چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد نجونو د زده کړو،تعلیمي نصاب او ملي ارزښتونو په اړه د...

د نجونو د زده کړو،تعلیمي نصاب او ملي ارزښتونو په اړه د ط-انو د پوهنې وزیر خبرو توند غبرګونونه پارولي

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ ‏‏‏د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر نن په روزګان کې یوې غونډې پرمهال د بېلابېلو مسايلو په اړه پارونکې خبرې کړي دي.

نوموړي يوه ورځ وروسته له دې،چې په پکتیا کې له شپږم ټولګيو څخه د پورته ښوونځيو سلګونه ښځینه زده کوونکو د طالبانو له لوري له ښوونځيو د شړل کیدو خلاف لاريون وکړ ادعا کړې چې:« اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.»

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي ډېر ژر د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زده‌کړې وکړي.

د طالب وزیر په وینا، دوی ته د خلکو فرهنګ معلوم دی او داسې څه نه کوي چې د خلکو له فرهنګ سره خلاف وي.

 نورالله منیر زیاتوي، چې د تېرو شلو کلونو پرمهال تعلیمي نصاب د افغانستان له اساساتو او فرهنګ سره برابر نه و او اسلامي برخه په‌کې کمزورې وه.

ملا منیر زیاته کړه چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ ښوونځي دي چې ۱۰۰۰۰ یې فعال دي او نیم یې ودانۍ نه‌لري.

طالب وزير دغه راز افغان ښوونکو ته توند خبرداری ورکړی او ویلي، هغه ښوونکي چې په لږ معاش دندې مخې ته نه‌شي وړی، کولای خپلې دندې پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه چې د ښوونکي دنده ستړیا لري او هغه ښوونکي چې نه‌شي کولای خپلې دندې پرمخ یوسي، پرې دې ږدي.

ملا منیر ویلي دوی په زور ښوونکي نه دي راوستي او که معاشونه یې لږ دي، کولای شي له دندو لاس په سر شي.

 د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست دا هم ویلي،چې ملي ارزښتونه کرېکټ او بیرغ نه، بلکې اسلام دی.

نورالله منیر زیاته کړه چې ټولو لرو پرتو سیمو ته به عصري او دیني زده‌کړې رسېږي او په وینا یې، افغانستان انجینیر او ډاکټر ته اړتیا لري، خو باید په اسلامي روحیې سمبال وي.

د‌ نوموړي څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

6 COMMENTS

  1. دا څیری د افغانستان څخه د باندی څوک طیارو ته نه پریږدی چی پورته شی حتی پدی وضعه دوی ته اجازه نشته چی حرم یا بیت الله شریف ته داخل شی. د نړی تر ټولو زشتی څیرې، او تر ټولو بد کسان نن سبا همدا طالبان دی چی د اسلام نوم یی پر دنیا وشرماوو. د دوی ښځی غی پدی اسلام چی دوی یی مونږه ته راښیی. ټول مشرکه تعویض او زیارت پرسته خلک دی غرق په خرافاتو کی. ستاسی ښځی غی ملایانو پدی دین، عقیده او حکومتداری ـ

    • پښتنو کې یو متل ده وایی د خره مینه لغته ده نو طالب به نور څه وایی بې له دې سي ډته واچوي. دغه ټول کارونه زموږ د ازلي دښمن لعنتي تورلینګي پنجابي د لاسه . طالیب موزي سي غولتون ته هم ځي له تورلینګي اجازه اخلي. افغانان د مرګ په خوب ویده دي هر یو وایی په ما یې څه.ای د مرګ په خوب ویدو! راپاڅۍ کنه دغه پنجابی لعنتي به مو ددروازې په خوله کې ولاړ وي☹️. لیږ مو خپل وجدان ته په هنداره کې وګورۍ نجوني ښځي ښارو ته راوزي او تاسي مړه څټونه نیولي د مرګ په خوب ویده سۍ هیواد مو په سره کتاب کې لیکل کیږي او تاسي به لکه د موسی ع قوم په دښتو او بیدیاوو کې په کیږدیو کې مړه کیږۍ 😡. شل زره خبیث موزي طالبانو په غارو ننیستي یاست 😭

  2. ممکن د پنجابی د مور او د طالب د انا ( الیزابت دا د اِنسی ابلیس نماینده ) مرګ د طالب څلور واړه لونډه ګان د خپلی موضِع بدلون ته اړ باسی.

  3. روحیه ! افغانستان هرحه ته ضرورت لری نه ببو!
    دپوهنې مسیول ته په کارده چې سالم قضاوت وکړی دتعلیمی نصاب دپوهاوی لپاره ،ژبې،اخلاق او دسپلین لپاره کم له کمه شپږ میاشتې دمدیریت او اهلیت ښوونه اوروزنه تر لاسه کړی. دزده کړو فرهنګ او دخلکو فرهنګ یو دبل سره متمم دی . دصفرونو په شمیر باندې به څه وکړو چې وزیر مو زده کړو ته ضرورت لری وایی څه چې کټوی کې وی هغه په څمڅۍ کې راوځی. تصویر کې د ملا منیر سوسیالوژی لږشان ته کمزورې بریښی په هرحال:
    امام غزال وایی:
    ته آیینه کې وګوره که ښایسته وې نوبرخبل مخ دګناه تور داغ مه ږده اوکه مخ دې تور او بدرنګه وی نو دوه تورشیان مه یوخای کوه!
    حضرت علی رض وایی:
    به دنیا کې هر دولت په مصرف کمیږی خو دعلم دولت چې څومره مصرف شی زیاتیږی!
    فارابی وایی:
    ټرڅو چې بنیادم علم حاصلوی هغه به عالم اوسیږی خوکله چې دهغه خیال کې وګرځی چې هغه علم حاصل کړی نو هغه به جاهل وګرځی!
    بنستیزه ستونزه :
    ځما پوښتنه له وزیر څخه په تاریخی لحاظ داده چې تراوسه دنړۍ په یوه اسلامی هېوادکې کوم وخت دغه ډول بربریت تکرارشوی ایا ستاسې داتور عمل داقراء ارشاد په وړاندې صریح بغاوت نه دی.؟او ایا دافغانستان به ډو ل یو ه هېواد ته چې دحکومت سربرستان یې بیسواده وی دښوونځیو پرانیتل او مسلکی زده کړو ابزار یو مبرم حقیقت نه دی؟ الله دې هدایت درته وکړی .

  4. اللهم اهد قومي فإنهم لا يعلمون
    حدیث شریف دی چې یا الله ته زما قوم ته هدایت وکړې چې دوی نه پوهیږي .
    نومونږ هم دعا کوو چې یا الله ته خو ټالبي خوارجو او د پنجاب مزدورانو ته هدایت وکړي چې افغانستان او افغانان نور ونه ځوروي . دوی هم د نورو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو په شان له خپل ولس سره چلند وکړي . د ښوونځیو دروازې د خپلو خویندو پرمخ خلاصې کړي .
    او که دوی د هدایت وړ نه وي ، نور ئې زمونږ له ولس نه واخلې .

  5. ​د پنجابی پاکستان له خوا ګمارل شوۍ بی سواده پوهنی وزیر د طوطی په شان هغه بی شرمانه شعار د ګمران خان ( عمران خان ) د خپلی مردار ی خنجری څخه راباسی یعنی دا د افغان ملت او اسلام دین دوښمن هغه خائینه جمله تکراروی کومه چی ددوی پخوانی بادار ګمران خان له خوا اظهار شوی وه ددوی دی خائینی ادعا سره باید په افغانستان کښی با سواده میرمنی هیڅ نه وای موجودی اما برعکس افغانستان کښی ځلانده باسواده میرمنی موجودی وی او دی پس د افغان غیرتی میرمنو د هر نوع حقوق تر پښو لاندی کول او ددوی تحقیر ول به نه اوس او نه راتلوونکی وخت کښی د اجنبیو غلامانو له خوا په افغانستان کښی عملی شکل ورکولو باندی بریالی شی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب