چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهزابل کې د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

زابل کې د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ ‏‏‏د زابل د عامي روغتیا ریاست چارواکو د دغه ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د یوه روغتون د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د اعلاميې له مخې،د دغه روغتون د بنسټ ډبره نن د زابل د عامي روغتیا لپاره د طالبانو رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ایښې ده.

د ډاکټرحکیمي په خبره دغه روغتون د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د صحت مندۍ د همکارې موسسې له لوري، د عامې روغتیا د ریاست تر څار لاندې جوړېږي.

د نوموړي په خبره د دغه روغتون په جوړېدو سره به د ارغنداب ولسوالۍ تر څنګ د خاک افغان، میزانې، او دایچوپان ولسوالیو د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

1 COMMENT

  1. دغه د چاودې زامن او مذهبي لېونیان خوشې غول خوري ! ۳ میلیونه افغاني خو 30000 اورو کیږي پر دې پيسو کله کلینیک جوړیږي او کله بیا الات اخیستل کیږي ! دوی خو د نجونو ښوونځی تړلې دي ، د ښځو ولادي او نثایې تداوي به څوک کوي ! تف لانت پر دې جاهلو رزیلانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب