یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد هرات دارالعلوم مشر ملا برادر د نجونو د زده کړو په...

د هرات دارالعلوم مشر ملا برادر د نجونو د زده کړو په اړه مناظرې ته بللی

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ ‏‏‏‏په ټولنیزو رسنیو کې د هرات د عالي دارالعلوم د رييس مولوي صبغت الله يوه خپره شوې ویډیو څرګندوي،چې نوموړي هرات ته د طالبانو د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د وروستي سفر پر مهال طالب مشران د نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه علمي مناظرې ته بللي.

مولوي صبغت الله په دغه وینا کې په څرګندو ټکو اعلانوي،چې د نجونو د ښوونځيو تړل هیڅ ډول شرعي اساس نه لري او که څوک ېې خبره نه مني، ده او د هرات نورو دیني عالمانو سره دې مناظرې ته حاضر شي.

معلومه نه ده،چې ملا برادر اخند د نوموړي دغو څرګندونو ته څه ځواب ورکړی.

په وروستيو کې د نجونو د ښوونځيو د تړلي پاتې کیدو په سر طالبان په پراخه کچه د افغانانو توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده ،چې په پکتيا کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د موقتي پرانيستلو په غبرګون کې د پکتيا لپاره د طالبانو والي مولوي محمد علي جان احمد په جزايي ډول له دندې روزګان ولايت ته بدل شوی.

باخبره سرچينې وايي،چې د پکتيا د معارف چارواکي هم يا مجازات شوي او يا ممکن مجازات شي،چې ولې ېې د ولس په غوښتنه له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو ته د نجونو د ورتګ اجازه ورکړې او ښوونځي ېې ورته پرانيستي وو.

د طالبانو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو پرون د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې سلګونه نجونې چې تړل شویو ښوونځیو ته ورغلې وې، له ښوونځيو شړلي او ويل کېږي،چې د خورولو لپاره ېې ډزې هم کړي دي.

د ځينو نجونو او ښوونځيو د مسوولينو د بندیانولو راپورونه هم موجود دي.

طالبانو د پرونۍ کړنې په اړه ېې څه نه دي ويلي،خو په ټولنیزو رسنیو کې ېې د دغه عمل خلاف پراخ کمپاين پيل شوی.

3 COMMENTS

  1. ملا برادر چیری خبری کولی شی یو بیسواده سړی دی. هغه به څه دلیل ضد د قرآن او سنتو وړاندی کړی چی پر نجونو زده کړه جایزه نده.

  2. د یو شل کلن او لس کلن هلک تر منځ شخړه را منځته سوه، د لس کلن هلک بیچاره پزه او خوله ئې په وینو ور ولړل، څو شېبې وروسته شل کلن هلک د وجدان په عذاب اخته سو او د تسلی او خواخوږۍ له مخی ئې لس کلن هلک ته وویل:
    ” اَر، نو ته زما همزولئ ئې، ته ورسه زما همزولئ را وله چی څومره ګوتی راکوی” .
    نو
    د هرات د دارالعلوم مشر خو د ملا برادر همزولئ نه دئ، دا مشر دی یو د کَرَک او کَرَک بازی او نصوارو متخصص د ملا برادر سره په مسابقه کی واچوی چی ملا برادر څومره ګوتی ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب