخ نشی وړای منفک کړی.

    زما ځواب د یو عادی افغان په حیث تاسو ښاغلو ته دادی. چه لمړی په اسلامی اصولو او احکامو ځان خبر کړی. ځکه په اسلام کی تاسو د سعودی او قطر څخه مخکی نه یاستی. او که خبر یاستی ولی ستاسو په فکر یو کفری ملک ته ستاسی د امارت په وخت کی یو زوړ پلار چه دکور دنفقی لپاره یوه لور لری، او دغه لور په دي خاطر چه مکتب ته لیږی چه دعلم او پوهی په لاسته راوړلو سره حلاله روزی په خپل وطن کی لاسته راوړی. مګر ستاسو ګډ وډ حالت اوس مجبوره کړیده چه وطن پریږدی، او علم او پوهه په بل ملک کی ترلاسه کړی.
    دوهم په اسلام کی وعده خلافی نشته تاسو د مکتب د نه خلاصیدو په باره کی د الله ج حکم مات کړه. ولی؟

    دریم په اسلام کی د مسلمانانو د اولادونو تر مینځ فرق وجود نلری. مګر دا فرق په ښکاره توګه تاسو کوی. مثلا ستاسو د عالی تحصیلاتو د وزیر لور ګانی د پاکستان په پوهنتونونو کی او د بل وزیر شهاب الدین دلاور لور ګانی مو د قطر په پوهنتونونو کی عصری زده کړی کوی، مګر د غریب افغانانو اولادونه مو د زده کړو څخه محروم او منع کړی دی.
    زه د امارت د چارواکو خبرو او وعدو نور په تشویش کړی یم. که داسی حالت روان وی ددیی ټولی عظیمی ګڼاه ځواب به اوسنی چارواکی هم په دیی دنیا او هم په ریښتینی دنیا کی ورکوی.
    زه به د سرک په جوړلو څه وکړم؟ ماته فرض مهم دی(افغان انجونی د اسلامی امارت فرض دی نه باید بهر ته د مکتب لپاره لاړی شی)
    بیا هم وایم ایا دغه د اسلامی امارت د چارواکو اسلامی کړنی او قوانین دی او که بل څه روان دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  3. یو خو دا ځینې خلک او تبصیرې لیکونکي لکه د کړزي د وخت ملا عبدالجبار ثابت او یا د تروو مچ هرچېرته ناست او کنځلې کوي ، د دې سړې ګور به څنګه له مارانو او لړمانو ډک وي .
    مطبوعاتو کې باید له ادب ، عقل ، منطق او متقابل احترام نه کار واخیستل شي نه کنځل او چټیات .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب