شنبه, اپریل 20, 2024
Home+فلسفه او انساني تمدن | احسان الله ځيرک

فلسفه او انساني تمدن | احسان الله ځيرک

لومړۍ برخه

“فلسفه او انساني تمدن” ترکیبي سرلیک دی، چې له دوو برخو ‘فلسفې’ او ‘انساني تمدن’ جوړ شوی دی. تر دې سرلیک لاندې زموږ اساسي بحث په دې پوښتنه راڅرخي، چې: ” فلسفې د انساني تمدن په غوړېدا او پرمختیا کې څه مرسته کړې؟”

فلسفه له طبعیت سره راز او نیاز دی. انسان بیا فطرتاً د د طبعیت پر رازونو پوهېدل غواړي. همدې تندې د انسان او طبعیت اړیکه رامنځ ته کړې ده. له طبعیت سره دې اړیکې، انسان ته د “متفکر” مقام وربښلی او له خپلو نورو همنوعو یې جلا کړی. (The World: A History; Felipe Fernández-Armesto: 2007) 

له نورو همنوعو جلا کېدل د انسان لپاره ګټې او خطرونه دواړه لرل. بالقوه خطر دا و، چې انسان له انزوا سره مخ شو. انزوا بیا د انسان په وړاندې د بقاء یا ځان ژغورنې (Self-survival) پوښتنه راپورته کړه.( Leviathan, Thomas Hobbes: 1651). د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره انسان تفکر ته اړ شو. بالاخره، د تفکر پایله په کشف منتج شوه.

د اکتشافاتو په لړ کې له اور نیولي بیا تر سرپناه او کرنیزو وسایلو پورې ټول د تفکر او له طبعیت سره د راز او نیاز پایله وه. په بله وینا، د ټولو لومړنیو انساني اکتشافاتو او اختراعاتو اساس فلسفه وه.

د خــوراک، څــښاک، سرپناه او نورو لـومړنیو اړتــــــیاوو تر پوره کېدو وروســته د انســان بله ذهــني بوخـتیا د طــبعیت له آفتونو ځان ژغورل و. طـــبعي آفتونه زورور او انسان کمزوری و، دې کــمزورتیا بیا په انـسان کې له نورو سره د ګډ کــار روحیه راپیداکړه. بالاخـــره د همدې ګډ کار په نتیجه کې د لومړني انســاني تمدن اساس کېښودل شو. (The Story of Civilization, Will Durant: 1944)

د تمدن له برکته انسانانو ګډ ژوند او ټولنیزو مناسباتو ته مخه کړه. د ټولنیزو مناسباتو د پاللو لپاره یوې وسیلې ته اړتیا وه. بالاخره، همدې اړتیا ته په کتو د انسانانو ترمنځ راکړه ورکړه دود شوه. 

د راکړې ورکړې د تنظیم لپاره یو لړ اصول او قواعد ضروري و. دا قواعد د انسانانو ترمنځ د یو شفاهي ټولنیز تړون(Social Contract) په بڼه راڅرګند شول.( The Social Contract, Jean-Jacques Rousseau: 1762) ټولنیز تړون د متمدن انسان په رامنځ ته کولو کې پیاوړی رول اداء کړ.

متمدن انسان بیا په دې بریالی شو، چې له کشف راووځي او اختراعاتو ته مخه کړي. د اور او تبر له کشف وروسته، لومړنۍ انساني اختراع څرخ و. لومړني متمدن انسان له څرخ په کوزه جوړولو، ځان لپاره ټوکر اوبدلو او ارابې (اس ګاډي) کې کار اخېستل پیل کړل. دې لړۍ همداسې تر صنعتي انقلاب پورې دوام وکړ او پراختیا یې ومونده.

د تاریخ پوهانو – فیلسوفانو په باور که انسان د خپل ځان ژغورنې په اړه فکر نه وای کړی او ټولې چارې یې د طبعیت ارادې ته پرېښودي وای، له یوې خوا د انسانانو د نسلي انقراض احتمال و او بله خوا انسان په لومړني بدوي حالت کې پاتې کېده، چې اصلاً دواړه د انسان د نابودۍ په مانا دي. له شک پرته، فلسفې انسان د دې جوګه ګرځولی چې د طبعیت چارې په نسبي ډول په خپل اختیار کې واخلي.

د تمدن په تاریخ کې دې پرمختګونو ته په ځغلند نظر دا ثابتیږي، چې د ټولو پرمختګونو اساس او تهداب فلسفه وه. انسان د فلسفې پرمټ وتوانېده چې خپل ځان او نسلونه له انقراض وژغوري او د تمدن تر لوړو پوړونو ورسیږي.

دوام لري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب