شنبه, اپریل 27, 2024
Home+اصل او کم اصل | بشیراحمد سایل

اصل او کم اصل | بشیراحمد سایل

۱۴۰۱/۶/۱۵
علماوو دا ثابته کړې چې ځمکه له لمره په خپل مدار څرخي او په همدې څرخ سره دانسان ژوند هم له پیل نه واخله ان تر تکامل او اخري حده ورسیږي، سهار شي، غرمه شي، همداسې لمر ولویږي او ماښام خپله لمنه دځمکې په سر را وغوړوي او بیا همداسې دا وختونه تکرار شي او همدا تکرار د انسان د ژوند پیل او پای له پاره منزل ته درسیدو یوه وسیله شي، چې هر انسان ددې وسیلې خوند حتمي ګوري!!
انسان تغیر منونکی دی؛
       کله چې انسان د تکراري تغییراتو منونکی دی، بیا خو دې دا هم  ومني چې په ژوند کې په انسان هر رقم ورځې او شپې راتلی شی.
او دا باید هم ومني چې کله شپه راشي سهار ورسره حتمي راتلونکی دی.
د انسان تعریف؛
     پر انسان به حتمي ماشوم توب،ځواني،زړښت، غریبي او مالداري راځي کله به داسې خوشحاله وي چې له ډېرې خوشحالۍ به له ځانه ورک شي او کله به داسې حال کې وي چې له ډیره غمه به له نړۍ نه ورک شي.
همدا د انسان اصلي تعریف دی چې هېڅ کله به په یوه حالت کې نه پاتې کیږي، ځکه دی چې په کومه کره کې ژوند کوي هغه کره څلورویشت ساعته په تکراري تغیراتو کې ښکېله ده،نو حتمي ده چې انسان به هم دخپل حال او مستقبل کې د فزیکي او اقتصادي تغیر سره مخکیږي.
 ځکه یو شاعر واي:
( چې هروخت کې په یوحال وي بیا یې وګڼه چې خدای دی
هو کنه چیرته انسان وي کله څنګه کله څنګه)
نظر:
       زما په خپل نظر انسان ته دغه تغیرات ګټه رسوي، ځکه که دی ټول عمر دخوښۍ په نیلۍ سور وي، بیا خو به هغه تغیر هېڅکله درک نکړي کوم چې په هوښیارو او اصیلو انسانانو کې موجود وي او کوم چې په کم عقلو او کم اصلو کې پیدا کیږي.
ښه!
دا تغیر کله درک کیږي؟
 کله چې پر انسان سختې ورځې شپې راشي بیا دکم اصلو درک انسان ته اسانه شي، کنه په خوښۍ کې هر کس ناکس سړي ته خپل سکه ورور ښکاري، نو ځکه وایم چې کله ــ کله په ژوند کې انسان ته د حالاتو تغیر ګټه رسوي.
 ډیری انسانان په دې نظر دي چې کوم انسان په ښو ورځو کې ستا له پاره هر څه ته تیاروي او په بدو ورځو کې دې ځانته پریږدي، همدا انسان کم اصله دی او له داسې انسانه لرې والی سل ځله ښه دی له هغه نیږدې والي نه کوم چې په راتلونکي کې تا په نري(سل) رنځ اخته کوي.
ځکه رحمان بابا وایي:
 په راحت کې به  خوهرســـړی دې یارشي
یار هغه دی چې په سخته کې په کارشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب