پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد باميان د ملي امنیت پخوانی رییس هېواد ته ستون شو

د باميان د ملي امنیت پخوانی رییس هېواد ته ستون شو

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ د بامیان لپاره د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې په جمهوري نظام کې د دغه ولایت د ملي امنیت‌ يو رییس هېواد ته راستون شوی.

د باميانو لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالله سرحدي ويلي ،چې د ملي امنيت د پخواني رييس حيات الله روستا زاده هرکلى یې کړی.

 هغه زياته کړې،چې د طالبانو اداره د عمومي بخښنې اعلان ته ژمنه ده.

هغه د باميانو د ملي امنيت د پخواني رييس د امنيت تامينولو ډاډ ورکړی او د پخواني حکومت له ټولو مسوولينو یې غوښتي چې هېواد ته ستانه او په بيارغونه کې ېې ونډه واخلي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، هېواد ته د شاوخوا يو نيم سل پخوانيو لوړپوړو او ټیټ پوړو چارواکو د ستنیدو او ورسره بیرته یې له هېواده د ځینو نورو د وتو خبر ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده،چې له هېواده د بې کارۍ،لوږې او د طالبانو له لوري د امنيتي ګواښونو او د خلکو پر ژوند د محدودیتونو د لګولو له کبله له هېواده د ډېرو خلکو د وتو خبرونه هم ورکول کېږي.

1 COMMENT

  1. د جاهل زامنو که هیواد ته بیرته ستانه شی نو نجونې به یې ښوونځی چیرې لونې تاسو خو په نجونو ښوونځي تړلي دي ! نالت په جاهیلینو !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب