سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهایران کې افغان کډوالو سره ناوړه چلند توندو غبرګونونو سره مخ شوی

ایران کې افغان کډوالو سره ناوړه چلند توندو غبرګونونو سره مخ شوی

تاند:( شنبه، د حمل ۲۰ مه) په ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي او خلکو توند غبرګونونه ورته ښودلي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دغه ویډیو ګانې پر افغان کډوالو د ایراني ځواکونو له جنسي تېري نیولې د هغوی تر شکنجې او ښکنځلو پورې حالت بیانوي.

د عامو افغانانو تر څنګ يو شمېر مشهورو څېرو په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي او د ایران له چارواکو یې غوښتي، چې افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي.

د افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا د ایران د خلکو په نوم ځانګړی لیک خپور کړی او ویلي، سره له دې چې افغانستان او ايران دواړه مستبد حکومتونه لري، خو خلک یې باید فشار پرې راوي څو که ښه ګاونډيتوب نه شي کولای، ښه انساني چلند خبر ولري.

د پاکستان ترکنټرول لاندې جغرافیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین هم له ایرانیانو غوښتي څو افغان کډوالو سره مناسب او انساني چلند ولري.

ايراني چارواکو په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

د طالبانو تبليغاتي مبلغينو بيا ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام یې د ایران د سفارت ځینې مشران په دې اړه د اعتراض لپاره احضار کړی و.

د طالبانو منتقدینو بیا ویلي، چې دا ورځ طالبانو پر افغانانو راوستی، ځکه د دوی له کبله خلک مهاجرت ته مجبور و او داسې پېښو سره مخ کیږي.

1 COMMENT

  1. د فارس ظالم حکام په ایران کی هم له سنیانو نه،خپلو یهودیانو ته ترجیح او ښه امتیازات ورکړی او ډدی کاریی یهودی ټولنو ستاینه کړی،دا په جاهلی تعصباتو کګړ ملایان اوس راکټ او شیعه ملیشی لری،چې فاطمیون یی هم یو جزء دی۰
    هغه چې وایی؛ خدای دِی خره ته ،ښکر نه ورکوی،نو نآاهل ته امانات سپارل،هم په کور مصیبت وی او هم ګاونډیو ته یی خیر نه رسیږی،خو اساسی مسئولیت ،زموږ د حکامو دی،چی پدی قلمرو ځان حاکم او فاتح ګڼی،او دا مومن ملت څومره حقدار د خدمت ګڼی،او غیرطالب ته په کوم حیثیت معترف دی او که نه؟
    ایا دا ملت کوم حامی او خادم لری اوکه یی د لیوانو او داړونکو خولو ته یی لاسی برابروو؛او زموږ څلورلکه طالباڼ بس دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب