دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکاپیسا کې د مقاومت جبهې د يوه جنګيالي د وژلو او ۱۰نورو...

کاپیسا کې د مقاومت جبهې د يوه جنګيالي د وژلو او ۱۰نورو د نیولو خبر ورکړل شو

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ ‏‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي،چې په کاپیسا کې ېې د مقاومت جبهې تنه او ۷ تنه نور له هغوی سره د همکارۍ په تور نیولي.

د کاپيسا لپاره د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي،چې په دغه ولایت کې یې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۳ تنه د مقاومت جبهې غړي نیول شوي، ۷ نور له هغوی سره د همکارۍ په تور نیول شوي او یو بل تن چې جګړه یې کوله، وژل شوی.

مقاومت جبهې په دې اړه څه نه دي ويلي،خو په یوه اعلامیه کې ېې ادعا کړې چې پنجشېر کې ېې شاوخوا شلو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او طالب جنګيالي ېې له څو ولسواليو څخه شاتګ ته اړ ويستي دي.

په وروستيو کې طالبان او مقاومت جبهه دواړه د یو بل پر ضد مختلفې ادعاوې کوي،چې رسنۍ ېې د بیان ازادۍ د محدوديت او د طالبانو له وېرې دوی سره د خپلواکو سرچینو د نه غږيدو له کبله ادعاوې نه شي کره کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب